Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1د شپږ کالو انتظار څخه وروسته یهویاداع کاهن پرېکړه وکړه چې اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې یو کار وشي. هغه د دغو پنځو عسکري منصبدارانو سره تړون وکړ: د یروحام زوی عزریا، د یهوحانان زوی اسماعیل، د عوبید زوی عزریا، د عدایا زوی معسیا او د زکري زوی الیشافاط.
2هغوی د یهودا ټولو ښارونو ته سفر وکړ او ټول لاویان او د اسراییلو د طایفو مشران یې اورشلیم ته راغونډ کړل.
3هغوی ټول د خدای په کور کې سره راغونډ شول او هلته یې د یوآش یعنې د پاچا د زوی سره یو لوظ وکړ. یهویاداع هغوی ته وویل: «دا د پاچا زوی دی. لکه څنګه چې څښتن وعده کړې ده چې د داود اولاده به پاچاهان وي، نو هغه باید پاچا شي.
4مونږ به داسې وکړو: د کاهنانو او د لاویانو درې ډلې به د سبت په ورځ په خپله وظیفه کې موجودې وي. یوه ډله به د خدای د کور د دروازو ساتنه کوي
5او بله ډله به د شاهي ماڼۍ ساتنه کوي او پاتې نور به په هغه دروازه کې چې د بنیاد په نوم یادیږي، ودرول شي. نور ټول خلک به د څښتن د کور په حوېلۍ کې سره راغونډ شي.
6پرته له کاهنانو او لاویانو چې په دنده کې دي، هېڅوک دې د څښتن کور ته نه ننوځي. پورته نومول شوي کاهنان او لاویان کولای شي چې ورننوځي، ځکه چې هغوی پاک شوي دي، خو پاتې خلک باید د څښتن د لارښوونو اطاعت وکړي او دباندې پاتې شي.
7لاویان دې په داسې حال کې د پاچا په شاوخوا کې پهره وکړي چې خپلې تورې یې راویستلې وي او هر چېرته چې پاچا ځي، هغوی دې ورسره وي. هرڅوک چې د څښتن کور ته د ننوتلو هڅه وکړي، هغه دې ووژل شي.»
8لاویانو او د یهودا خلکو د یهویاداع کاهن د حکمونو څخه پیروي وکړه. قوماندانان په درېو ډلو کې د خپلو ټولو ساتونکو سره حاضر شول، هغو کسانو چې د سبت په ورځ یې وظیفه لرله او هغوی چې په همدې ورځ رخصتېدل، ځکه یهویاداع هغوی ته اجازه ورنه کړه چې خپلو کورونو ته لاړ شي.
9یهویاداع هغه نېزې او سپرونه قوماندانانو ته ورکړل چې د داود پاچا وو او د خدای په کور کې ساتل شوي وو.
10بیا هغه د خدای د کور د جنوبي خوا څخه نیولې تر شمالي خوا پورې د پاچا د ساتلو دپاره ټول خلک په وسلو سمبال او د خدای د کور او قربانۍ د ځای شاوخوا ته یې ځای په ځای کړل.
11یهویاداع او د هغه زامنو یوآش دباندې راوویست، د هغه په سر یې تاج کېښود او د پاچاهۍ د قانون یو نقل یې ورته ورکړه. د هغه په سر باندې یې د زیتونو تېل واچول چې دا وښایي چې هغه اوس پاچا شو، په هغه وخت کې خلکو چیغې ووهلې: «ژوندی دې وي پاچا!»
12عتلیا د خلکو د منډو او د پاچا دپاره د ستاینې اوازونه واورېدل، نو هغه د څښتن کور ته چې خلک په کې راغونډ شوي وو، ورغله.
13هغې هلته د څښتن د کور په دروازه کې نوی پاچا ولید چې د پاچاهانو ځانګړې ستنې سره ولاړ وو او قوماندانان او سرني غږوونکي د هغه په خوا کې ولاړ وو. ټولو خلکو خوشحالي کوله او سرني یې غږول او د څښتن د کور موسیقي غږوونکو چې خپلې د موسیقۍ آلې ورسره وې د جشن مشري کوله. عتلیا د ډېر قهر نه خپل کالي وشلول او چیغې یې ووهلې: «خیانت! خیانت!»
14یهویاداع نه غوښتل چې عتلیا د څښتن په کور کې ووژله شي، نو هغه د لښکرو قوماندانان راوغوښتل او ویې ویل: «عتلیا د لښکرو د قطارونو څخه دباندې وباسئ او هر هغه څوک چې د هغې د ژغورلو هڅه وکړي هغه ووژنئ.»
15نو قوماندانانو عتلیا هغې دروازې ته راوویستله چې اسونه به په کې ماڼۍ ته ورننوتل او هلته یې ووژله.
16یهویاداع کاهن د ځان، د ټولو خلکو او د یوآش پاچا په منځ کې لوظ وکړ چې دوی به د څښتن خدمتګاران وي.
17بیا ټول خلک د بعل بتخانې ته ورغلل او هغه یې راوغورځوله. هغوی د قربانۍ ځایونه او بتان ټوټې ټوټې کړل او متان چې د بعل کاهن ؤ هغه یې د قربانۍ ځایونو مخې ته وواژه.
18یهویاداع کاهنان او لاویان د څښتن د کور د کار مسؤولان وټاکل. هغوی به هغه وظیفې سرته رسولې چې د داود پاچا له خوا ورته سپارل شوې وې او هغه قربانۍ به یې سوځولې چې څښتن ته د موسی د شریعت له مخې وړاندې کېدلې. هغوی د موسیقۍ او د جشنونو مسؤولان هم وو.
19یهویاداع د څښتن د کور په دروازو کې ساتونکو ته وظیفه ورکړه چې ناپاکه خلکو ته د ننوتلو اجازه ورنه کړي.
20په اخر کې یهویاداع ټول قوماندانان، د یهودا ډېر مهم ښاریان او حکومتي مامورین راوغوښتل. څنګه چې هغوی یوآش د څښتن د کور څخه د پورتنۍ دروازې په لار ماڼۍ ته روان کړ، د خلکو ګڼه ګوڼه هغوی پسې روانه شوه او هلته یې هغه د یهودا د پاچا په توګه په تخت کښېناوه.
21نو ټولو خلکو خوشحالي کوله او په ښار کې کراره کراري وه، ځکه چې عتلیا وژل شوې وه.