Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
19 verses
1بوعز د غونډې ځای ته چې د ښار د دروازې سره ؤ لاړ او هلته کښېناست. کله چې د الیملک زیات نژدې خپلوان راغی، نو بوعز هغه ته بلنه ورکړه چې راشي او کښېني نو هغه همداسې وکړل.
2بیا بوعز د ښار لسو مشرانو ته بلنه ورکړه چې په هغه ځای کې کښېني او هغوی همداسې وکړل. وروسته له دې چې هغوی کښېناستل،
3بوعز خپل خپلوان ته وویل:
4زه تاته دا ځکه وایم چې ته د هغه د ټولو نه نژدې خپلوان یې او ته دا حق لرې چې دا ملکیت واخلې، که چېرې ته غواړې کولی شې چې دا همدا اوس واخلې. دا لس مشران او دا نور چې دلته ناست دي دا به شاهدان وي. خو که چېرې ته دا ملکیت نه غواړې بیا ماته ووایه، ځکه ستا نه وروسته بیا زه مستحق یم.>دې سړي په ځواب کې وویل:
5بوعز وویل:
6سړي په ځواب کې وویل:
7په هغو ورځو کې که چېرې چا د خپل ملکیت حق بل چاته سپاره، خپله څپلۍ به یې د تصدیق په ډول ورکوله.
8نو وروسته له دې چې سړي موافقه وکړه چې بوعز پرېږدي چې دا ملکیت واخلي، هغه خپله څپلۍ وویستله او بوعز ته یې ورکړه.
9نو بیا بوعز مشرانو او نورو حاضرو کسانو ته وویل:
10برسېره پردې تاسو د دې خبرې شاهدان یاستئ چې زه به روت سره چې د محلون کونډه ده واده وکړم. په دې توګه به دا ملکیت د محلون د کورنۍ په نوم وساتل شي او د هغه نوم به په خپلو خلکو او خپل ښار کې په یاد پاتې شي.>
11د ښار مشرانو او نورو خلکو چې هلته وو، وویل:
12د دې ځوانې ښځې څخه چې ستا اولادونه پیدا شي، هغوی دې ستا کورنۍ د فارص د کورنۍ په څېر مشهوره کړي چې د تامار او یهودا زوی ؤ.>
13نو بوعز روت خپل کور ته د خپلې مېرمنې په توګه بوتله. څښتن هغې ته برکت ورکړ، هغه اومیدواره شوه او زوی یې پیدا شو.
14د هغه له زېږېدو څخه وروسته، ښځو نعومي ته وویل:
15ته خپلې نږور ته ګرانه یې او تا سره یې د اووه زامنو څخه ډېر ښه کړي دي. اوس یې تاته لمسی هم درکړ څوک به چې تاته نوی ژوند راوړي او هغه به ستا په آخر عمر کې ستا ساتنه کوي.>
16نعومي ماشوم واخیست، په غېږ کې یې ونیو او د هغه ساتنه یې وکړه.
17ګاونډیو ښځو د هغه نوم عوبید کېښود او ویل به یې چې د نعومي هلک پیدا شوی دی.کله چې عوبید لوی شو د هغه یو زوی پیدا شو چې یسي نومېده او یسي بیا وروسته د داود پلار شو.
18-
22دا د فارص څخه نیولې تر داود پورې د هغوی شجره ده: حصرون د فارص زوی ؤ، رام د حصرون زوی ؤ، عمیناداب د رام زوی ؤ، نحسون د عمیناداب زوی ؤ، سلمون د نحسون زوی ؤ، بوعز د سلمون زوی ؤ، عوبید د بوعز زوی ؤ، یسي د عوبید زوی ؤ او داود د یسي زوی ؤ.