Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
13 verses
1فلسطینیانو د جلبوع په غره کې د اسراییلو سره جنګ وکړ. په هغه ځای کې ډېر اسراییلیان ووژل شول او پاتې یې چې په هغو کې شائول پادشاه او د هغه زامن هم شامل وو وتښتېدل.
2مګر فلسطینیانو هغوی ډېر سخت تعقیب کړل او د شائول درې زامن، یوناتان، ابیناداب او ملکیشوع یې ووژل.
3د شائول شاوخوا جګړه ډېره سخته شوه او کله چې غشي ویشتونکي هغه ته ورسېدل نو هغه یې ډېر سخت ټپي کړ.
4شائول خپل عسکر ته چې د هغه وسله یې انتقالوله وویل: مګر هغه ځوان د دې کار څخه ډېر ووېرېد. نو شائول خپله توره راواخیستله او ځان یې ورباندې وغورزاوه.
5کله چې هغه ځوان ولیدل چې شائول مړ شوی دی، نو هغه هم په خپلې تورې باندې ځان وغورزاوه او د شائول سره یوځای مړ شو.
6نو په دې ډول شائول، د هغه درې زامن، هغه ځوان عسکر او د هغه ټول جنګیالي په هغه ورځ یوځای سره مړه شول.
7کله چې د یزرعیل د درې د بلې خوا او د اردن د سیند د ختیځې خوا اسراییلیانو واورېدل چې د اسراییلو لښکر تښتېدلی دی او دا چې شائول او د هغه زامن وژل شوي دي، دوی خپل ښارونه پرېښودل او وتښتېدل. نو فلسطینیان راغلل او په دغو ښارونو کې ځای په ځای شول.
8د جنګ څخه یوه ورځ وروسته فلسطینیان د مړو د لوټ کولو دپاره ورغلل، نو هغوی د شائول او د هغه د درې زامنو مړي پیدا کړل چې د جلبوع په غره کې پراته وو.
9دوی د شائول سر پرې کړ، د هغه څخه یې زغرې وویستلې او د فلسطین ټول هېواد ته یې استازي ولېږل چې دا زېری په خپلو بتخانو او خپلو خلکو په منځ کې خپور کړي.
10دوی د شائول وسلې د عشتاروت په بتخانه کې کېښودلې او د هغه مړی یې د بیت شان په دېوال باندې مېخ کړ.
11کله چې په جلعاد کې د یابیش د ښار خلکو د هغه څه په باره کې چې فلسطینیانو په شائول باندې کړي وو، واورېدل،
12د هغوی ترټولو زړور سړي ووتل او ټوله شپه یې بیت شان ته سفر وکړ. هغوی د شائول او د هغه د زامنو مړي د دېوال څخه راکوز کړل، یابیش ته یې راوړل او هلته یې وسوزول.
13وروسته بیا هغوی د دوی هډوکي راواخیستل، هغه یې په ښار کې د غز د ونې لاندې ښخ کړل او د اوو ورځو دپاره یې روژه ونیوله.