Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
28 verses
1یو سړی چې القانه نومېده او د افرایم د قبیلې څخه ؤ، د افرایم د غرنۍ سیمې په رامه کې اوسېده. پلار یې یروحام او نیکه یې الیهو ؤ. الیهو د توحو زوی او د صوف د کورنۍ څخه ؤ.
2القانه دوه ښځې درلودلې، د یوې نوم حنا او د بلې نوم فنینه ؤ. فنینې اولادونه درلودل خو حنا اولاد نه درلود.
3القانه به هر کال د مطلق قادر څښتن د عبادت او د قربانۍ د ادا کولو دپاره د خپل ښار څخه شیلوه ته تله. د عیلي دوه زامن حفني او فینحاس هلته د څښتن کاهنان وو.
4په کومه ورځ به چې القانه قرباني کوله، نو هغه به د غوښې یوه برخه خپلې ښځې فنینې ته او یوه یوه برخه به یې د هغې ټولو زامنو او لورګانو ته ورکوله.
5څرنګه چې حنا پرې ګرانه وه، که څه هم هغې اولاد نه درلود، خو هغې ته به یې د یوې برخې څخه زیاته غوښه ورکوله.
6د هغې بنې فنینې به هغه ځوروله او سپکوله به یې، ځکه چې څښتن هغه شنډه کړې وه.
7هر کال به داسې کېدل، چې کله به حنا د څښتن کور ته تلله نو د هغې بنې فنینې به هغه دومره خفه کوله تر دې پورې چې هغې به ژړل او هیڅ شی به یې نه خوړل.
8د هغې میړه القانه به له هغې څخه پوښتنه کوله:
9یو ځل کله چې هغوی په شیلوه کې د څښتن په کور کې د خوړلو او څښلو څخه وزګار شول، حنا پاڅېده. په دې وخت کې عیلي کاهن د څښتن د کور په دروازه کې په خپلې چوکۍ باندې ناست ؤ.
10حنا ډېره خفه وه او ډېر سخت یې وژړل او څښتن ته یې دعا وکړه.
11هغې نذر وکړ او ویې ویل:
12حنا د زیات وخت دپاره څښتن ته دعا کوله. عیلي کاهن ورته ځیر شو او ویې لیدل چې د هغې شونډې خوځېدلې.
13هغې په خپل زړه کې دعا کوله، یوازې د هغې شونډې خوځېدلې خو اواز یې نه اورېدل کېده. نو عیلي ګمان کاوه چې هغه نېشه ده.
14او هغې ته یې وویل:
15حنا ځواب ورکړ:
16دا فکر مه کوه چې زه خرابه ښځه یم، زه د ډېر غم او خفګان څخه دلته داسې دعا کوم.>
17عیلي ځواب ورکړ:
18هغې وویل: بیا هغه په خپله لاره روانه شوه، یو څه یې وخوړل او نوره خفه نه وه.
19القانه او د هغه کورنۍ سبا سهار وختي پاڅېدل، د څښتن عبادت یې وکړ او دوی خپل کور ته چې په رامه کې ؤ بېرته ستانه شول. القانه د خپلې ښځې حنا سره څملاست او خدای د هغې دعا قبوله کړه.
20څه موده وروسته حنا امیدواره شوه او زوی یې پیدا شو او په هغه باندې یې سموئیل نوم کېښود. هغې څرګنده کړه:
21هغه وخت بیا راغی چې القانه او د هغه کورنۍ شیلوه ته لاړل چې څښتن ته کلنۍ قرباني او خپل نذر وړاندې کړي.
22حنا لاړه نشوه. هغې خپل میړه ته وویل:
23القانه هغې ته وویل: نو ښځه هلته پاتې شوه او خپل زوی ته یې شیدې ورکولې.
24وروسته له هغې چې هغه د تي څخه بېل کړای شو، هلک لا وړوکی ؤ. هغه یې د ځان سره واخیست او د یو درې کلن غویي، لس کیلوګرامه اوړو او د یو ژي د انګورو د شرابو سره یې د څښتن کور ته چې په شیلوه کې ؤ یووړ.
25کله چې هغوی غویی حلال کړ هلک یې عیلي ته راوست.
26حنا هغه ته وویل:
27ما د همدې ماشوم دپاره دعا کړې وه او څه چې مې د څښتن څخه غوښتی ؤ هغه یې راکړ.
28نو اوس هغه څښتن ته وقفوم، ترڅو چې هغه ژوندی وي هغه به د څښتن وي.>نو هغوی هلته د څښتن عبادت وکړ.