Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
32 verses
1وروسته بیا داود د څښتن څخه پوښتنه وکړه: څښتن ځواب ورکړ: داود پوښتنه وکړه: څښتن وویل:
2نو داود خپلې دوه ښځې، یزرعیلي اخینوعم او د نابال کرملي کونډه ابیجایل له ځان سره واخیستلې او حبرون ته لاړ.
3همدارنګه داود خپل نفر او د هغوی کورنۍ د ځان سره بوتلې او هغوی د حبرون په شاوخوا ښارونو کې ځای په ځای شول.
4وروسته د یهودا سړي حبرون ته راغلل او هلته یې داود د یهودا د پادشاه په توګه غوره کړ.کله چې داود واورېدل چې د جلعاد د یابیش خلکو شائول ښخ کړی دی،
5هغه استازي ولېږل چې هغوی ته داسې ووایي:
6څښتن دې له تاسو سره مهرباني او وفاداري وکړي او د هغه کار په خاطر چې تاسو کړی دی زه به هم تاسو سره نېکي وکړم.
7اوس چې ستاسو پادشاه شائول مړ شوی دی او د یهودا خلکو زه د خپل پادشاه په توګه غوره کړی یم، نو قوي او زړور اوسئ!>
8په دې ترڅ کې د شائول د لښکرو قوماندان د نیر زوی ابنیر د شائول زوی ایشبوشت د محنایم ښار ته چې د اردن د سیند بلې خواته ؤ راوست.
9په هغه ځای کې ابنیر ایشبوشت د جلعاد، یزرعیل، اشیر، افرایم او بنیامین په سیمو باندې، یعنې په ټولو اسراییلو یې پادشاه کړ.
10هغه د څلوېښتو کالو په عمر ؤ چې د اسراییلو پادشاه شو او دوه کاله یې پادشاهي وکړه. مګر د یهودا قبیله داود ته وفاداره وه.
11داود په حبرون کې د یهودا په قبیلې باندې اووه نیم کاله پادشاهي وکړه.
12ابنیر د ایشبوشت د نفرو سره یوځای د محنایم څخه جبعون ښار ته لاړل.
13د داود نفر د زرویه زوی یعنې یوآب په مشرۍ ووتل او دواړه ډلې د جبعون د ډنډ سره یو د بل سره مخامخ شوې. یوه ډله د ډنډ یوې خواته او بله ډله د ډنډ بلې خواته کښېناستله.
14ابنیر یوآب ته وړاندیز وکړ: یوآب ځواب ورکړ:
15نو ځوانان ودرېدل او وشمېرل شول، دولس تنه د بنیامین د قبیلې او د ایشبوشت څخه او دولس تنه د داود د نفرو څخه.
16هر سړي خپل سیال له ویښتانو رانیوه او خپله توره یې د هغه په اړخ کې منډله، ترڅو هغه ټول څلورویشت تنه سره یوځای وغورزېدل او مړه شول. نو هغه ځای د تورو د میدان په نوم یاد شو.
17د دې پسې بله جګړه ډېره سخته وه، د ابنیر او د اسراییلو عسکرو ته د داود د عسکرو له خوا ماتې ورکړای شوه.
18د زرویه درې زامن، یعنې یوآب، ابیشای او عساهیل په هغه ځای کې وو. عساهیل چې د هوسۍ په شان تېزې منډې وهلې
19د ابنیر په تعقیبولو یې پیل وکړ او په مستقیمه توګه یې د هغه پسې منډې وهلې.
20ابنیر شاته وکتل او ویې ویل: هغه ځواب ورکړ:
21ابنیر وویل: مګر عساهیل د هغه د تعقیبولو څخه لاس وانه خیست.
22ابنیر یو ځل بیا عساهیل ته خبرداری ورکړ:
23خو عساهیل د هغه خبره ونه منله، نو بیا ابنیر د خپلې نېزې بېخ د عساهیل په ګېډه ��رننه ایست او نېزه د هغه له شا څخه ووتله. هغه هلته پرېوت او ځای په ځای مړ شو او هر سړی چې به هغه ځای ته چې عساهیل په کې مړ پروت ؤ راغی وبه درېده.
24مګر یوآب او ابیشای په ابنیر پسې شول. څنګه چې هغوی د امه غونډۍ ته چې جیح ته مخامخ وه او د جبعون د بیابان په لاره کې وه ورسېدل لمر پرېواته.
25د بنیامین د قبیلې خلک یو ځل بیا د ابنیر په شاوخوا راټول شول او د یوې غونډۍ د پاسه ودرېدل.
26ابنیر یوآب ته نارې کړې:
27یوآب ځواب ورکړ:
28نو یوآب خپلو نفرو ته د نښې په توګه سرنی وواهه چې د اسراییلیانو د تعقیبولو څخه لاس واخلي، نو جنګ ودرېد.
29ابنیر او د هغه نفرو هغه ټوله شپه د اردن په دره کې مزل وکړ. هغوی د اردن له سیند څخه تېر شول، په راتلونکې ورځ یې تر غرمې پورې لاره ووهله او بېرته محنایم ته ورسېدل.
30کله چې یوآب د ابنیر تعقیبول پرېښودل، خپل ټول نفر یې راغونډ کړل. پرته له عساهیل څخه د داود د نفرو نولس تنه ورک شوي وو.
31مګر د داود نفرو د بنیامین د قبیلې درې سوه شپېته تنه چې د ابنیر سره وو وژلي وو.
32یوآب او د هغه نفرو د عساهیل مړی واخیست او په بیت لحم کې یې د هغه د پلار په هدیره کې ښخ کړ. وروسته بیا هغوی ټوله شپه لاره ووهله او د سباوون په وخت حبرون ته ورسېدل.