Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
11 verses
1فلسطینیانو خپل ټول ځواکونه په افیق کې راټول کړل او اسراییلیانو په یزرعیل کې د چینې سره خپلې خېمې ودرولې.
2د فلسطین پادشاهانو د خپلو سل کسیزو او زر کسیزو ټولیو سره حرکت وکړ. داود او د هغه نفر د آخیش پادشاه سره په هغوی پسې روان شول.
3د فلسطینیانو قوماندانانو دوی ولیدل او پوښتنه یې وکړه: آخیش ځواب ورکړ:
4مګر د فلسطینیانو قوماندانان په آخیش باندې په قهر شول او هغه ته یې وویل:
5دا هماغه داود دی د چا په هکله به چې خلکو د ګډېدلو په وخت کې دا سندرې ویلې: شائول زرګونه وژلي دي، خو داود د یو په لس د هغه نه زیات وژلي دي.>
6نو آخیش داود راوغوښت او ورته ویې ویل:
7اوس بېرته کور ته وګرځه او هیڅ داسې کار ونه کړې چې د سولې خلاف وي او فلسطیني پادشاهان ورباندې خفه شي.>
8داود ځواب ورکړ:
9آخیش ځواب ورکړ:
10نو ای داوده! تاسو ټول چا چې شائول پرېښود او ماته راواوښتئ، سبا سهار مجبور یاستئ چې وختي پاڅېږئ او څنګه چې رڼایي شي نو لاړ شئ.>
11نو داود او د هغه سړي سهار وختي پاڅېدل چې بېرته د فلسطین خاورې ته لاړ شي. فلسطینیان یزرعیل ته روان شول.