Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
28 verses
1امصیا د پنځه ویشت کلنۍ په عمر پاچا شو او په اورشلیم کې یې نهه ویشت کاله پاچاهي وکړه. د هغه مور یهوعدان نومېدله چې د اورشلیم څخه وه.
2هغه داسې کارونه کول چې د څښتن په نظر کې ښه وو، خو د زړه له کومي یې نه کول.
3څنګه چې امصیا د یهودا واک تر لاسه کړ، نو هغه درباریان چې پاچا یعنې د ده پلار یې په قتل رسولی ؤ، ویې وژل.
4خو د هغو قاتلانو اولادونه یې ونه وژل. دا ځکه چې هغه په دې اړه د هغه شریعت پیروي وکړه چې د موسی د تورات په کتاب کې دی. لکه څنګه چې څښتن حکم کړی ؤ: «پلرونه دې د هغو جرمونو په خاطر نه وژل کیږي چې د هغوی اولادونو کړي وي او اولادونه دې د هغو جرمونو په خاطر نه وژل کیږي چې د هغوی پلرونو کړي وي. هرڅوک دې یوازې د هغو جرمونو دپاره ووژل شي چې هغوی په خپله کړي وي.»
5امصیا پاچا د یهودا او د بنیامین د قبیلو ټول سړي په پوځي ډلو کې د هغو د طایفو له مخې چې دوی ورپورې تړاو درلود، تنظیم کړل او قوماندانان یې د زرو او سلو تنو لرونکو ډلو په سر کې ځای په ځای کړل. په دې کې د شلو کالو او د هغې څخه د زیات عمر لرونکي سړي موجود وو چې ټول درې سوه زره کسان وو. هغوی غوره شوي عسکر وو چې د جګړې دپاره تیار وو او د نېزو او سپرونو د کارولو مهارت یې درلود.
6برسېره پر دې هغه سل زره زړور عسکر د اسراییلو څخه د شاوخوا درې زره او څلور سوه کیلوګرامه سپینو زرو په بیه اجیر ونیول.
7خو یو نبي پاچا ته ورغی او ورته ویې ویل: «دا د اسراییلو عسکر مه پرېږده چې ستا سره لاړ شي، ځکه چې څښتن د شمال د پاچاهۍ د خلکو سره مل نه دی.
8ته به دا فکر کوې چې هغوی به تاته په جګړه کې قوت درکړي، خو خدای دا قدرت لري چې چاته بری یا ماتې ورکړي او هغه به ستا دښمنان پرېږدي چې تاته ماتې درکړي.»
9امصیا د نبي څخه پوښتنه وکړه: «خو هغه ټول سپین زر به څنګه کیږي چې ما د اسراییلو عسکرو ته ورکړي دي؟»نبي په ځواب کې وویل: «څښتن بېرته د هغه څخه ډېر درکولای شي!»
10نو امصیا اجیر اسراییلي عسکر بېرته خپل وطن ته رخصت کړل. په دې خاطر هغوی د یهودا په خلکو ډېر په قهر شول او په ډېر قهر سره خپلو کورونو ته ستانه شول.
11امصیا بېرته خپل همت تر لاسه کړ او خپل لښکر یې د مالګې درې ته بوتلو. هغوی هلته وجنګېدل او لس زره ادومي عسکر یې ووژل.
12هغوی نور لس زره تنه عسکر ونیول او د ګړنګ سر ته یې وخېژول. بیا یې د هغه ځای نه راوغورځول او ټول لاندې په ګټونو باندې ټوټې ټوټې شول.
13په دې ترڅ کې هغو اسراییلي عسکرو ته چې امصیا اجازه نه وه ورکړې چې د هغه سره جګړې ته لاړ شي، د یهودا په ښارونو باندې چې د سامریې او د بیت حورون ترمنځ وو حمله وکړه، درې زره کسان یې ووژل او په زیاته اندازه غنیمت یې ونیوه.
14کله چې امصیا ادومیانو ته د ماتې ورکولو څخه راستون شو، د هغوی بتان یې د خپل ځان سره راوړل. هغه یې د خپلو بتانو په شان ودرول، د هغو عبادت یې وکړ او قربانۍ یې ورته وسوځولې.
15په دې خبره څښتن په قهر شو، نو هغه امصیا ته یو نبي ورولېږه. نبي پوښتنه وکړه: «ولې دې د پردیو خدایانو عبادت وکړ چې حتی خپل خلک یې هم ستا له لاسه ونه شو ژغورلی؟»
16امصیا د هغه خبره ونیوله او ویې ویل: «چاته د پاچا مشاور کړې یې؟ چوپ شه که نه، نو وبه دې وژنم!»نبي غلی شو، خو دا خبره یې وکړه: «اوس زه پوهېږم چې خدای ستا د تباه کولو پرېکړه کړې ده، ځکه چې تا دا ټول کارونه کړي دي او زما مشورې ته دې پام نه دی کړی.»
17امصیا د یهودا پاچا د خپلو مشاورانو سره خبرې وکړې، بیا یې د اسراییلو پاچا د ییهو لمسي او د یهواخاز زوی یهواش ته داسې پیغام ورولېږه: «راوځه او په جګړه کې زما سره مخامخ شه!»
18خو یهوآش بېرته دا ځواب ورولېږه: «یوځل په لبنان کې د اغزیو یو بوټي د سبر یوې ونې ته پیغام ورولېږه: ستا لور باید زما د زوی سره واده وکړي. خو یو وحشي ځناور راغی او هغه بوټی یې تر پښو لاندې کړ.
19امصیا، ته اوس لاپې وهې چې تا ادومیانو ته ماتې ورکړې ده، خو زه تاته دا مشوره درکوم چې په کور کې پاتې شه. که کومه ستونزه دې رامنځته کړه، ته او ستا د یهودا پاچاهي به له منځه لاړه شي.»
20خو امصیا ورته غوږ ونه نیوه. دا د خدای رضا وه چې امصیا او د هغه عسکر د دښمن لاس ته ولویږي، ځکه چې هغوی د ادومي بتانو عبادت کړی ؤ.
21نو د اسراییلو پاچا یهوآش د یهودا د پاچا امصیا په ضد جګړې ته لاړ. هغوی د یهودا په بیت شمس کې سره مخامخ شول،
22او د یهودا لښکرو ماتې وخوړله. د یهودا ټول عسکر بېرته خپلو کورونو ته وتښتېدل.
23یهواش، د یوآش زوی او د اخزیا لمسی امصیا، ونیوه او اورشلیم ته یې بوتلو. هلته یې د ښار دېوال د افرایم د دروازې څخه نیولې د کنج تر دروازې پورې وران کړ. د دېوال برخه نژدې دوه سوه متره اوږده وه.
24هغه د څښتن د کور ټول سره او سپین زر د غنیمت په توګه سامریې ته یووړل، همدارنګه هغه سامان یې هم یووړ چې د عوبید ادوم اولادې یې ساتنه کوله او د ماڼۍ خزانې یې هم یوړې. ځینې خلک یې یرغمل ونیول او بیا سامریې ته راستون شو.
25د یهواش د مړینې څخه وروسته امصیا پنځلس کاله ژوند وکړ.
26امصیا چې د خپلې پاچاهۍ د پیل نه تر پایه پورې نور څه کړي دي، هغه د اسراییلو او د یهودا د پاچاهانو په تاریخ کې لیکل شوي دي.
27د هغه وخت راهیسې چې هغه د څښتن څخه مخ اړولی دی، په اورشلیم کې د امصیا د وژلو دپاره دسیسه جوړه شوه، نو هغه د لاکیش ښار ته وتښتېده. خو دښمنانو یې امصیا پسې نور خلک ورولېږل او هغه یې هلته وواژه.
28د هغه مړی په اس باندې بېرته اورشلیم ته یووړل شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو.