Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
26 verses
1د شائول د مړینې څخه وروسته، داود عمالیقیانو ته د ماتې ورکولو څخه راستون شو او دوه ورځې په صقلغ کې پاتې شو.
2په دریمه ورځ د شائول د کمپ څخه یو ځوان سړی چې کالي یې شلېدلي او په سر باندې یې خاورې شیندلې راغی. کله چې هغه داود ته ورغی نو هغه ته د درناوي په خاطر په ځمکه باندې پړمخې پرېوت.
3داود د هغه څخه پوښتنه وکړه: هغه ځواب ورکړ:
4داود پوښتنه وکړه: هغه وویل:
5نو داود د هغه څخه پوښتنه وکړه:
6هغه ځوان ځواب ورکړ:
7په دې وخت کې هغه مخ راواړاوه، زه یې ولیدلم او ماته یې نارې کړې. ما ځواب ورکړ: امر وکړئ، ښاغلیه!
8هغه زما څخه پوښتنه وکړه: ته څوک یې؟ ما ځواب ورکړ: زه یو عمالیقی یم.
9هغه له ما څخه هیله وکړه او وویل: راشه ما ووژنه او د دې رنځ نه مې خلاص کړه، سره له دې چې ډېر سخت درد لرم لا هم ژوندی یم.
10نو زه ورغلم او هغه مې وواژه، ځکه زه پوهېدم چې هغه سخت ژوبل دی او په هر صورت هغه مړ کیږي. وروسته مې د هغه د سر څخه تاج او د مټ څخه کړۍ راواخیستل او تاسو ته مې ای باداره راوړل.>
11نو داود او د هغه ټولو نفرو له غمه خپل کالي وشلول.
12هغوی د شائول، یوناتان او د څښتن د قوم یعنې د اسراییلو دپاره یې ویر وکړ، ویې ژړل او تر ماښامه پورې یې روژه ونیوله، ځکه چې په جګړه کې ډېر زیات نفر وژل شوي وو.
13داود د هغه ځوان څخه چې ده ته یې خبر راوړی ؤ پوښتنه وکړه: هغه ځواب ورکړ:
14داود د هغه څخه پوښتنه وکړه:
15وروسته بیا داود د خپلو نفرو څخه یو تن راوغوښت او ورته ویې ویل: نو هغه یې وواهه او مړ شو.
16داود هغه عمالیقي ته وویل: د شائول او یوناتان دپاره د داود د ویر سندره
17داود د شائول او د هغه د زوی یوناتان دپاره دغه د ویر سندره وویله
18او امر یې وکړ چې د یهودا خلکو ته دې دغه د ویر سندره ورزده کړای شي چې د لیندې د ویر په نوم یادیږي. (دا سندره د یاشر په کتاب کې لیکل شوې ده.) سندره داسې ده:
20په جت کې دا اعلان مه کوئد اشقلون په کوڅو کې دا مه خپروئداسې نه چې د فلسطینیانو ښځې خوشاله شيداسې نه چې د کافرانو لورګانې خوشاله شي
21ای د جلبوع غرونوپه تاسو دې پرخه یا باران ونه اوریږيستاسو پټي دې غلې دانې ونه کړيځکه چې هلته د زړور جنګیالي سپر ناولی شوی دید شائول سپر به نور په تېلو غوړ نه شي
22د یوناتان لینده وژونکې وهد شائول توره وه بې رحمهزورور یې مړه کول، دښمنان به یې وژل
23شائول او یوناتان وو څومره ښکلي څومره ګران!ژوند او مرګ کې هم یوځای ووچابک له عقابانوقوي وو له زمریانو
24ای د اسراییل ښځو شائول دپاره وژاړئ!هغه تاسو ته کالي ښکلي سره دراغوستلاو هغه یې د سرو زرو په ګاڼو سینګارول
25څنګه مړه دا جنګیالي شولهغوی د جنګ په ترڅ کې ووژل شولیوناتان مړ پروت په غونډیو کې دی
26یوناتانه زما وروره، ستا دپاره زه غمجن یمته په ما باندې ډېر ګران وېعجیبه ستا محبت ؤ زما دپارهؤ محبت دې ډېر ژور تر محبت د ښځو
27څنګه جنګیالي راپرېوتلي ديد هغوی وسلې له منځه تللي دي>