Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
36 verses
1نو حنا دعا وکړه او ویې ویل:
2هیڅوک د څښتن په شانتې پاک نه دينه شته دی بل خدای بې له هغه څخهنه شته بل ساتونکی زمونږ د خدای په شان
3ډېرې د غرور خبرې مه کوئد خپلې خولې نه د غرور خبرې مه راباسئځکه څښتن دی هغه خدای چې په هرڅه پوهیږيهغه د خلکو په کارونو باندې کړي قضاوت
4د زورورو لیندې ماتیږيمګر کمزوري قوي کیږي
5چې وو ماړه د یو مړۍ ډوډۍ دپاره شو مزدورانخو چې وو وږي شو هغوی ماړههغه ښځه چې وه شنډه راوړل اووه یې اولادونهخو شوه کمزورې هغه ښځه چې یې ډېر لرل بچي
6اخلي ژوند څښتن او ورکوي ژوندونکوزوي ګور ته خلک راپورته کوي یې هم
7څوک غریبوي او ځینې نور شتمنوي څښتنځینې ټیټوي او ځینې نور سرلوړوي څښتن
8غریبان پورته کوي د خاورو ځنېمحتاج خلک د بدبختۍ څخه ژغوريهغه دوی د شهزادګانو دوستويخاوندان هغوی د تخت وګرځويځکه چې بنسټ د ځمکې د څښتن دیپه هغې باندې یې ځمکه جوړه کړې
9ژوند ساتي هغه د خپلو وفاداروخو ورکیږي به تیارو کې بدکارانانسان نه بریالی کیږي په خپل زور
10ولاړ به شي د منځه هغه څوک مخالفت چې د څښتن کويد اسمان نه به هغه تندر راوارتوي په هغویکړي څښتن به عدالت په دنیا ټولېورکوي به خپل پادشاه لره قوتبریالی به کړي هغه خپل غوره کړي پادشاه>
11بیا القانه خپل کور ته چې په رامه کې ؤ لاړ، مګر هغه هلک سموئیل په شیلوه کې پاتې شو او د عیلي کاهن تر نظر لاندې یې د څښتن خدمت کاوه.
12-
13د عیلي زامن بدکاره وو، هغوی د څښتن درناوی نه کاوه، مذهبي اصول به یې تر پښو لاندې کول. په هغه وخت کې د قوم سره د کاهنانو داسې رواج ؤ چې کله به چا قرباني کوله څه وخت به چې غوښه لا په دېګۍ کې خوټېدله د کاهن نوکر به د درې غاښي پنجې سره راته.
14هغه به دا پنجه په دېګۍ کې غوټه کوله او هرڅه به چې د پنجې سره راپورته شول هغه به کاهن د خپل ځان دپاره واخیستل. هغوی به د ټولو اسراییلیانو سره چې شیلوه ته راتلل همداسې رویه کوله.
15برسېره پردې حتیٰ مخکې له دې چې دوی به وازګې سوزولې، د کاهن نوکر به راغی او هغوی چې قرباني کوله ورته ویل به یې:
16که قرباني کوونکي به ځواب ورکړ: ، نو د کاهن نوکر به ویل:
17د عیلي د زامنو ګناه د څښتن په نظر کې ډېره لویه وه ځکه چې دوی به هغو قربانیو ته په سپک نظر کتل چې څښتن ته به وړاندې کېدلې.
18مګر سموئیل به د څښتن خدمت کاوه، په داسې حال کې چې هغه وړوکی ماشوم ؤ او مقدس کتاني پېشبند به یې اغوست.
19مور به یې هر کال د هغه دپاره یوه وړه چپنه جوړوله او څه وخت چې به د خپل میړه سره د کلنۍ قربانۍ دپاره تلله هغه به یې سموئیل ته ورکوله.
20عیلي القانه او د هغه ښځې ته برکت ورکاوه او القانه ته به یې ویل: بیا به القانه او حنا خپل کور ته ستنېدل.
21څښتن حنا ته برکت ورکړ او هغې ته یې نور درې زامن او دوه لورګانې ورکړې. په عین حال کې هغه هلک سموئیل د خدای په خدمت کې لوئیده.
22په دې وخت کې عیلي ډېر زوړ شوی ؤ او هرڅه چې د هغه زامنو د اسراییلو سره کول هغه اورېدل او دا یې هم اورېدل چې څنګه هغوی د هغو ښځو سره څملاستل چې د مقدسې خېمې په دروازه کې یې خدمت کاوه.
23نو هغوی ته یې وویل:
24نور بس دی، زما زامنو! هغه څه چې د څښتن د قوم له خوا ستاسو په باره کې اورم ښه خبره نه ده.
25که یو سړی د بل سړي په وړاندې ګناه وکړي نو خدای کولای شي چې د هغه څخه شفاعت وکړي، خو که څوک د څښتن په وړاندې ګناه وکړي نو څوک کولای شي چې د هغه شفاعت وکړي؟> مګر د عیلي زامنو د خپل پلار خبره وانه ورېدله، نو ځکه څښتن وغوښتل چې هغوی ووژني.
26هغه هلک یعنې سموئیل لوئیده او په څښتن او خلکو باندې ګران ؤ.
27نو یو نبي عیلي ته راغی او د څښتن له خوا یې دغه پیغام هغه ته راوړ:
28د اسراییلو د ټولو قبیلو څخه مې هغه غوره کړ چې زما کاهن شي او زما د قربانۍ ځای ته لاړ شي، هلته خوشبویي وسوزوي او زما په مخکې مقدس پېشبند واغوندي. ما هغوی ته دا حق ورکړ ترڅو د هغه قربانیو یوه برخه د ځان دپاره وساتي چې د قربانۍ په ځای کې سوزیږي.
29نو ولې زما د هغه قربانیو او نذرانو بې عزتي کوئ هغه چې زه یې د خپل کور دپاره غواړم؟ ولې خپلو زامنو ته زما څخه زیات عزت ورکوې؟ تاسو زما د قوم اسراییلو د ټولو نذرانو د ډېرو ښو برخو په وسیله خپل ځانونه چاغ کړي دي.
30نو زه د اسراییلو څښتن خدای وایم: ما پخوا وعده کړې وه چې ستاسو کورنۍ او خېلخانه به تل ترتله د کاهنانو په توګه زما خدمت کوي. مګر اوس وایم زه به داسې نور ونه کړم! هرڅوک چې زما عزت وکړي زه به د هغه عزت وکړم او هرڅوک چې زما بې عزتي کوي هغه به بې عزته کړم.
31وګوره! داسې وخت به راشي چې زه به ستا د کورنۍ او ستا د خېل ټول ځوانان مړه کړم ترڅو چې ستا په کورنۍ کې هیڅوک هم د سپین ږیرتوب عمر ته ونه رسیږي.
32ته به پریشانه یې او په بخیلۍ سره به هغه برکتونه ووینې چې زه به یې د اسراییلو نورو خلکو ته ورکړم او ستا په کورنۍ کې به هیڅوک هیڅکله د سپین ږیرتوب عمر ته ونه رسیږي.
33خو که چېرې څوک ستا په اولادې کې ژوندی پاتې شي او د کاهن په توګه هم زما خدمت کوي، په غم او درد کې به ژوند کوي. ستا ټوله نوره اولاده به په تاوتریخوالي باندې مړه شي.
34کله چې ستا زامن حفني او فینحاس دواړه په یوه ورځ باندې مړه شي نو دا به تاته څرګنده شي چې څه چې ما ویلي وو هغه به رښتیا شي.
35زه به داسې یو کاهن د ځان دپاره غوره کړم چې ماته وفادار وي او هغه کارونه سرته ورسوي چې زه یې غواړم. زه به هغه ته اولاده ورکړم او هغه به همېشه زما د غوره شوي پادشاه خدمت کوي.
36ستا هر یو اولاد چې ژوندی پاتې شي هغه به کاهن ته ورځي، د پیسو او ډوډۍ دپاره به هغه ته سر ټیټوي او زارۍ به ورته کوي چې ماته د کاهن توب کار راکړه ترڅو یوه مړۍ ډوډۍ ترلاسه کړم.>