Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
31 verses
1داود او د هغه نفر په دریمه ورځ صقلغ ته ورسېدل. هغه مهال چې هغوی هلته نه وو، عمالیقیانو د یهودا په جنوب او صقلغ باندې یرغل کړی ؤ. صقلغ یې سوزولی ؤ
2او ښځې او کوچنیان یې د اسیرانو په توګه له ځان سره بیولي وو، مګر څوک یې وژلي نه وو.
3کله چې داود او د هغه نفر صقلغ ته راورسېدل دوی پوه شول چې ښار سوزېدلی دی او د هغوی ښځې، زامن او لورګانې اسیران شوي دي.
4نو داود او د هغه نفرو په لوړ اواز سره تر هغې پورې وژړل چې په هغوی کې نور د دې توان پاتې نه شو چې وژاړي.
5حتیٰ د داود دوه ښځې، یزرعیلي اخینوعم او د کرملي نابال کونډه ابیجایل هم اسیرې شوې وې.
6داود ډېر زیات پریشانه شو ځکه چې د هغه نفرو د هغه د سنګسارولو خبرې کولې. هغوی د خپلو ماشومانو د لاسه ورکولو له کبله ډېر په قهر وو. مګر داود د خپل څښتن خدای څخه د زړه قوت لاس ته راوړ.
7بیا داود د اخیملک زوی ابیاتار کاهن ته وویل: او ابیاتار دا کار وکړ.
8داود د څښتن څخه پوښتنه وکړه: څښتن ځواب ورکړ:
9نو داود او د هغه شپږسوه نفره روان شول. کله چې هغوی د بسور خوړ ته ورسېدل د دوی څخه ځینې هلته پاتې شول.
10داود د څلورسوه نفرو سره تعقیبولو ته دوام ورکړ. نور دوه سوه نفره دومره ستړي شوي وو چې ویې نه شو کولی د هغه خوړ څخه تېر شي نو دوی شاته پاتې شول.
11د داود نفرو یو مصري سړی په صحرا کې پیدا کړ او هغه یې داود ته راوست. هغه ته یې یو څه خواړه او اوبه ورکړل،
12همدارنګه یې د اینځرو له کلچې څخه یوه ټوټه او د ممیزو دوه کلچې ورکړې. وروسته له دې چې هغه یې وخوړلې هغه بېرته قوي شو ځکه چې هغه درې ورځې او درې شپې نه څه خوړلي وو او نه څه څښلي وو.
13داود د هغه څخه پوښتنه وکړه: هغه ځوان ځواب ورکړ:
14مونږ د کریتیانو په علاقه، د یهودا په جنوبي برخه او د کالیب په سیمه باندې یرغل وکړ او همدارنګه مونږ د صقلغ ښار وسوزاوه.>
15داود د هغه څخه پوښتنه وکړه: هغه ځواب ورکړ:
16نو دغه مصري داود هغوی ته ورساوه. یرغلګران په هر ځای کې خپاره شوي وو او د هغه ډېر لوی غنیمت له کبله چې د فلسطین او یهودا څخه یې نیولی ؤ، خوړل یې او څښل یې او جشن یې نیولی ؤ.
17په راتلونکې ورځ د لمرخاته څخه مخکې داود په هغوی باندې حمله وکړه او تر ماښامه پورې یې جنګ وکړ. بې له هغو څلورسوه ځوانانو چې په اوښانو باندې سپاره شول او وتښتېدل بل هیڅ یو ورڅخه په تېښته بریالی نه شو.
18داود ټول شیان چې عمالیقیانو وړي وو وژغورل چې په هغو کې د هغه دوه ښځې هم شاملې وې.
19هیڅوک نه ؤ ورک شوی، نه ځوان او نه زوړ، نه زامن او نه لورګانې او نه هغه شیان چې عمالیقیانو د خپلو ځانونو دپاره د غنیمت په توګه نیولي وو. داود هرڅه بېرته تر لاسه کړل.
20همدارنګه داود د عمالیقیانو ټولې رمې او پادې واخیستلې او د هغه نفرو دا د نورو څارویو په مخکې بیول او ویل یې:
21وروسته بیا داود هغو دوه سوه نفرو ته ورغی چې له ډېرې ستومانۍ څخه یې نه شو کولی چې د هغه پسې لاړ شي او د بسور په خوړ کې د هغه څخه شاته پاتې شوي وو. هغوی د داود او د هغو خلکو هرکلي ته ووتل چې د هغه سره وو. څنګه چې داود او د هغه نفر ورنژدې شول هغه د هغوی سره روغبړ او د احوال پوښتنه وکړه.
22مګر ځینو بدو او بې کاره سړیو چې د داود سره تللي وو وویل:
23مګر داود ځواب ورکړ:
24څوک به په دې هکله ستاسو سره موافق نه دي. د هغه سړي برخه به چې د لوازمو سره پاتې کیږي د هغه چا د برخې سره برابره وي چې جنګ ته ځي. د ټولو برخې به یو برابر وي.>
25داود دا یو قانون وټاکه او له هغه وخت نه تر نن ورځې پورې په اسراییلو کې د هغه څخه پیروي کیږي.
26کله چې داود صقلغ ته ستون شو، هغه د غنیمت یوه برخه خپلو ملګرو ته چې د یهودا سپین ږیري وو د دې پیغام سره ولېږله:
27هغه دا سوغاتونه هغو خلکو ته چې په بیت ئیل، د یهودا د جنوب په راموت کې او هغو خلکو ته چې د یتیر،
28عروعیر، سفموت، اشتموع،
29او د راکال په ښارونو کې وو او هغو ښارونو ته چې د یرحمئیلیانو او د قینیانو خېلونه په کې اوسېدل، ولېږل.
30همدارنګه یې هغو خلکو ته چې د حرما، بورعاشان او عتاق په ښارونو کې وو
31او د حبرون خلکو ته یې هم ولېږل. په دې توګه داود دا سوغاتونه ټولو هغو ځایونو ته ولېږل چېرته چې هغه او د هغه سړي په کې ګرځېدلي وو.