Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
12 verses
1ځینو عربانو د یرغلګرو مشري وکړه او حمله یې وکړه او پرته له اخزیا چې کشر ؤ د یهورام ټول زامن یې ووژل. نو بیا د اورشلیم خلکو اخزیا د هغه د پلار څخه وروسته پاچا کړ.
2-
3اخزیا د دوه ویشت کالو په عمر ؤ چې پاچا شو او یو کال یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. اخزیا هم د اخاب د کورنۍ په لاره روان شو، ځکه چې د هغه مور عتلیا چې د اسراییلو د پاچا عمري لمسۍ وه، هغه ته داسې مشورې ورکولې او هغه یې بدو کارونو ته هڅاوه.
4هغه داسې کارونه وکړل چې د څښتن په نظر کې بد وو، ځکه چې د هغه د پلار د مړینې څخه وروسته د اخاب پاچا د کورنۍ نور غړي د هغه مشاوران شول او د هغه د رانسکورېدلو سبب شول.
5اخزیا د هغوی مشوره ومنله او د اسراییلو د پاچا یورام سره لاړ چې د جلعاد په راموت کې په حزاییل پاچا او د سوریې په لښکرو باندې حمله وکړي. په دې جګړه کې د سوریې عسکرو یورام ټپي کړ،
6نو هغه د یزرعیل ښار ته راستون شو چې زخمونه یې روغ شي. اخزیا د هغه د لیدلو دپاره هلته ورغی.
7خدای دا لیدنه کتنه د اخزیا د نسکورېدو سبب وګرځوله. کله چې اخزیا ورسېده، هغه د یورام سره د ییهو د نمشي زوی د لیدلو دپاره ووت. (ییهو هماغه سړی ؤ چې څښتن د اخاب د شاهي کورنۍ له منځه وړلو دپاره غوره کړی ؤ.)
8څنګه چې ییهو د خدای پرېکړه د اخاب په شاهي کورنۍ باندې عملي کوله، هغه د یوې ډلې سره مخامخ شو چې د یهودا مشران او د اخزیا ورېرونه په کې وو چې د اخزیا سره د هغه د خدمت دپاره تللي وو. ییهو هغه ټول ووژل.
9وروسته بیا اخزیا ولټول شو او په سامره کې وموندل شو چېرته چې هغه پټ ؤ. هغه یې ییهو ته وروست او هغوی اخزیا وواژه. خو هغه یې د هغه د نیکه یعنې د یهوشافاط د درنښت په خاطر چې د زړه له کومي یې د څښتن خدمت کړی ؤ، ښخ کړ. په دې ډول د اخزیا د کورنۍ هېڅ غړی پاتې نه شو چې د یهودا پاچا شي.
10څنګه چې عتلیا واورېدل چې د هغې زوی اخزیا پاچا وژل شوی دی، نو هغې پرېکړه وکړه چې د یهودا د شاهي کورنۍ ټول غړي دې ووژل شي.
11اخزیا یوه ناسکه خور درلودله چې یهوشبع نومېدله، هغه د یهویاداع نومې یو کاهن ښځه وه. هغې په پټه د اخزیا یو زوی چې یوآش نومېده وژغوره. هغه یې په غلا د نورو شاهزادګانو له منځه چې قتل کېدلو ته نژدې وو، یووړ او د هغه د دایې سره یې د خدای د کور د خوب په یوه کوټه کې پټ کړ. په دې ډول د هغه د قتل څخه چې د عتلیا په لاس کېدونکی ؤ، مخنیوی وشو.
12یوآش د هغوی سره د خدای په کور کې د شپږو کالو دپاره چې ملکې عتلیا په یهودا کې پاچاهي کوله، پټ پاتې شو.