Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
39 verses
1د شائول د کورنۍ د پلویانو او د داود د پلویانو ترمنځ د اوږدې مودې دپاره جنګ روان ؤ. څنګه چې داود قوي کېده، هغومره د شائول پلویان کمزوري کېدل.
2د داود هغه زامن چې په حبرون کې زېږېدلي وو: مشر یې، امنون، د یزرعیلي اخینوعم زوی،
3دوهم یې، کیلاب، د کرملي نابال د کونډې ابیجایل زوی او دریم یې، ابشالوم، د معکې زوی چې د جشور د پادشاه تلمای لور وه،
4څلورم یې، ادونیا د حجیت زوی، پنځم یې، شفطیا د ابیطال زوی
5او شپږم یې، یترعام، د عجلې زوی ؤ. هغه هم د داود ښځه وه.
6د داود او د شائول د کورنیو ترمنځ د جګړې په دوران کې، ابنیر د شائول د پیروانو په منځ کې خپل دریځ قوي کاوه.
7یوه ورځ د شائول زوی ایشبوشت په ابنیر باندې تور ولګاوه چې د شائول د وینځو څخه د یوې وینځې سره چې رزفه نومېدله او د ایه لور وه یوځای شوی دی.
8ابنیر په دې خبرې باندې ډېر په قهر شو او ویې ویل:
9-
10څښتن د داود سره لوظ کړی ؤ چې هغه به د شائول د کورنۍ څخه پادشاهي واخلي او داود به د اسراییلو او د یهودا پادشاه کړي، هغه به د دان څخه تر بئرشبع پورې پادشاهي وکړي. نو څښتن دې ما ووژني که ما دا خبره رښتیا نه کړه!>
11ایشبوشت جرأت ونه کړ چې ابنیر ته بله خبره وکړي، ځکه چې د هغه څخه وېرېده.
12نو ابنیر له خپلې خوا څخه استازي ولېږل چې داود ته داسې ووایي:
13داود ومنله او ویې ویل:
14همدارنګه داود ایشبوشت ته هم استازي ولېږل چې ورته ووایي:
15نو ایشبوشت څو نفره ولېږل چې میکال د هغې د میړه فلتئیل څخه چې د لایش زوی ؤ واخلي.
16فلتئیل د بحوریم تر ښاره پورې په ټوله لاره کې ژړل او په هغې پسې روان ؤ. مګر کله چې ابنیر وویل: نو هغه بېرته خپل کور ته ستون شو.
17ابنیر د اسراییلو د مشرانو سره مشوره وکړه او ویې ویل:
18اوس دا موقع رارسېدلې ده، دا په یاد ساتئ چې څښتن د داود سره وعده کړې وه: زه به ستا په وسیله خپل قوم اسراییل د فلسطینیانو او د هغوی د نورو ټولو دښمنانو څخه وژغورم.>
19ابنیر د بنیامین د قبیلې د خلکو سره هم خبرې وکړې. وروسته بیا هغه حبرون ته لاړ چې د بنیامین د خلکو او نورو اسراییلیانو تصمیم داود ته ووایي.
20کله چې ابنیر د خپلو شلو نفرو سره داود ته چې په حبرون کې ؤ ورغی، داود هغوی ته میلمستیا تیاره کړه.
21په هغه وخت کې ابنیر داود ته وویل: نو داود ابنیر رخصت کړ او هغه په سلامتۍ سره لاړ.
22په همدې وخت کې یوآب او د داود عسکر د یرغل کولو څخه راستانه شول او هغوی ډېر لوی غنیمت له ځان سره راوړ. مګر ابنیر نور د داود سره په حبرون کې نه ؤ، ځکه چې داود هغه په سلامتۍ سره استولی ؤ.
23کله چې یوآب د خپلو عسکرو سره راورسېد، هغه خبر شو چې ابنیر داود پادشاه ته راغلی ؤ او پادشاه هغه په سلامتۍ سره استولی دی.
24نو یوآب پادشاه ته ورغی او ورته یې وویل:
25ته ابنیر ښه پېژنې. هغه د دې دپاره راغلی ؤ چې تا وغولوي او ستا د ټولو حرکاتو او کارونو نه ځان خبر کړي.>
26بیا یوآب د داود څخه لاړ، په ابنیر پسې یې استازي ولېږل او هغه یې د سیره له کوهي څخه بېرته راوست. مګر داود خبر نه ؤ.
27نو کله چې ابنیر حبرون ته راستون شو، یوآب هغه د ښار په دروازه کې یوې خواته یووړ په دې بهانه چې د هغه سره پټې خبرې کوي. هلته یوآب د خپل ورور عساهیل د وینې د بدل اخیستلو په خاطر د هغه ګېډه څیري کړه او هغه یې په قتل ورساوه.
28کله چې داود دا خبر واورېد ویې ویل:
29د دې سزا دې په یوآب او د هغه په ټولې کورنۍ باندې راشي. زه ښېرا کوم چې د یوآب د اولادې څخه ځینې دې تل د سوزاک او یا د پوستکي په نورو مرضونو باندې اخته شي او یا هغوی دې یزک شي او یا دې په جنګ کې ووژل شي او یا دې په لوږه اخته شي.>
30په دې ډول یوآب او د هغه ورور ابیشای، ابنیر قتل کړ ځکه چې هغه د جبعون په جګړه کې د هغوی ورور عساهیل وژلی ؤ.
31نو داود یوآب او د هغه ټولو نفرو ته امر وکړ: داود پادشاه په خپله د جنازې پسې روان ؤ.
32هغوی ابنیر په حبرون کې ښخ کړ. پادشاه په لوړ اواز سره د ابنیر په قبر باندې وژړل او نورو ټولو خلکو هم وژړل.
33داود پادشاه د ابنیر دپاره دغه د ویر سندره وویله:
34نه ستا لاسونه تړل شوي وواو نه دې پښې په ځنځیرونو تړل شوې وېووژل شوې ته د یو مجرم په څېر>ټولو خلکو یو ځل بیا د ابنیر دپاره وژړل.
35ټوله ورځ خلکو هڅه وکړه چې په داود باندې یو څه وخوري، مګر هغه قسم وخوړ:
36خلک دې خبرې ته متوجه شول او خوشاله شول، په رښتیا سره څه چې پادشاه کول ټول خلک په هغو باندې خوشالېدل.
37نو په هغه ورځ د داود ټول نفر او د اسراییلو ټول قوم پوه شول چې پادشاه د ابنیر په قتل کې لاس نه درلود.
38پادشاه خپلو نفرو ته وویل:
39که څه هم زه د خدای غوره کړای شوی پادشاه یم، خو نن کمزوری یم. دا د زرویه زامن زما څخه ډېر زوراور دي، څښتن دې دوی ته داسې سزا ورکړي لکه څنګه چې د هغې وړ دي!>