Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1په هغو ورځو کې چې سموئیل د عیلي تر لارښودنې لاندې د څښتن خدمت کاوه د څښتن له طرفه پیغامونه او رویاګانې ډېرې لږې وې.
2یوه شپه عیلي چې سترګې یې ډېرې کمزورې شوې وې او په سختۍ سره یې لیدلی شول په خپل ځای کې ویده ؤ.
3څراغ لا مړ شوی نه ؤ خو سموئیل د خدای په کور کې ویده ؤ او هلته د خدای د لوظ سپېڅلی صندوق ایښودل شوی ؤ.
4په دغه وخت کې څښتن غږ وکړ: سموئیل ځواب ورکړ:
5هغه عیلي ته ورمنډه کړه او ویې ویل: مګر عیلي ځواب ورکړ: نو هغه لاړ او څملاست.
6څښتن بیا ورباندې غږ وکړ: او سموئیل راپاڅېده، عیلي ته ورغی او ویې ویل: عیلي وویل:
7سموئیل لا تر دې وخته پورې څښتن نه پېژنده یعنې د څښتن پیغام ورته نه ؤ رسېدلی.
8څښتن د دریم ځل دپاره په سموئیل باندې غږ وکړ. سموئیل پاڅېد، عیلي ته ورغی او ویې ویل: نو بیا عیلي پوه شو چې څښتن په هلک باندې غږ کوي.
9نو بیا عیلي سموئیل ته وویل: نو سموئیل لاړ او په خپل ځای کې څملاست.
10څښتن راغی، ودرېد او د مخکې په شان یې غږ وکړ: سموئیل وویل:
11څښتن هغه ته وویل:
12زه به هغه ټولې خبرې چې د عیلي د کورنۍ په ضد مې کړې دي د اول نه تر اخره پورې سرته ورسوم.
13ما پخوا هغه ته ویلي وو چې زه به تر ابده پورې د هغه کورنۍ ته سزا ورکوم په دې خاطر چې زامنو یې زما په ضد کفر ویلی دی. عیلي پوهېده چې هغوی دا کار کوي خو د هغوی مخنیوی یې نه کاوه.
14له دې کبله د عیلي د کورنۍ دپاره مې قسم خوړلی چې د هغه د کورنۍ ګناه به هیڅکله د قربانۍ او یا نذرانو په ورکولو سره لېرې نه شي.>
15سموئیل تر سبا پورې پروت ؤ او بیا هغه پاڅېده او د څښتن د کور دروازې یې خلاصې کړې. هغه ووېرېده چې عیلي ته د خپلې رویا په باره کې ووایي.
16مګر عیلي په هغه باندې غږ وکړ او ویې ویل: سموئیل ځواب ورکړ:
17عیلي پوښتنه وکړه:
18نو سموئیل هغه ته هرڅه وویل، د هغه څخه یې هیڅ شی پټ نه کړ. عیلي وویل:
19سموئیل لوئیده او څښتن د هغه سره ؤ. هرڅه وړاندوینه به یې چې کوله هغه رښتیا کېدله.
20ټول اسراییلیان د دان څخه په شمال کې او تر بئرشبع په جنوب کې په دې پوه شول چې سموئیل په رښتیا سره د څښتن نبي شو.
21څښتن به په شیلوه کې سموئیل ته ځان ښکاره کاوه او خپل پیغام به یې ورته رساوه.