Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
27 verses
1یوآش اووه کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او په اورشلیم کې یې څلوېښت کاله پاچاهي وکړه. د هغه مور زبیه د بیرشبع د ښار څخه وه.
2ترڅو پورې چې یهویاداع ژوندی ؤ، یوآش هغه کارونه کول چې څښتن ورباندې خوشحالېده.
3یهویاداع د یوآش پاچا دپاره دوه ښځې خوښې کړې، بیا یوآش د هغوی څخه د څو زامنو او لوڼو خاوند شو.
4کله چې د یوآش د پاچاهۍ یو څه موده تېره شوه، هغه پرېکړه وکړه چې د څښتن کور بېرته جوړ کړي.
5هغه کاهنانو او لاویانو ته حکم وکړ: «د یهودا ښارونو ته لاړ شئ او زر تر زره د خپل خدای د کور د کلنۍ رغونې دپاره د ټولو اسراییلیانو څخه پیسې راټولې کړئ.» خو لاویانو ځنډ وکړ،
6نو وروسته پاچا مشر کاهن یهویاداع خپل حضور ته راوغوښت او ورته ویې ویل: «تا ولې لاویان د هغې مالیې د راټولولو دپاره چې د خدای خدمتګار موسی په اسراییلیانو باندې ایښې وه، نه دي لېږلي، ترڅو هغه د یهودا او د اورشلیم څخه راټوله کړي او سپېڅلې خېمې ته یې راوړي؟»
7(د هغې بدکارې ښځې یعنې د عتلیا پیروان د خدای کور ته ننوتي وو او د ټولو سپېڅلو شیانو څخه یې د بعل په عبادت کې کار اخیست.)
8د پاچا د حکم سره سم یو صندوق جوړ شو او هغه یې د څښتن د کور د دروازې دباندې کېښود.
9هغوی د اورشلیم او د یهودا ټولو خلکو ته پیغام ولېږه چې څښتن ته هغه مالیه راوړي چې موسی د څښتن خدمتګار د اسراییلو په خلکو باندې په دښته کې ټاکلې وه.
10خلکو او د هغوی مشرانو چې دا خبره واورېدله، نو خوشحاله شول او هغوی د خپلې مالیې پیسې راوړې او صندوق یې ورڅخه ډک کړ.
11لاویانو به په منظم ډول صندوق د پاچا درباریانو ته وروړ. هرکله به چې هغه ډکېده، شاهي منشي او د لوی کاهن استازي به پیسې ورڅخه راویستلې او صندوق به یې بېرته په خپل ځای کې کېښود. دا کار به هره ورځ کېده او په دې ډول هغوی ډېرې پیسې راټولې کړې.
12یوآش او یهویاداع به پیسې هغو سړیو ته ورکولې چې د څښتن د کور د رغونې څارنه یې کوله. هغه پیسې به یې د ګلکارانو، نجارانو، اهنګرانو او د مسګرانو په نیولو کې لګولې.
13هغوی ټولو ډېر سخت کار وکړ او د خدای کور یې بېرته خپل اصلي حالت ته راوست او هغه یې قوي جوړ کړ.
14کله چې د بیا رغولو کار پای ته ورسېده، پاتې سره او سپین زر پاچا او یهویاداع ته ورکړل شول. هغوی د هغو څخه د څښتن د کور دپاره د کاسو او نورو لوښو په جوړولو کې کار واخیست، یعنې د هغه د سوځېدونکو نذرانو او د نورو کارونو دپاره.ترڅو پورې چې یهویاداع ژوندی ؤ، د څښتن په کور کې سوځېدونکې نذرانې په منظم ډول وړاندې کېدلې.
15یهویاداع د زوړوالي عمر ته ورسېده او په یوسلو دېرش کلنۍ کې مړ شو.
16هغه د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو، ځکه چې هغه د اسراییلو د قوم، د خدای او د خدای د کور دپاره ښه کارونه کړي وو.
17وروسته له دې چې یهویاداع مړ شو، د یهودا مشران راغلل او پاچا ته یې د درناوي په خاطر خپل سرونه ټیټ کړل. هغوی پاچا راضي کړ چې د هغوی خبرو ته غوږ ونیسي.
18نو خلکو د څښتن یعنې د هغوی د نیکونو د خدای په کور کې عبادت کول بس کړل او د اشیره او د نورو بتانو عبادت یې پیل کړ. د هغوی د دغه ګناه په سبب د څښتن قهر په یهودا او په اورشلیم باندې نازل شو.
19څښتن هغوی ته د خبرداري ورکولو دپاره نبیان ورولېږل چې بېرته هغه ته رجوع وکړي، خو خلکو ورته غوږ ونه نیوه.
20بیا د څښتن روح د یهویاداع کاهن په زوی یعنې په زکریا باندې نازل شو. هغه په داسې ځای کې ودرېده چې خلکو ته ښکاره کېده او غږ یې وکړ: «څښتن خدای پوښتنه کوي: ‹ولې تاسو زما د امرونو څخه سرغړونه کړې ده او په ځان باندې افت راولئ؟ د دې په خاطر چې تاسو زما څخه مخ اړولی، ما هم ستاسو څخه مخ اړولی دی.›»
21یوآش پاچا د زکریا په خلاف په دسیسه کې ملګری شو او خلکو د پاچا په حکم زکریا د څښتن د کور په حوېلۍ کې سنګسار کړ.
22پاچا هغه د وفادارۍ خدمتونه هېر کړل چې د زکریا پلار یهویاداع د هغه دپاره کړي وو او هغه زکریا وواژه. زکریا د ځنکدن په وخت کې غږ وکړ: «څښتن دې ستا دا اعمال وویني او ستا نه دې زما بدل واخلي!»
23د هماغه کال په اخر کې د سوریې لښکرو په یهودا او په اورشلیم باندې حمله وکړه، د قوم ټول مشران یې ووژل او ټول غنیمت یې خپل پاچا ته چې په دمشق کې ؤ، ولېږه.
24د سوریې لښکر کوچنی ؤ، خو څښتن هغوی پرېښودل چې د یهودا یو ډېر لوی لښکر ته ماتې ورکړي، ځکه چې خلکو د خپلو نیکونو د څښتن خدای څخه مخ اړولی ؤ. په دې ډول یوآش پاچا ته سزا ورکړل شوه.
25هغه ډېر سخت زخمي شو او کله چې دښمنان لاړل، د هغه دوو درباریانو هغه ته دسیسه جوړه کړه. هغه یې په خپله بستره کې وواژه او د یهویاداع کاهن د زوی د قتل بدل یې ورڅخه واخیست. هغه د داود په ښار کې ښخ شو، خو په شاهي هدیره کې ښخ نه شو.
26(هغه کسانو چې د هغه په ضد یې دسیسه جوړه کړه، زاباد د شمعت عمونۍ زوی او یهوزاباد د شمریت موآبۍ زوی ؤ.)
27د یوآش د زامنو کیسې، هغه پېشګویۍ چې د هغه په ضد شوې دي او هغه څنګه د خدای کور بیا جوړ کړ، دا ټول د پاچاهانو د کتاب په تفسیر کې لیکل شوي دي. د هغه زوی امصیا د هغه په ځای پاچا شو.