Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1څه موده وروسته نعومي روت ته وویل:
2ته پوهېږې چې بوعز زمونږ خپلوان دی او تا وږي د هغو ښځو سره راټول کړي څوک چې د هغه دپاره کار کوي. ګوره، نن شپه به هغه په درمند باندې اوربشې بادوي.
3اوس ولامبه او لږ عطر په ځان واچوه، بیا خپلې ښې جامې واغونده او درمند ته لاړه شه. خو ترڅو پورې چې هغه د خوراک او څښاک څخه وزګار نه وي، خپل ځان مه ورښکاره کوه.
4وګوره چې هغه چېرته څملي، بیا کله چې هغه ویده شي، پښې یې لوڅې کړه او د هغه پښو سره پرېوزه. بیا به هغه تاته ووایي چې څه وکړه.>
5روت په ځواب کې وویل:
6نو روت درمند ته لاړه او هماغسې یې وکړل څرنګه چې خواښې یې ورته ویلي وو.
7وروسته له خوړلو او څښلو نه بوعز د خوشالۍ احساس کاوه، هغه لاړ او د غلو دانو د ډېرۍ تر څنګ ویده شو. روت غلې غلې ورنژدې شوه، هغې د بوعز پښې لوڅې کړې او د هغه پښو سره پرېوته.
8د نیمې شپې په شاوخوا کې، بوعز ناڅاپه راویښ شو او ډېر حیران شو چې خپلو پښو سره یې ښځه ولیده.
9هغه پوښتنه وکړه: هغې په ځواب کې وویل:
10بوعز په ځواب کې وویل:
11اوس فکر مه کوه، زه به همداسې وکړم څنګه چې ته غواړې. په ښار کې ټول ستا درناوی کوي.
12دا رښتیا ده چې زه ستا نژدې خپلوان یم چې باید درباندې پام وکړم. خو بل څوک هم شته چې هغه ستا ډېر نژدې خپلوان دی.
13تر سهار کېدو پورې دلته پاتې شه، بیا به زه ځان پوه کړم که چېرې هغه راضي شي چې ستا مسئولیت په غاړه اخلي او که نه. که هغه راضي نه شو، نو زه په ژوندي خدای قسم خورم چې زه به په خپله ستا مسئولیت په غاړه واخلم. اوس څمله تر سهار پورې پاتې شه.>
14روت بیا پرېوته، خو هغه د رڼا کېدو نه مخکې راویښه شوه، ځکه بوعز نه غوښتل چې بل څوک پوه شي چې روت هلته وه.
15بیا بوعز ورته وویل: او هغه پکښې تقریباً شل کیلوګرامه غلې دانې ورواچولې او د هغې په اوږه باندې یې کېښودله.روت بېرته ښار ته راغله
16او چې کله کور ته راورسېده نو خواښې ورڅخه پوښتنه وکړه چې روت ورته ټول هغه څه وویل چې بوعز د هغې دپاره کړي وو.
17هغې زیاته کړه:
18نعومي روت ته وویل: