Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
20 verses
1یهوشافاط مړ شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. د یهوشافاط زوی یهورام د هغه په ځای پاچا شو.
2یهوشافاط اووه زامن درلودل چې دا یې نومونه وو: یهورام، عزریا، یحییل، زکریا، عزریاهو، میکاییل او شفطیا.
3د هغوی پلار هغوی ته ډېر زیات سوغاتونه یعنې سره زر، سپین زر او نور قیمتي شیان ورکړي وو او هغوی یې د یهودا د قوي شویو ښارونو مسؤولان ټاکلي وو. خو پاچاهي یې یهورام ته ورکړې وه، ځکه چې هغه یې مشر زوی ؤ.
4کله چې یهورام په پوره توګه د پاچاهۍ واک تر لاسه کړ، هغه خپل ټول ورونه او د اسراییلو ځینې مامورین ووژل.
5یهورام د دوه دېرشو کالو په عمر ؤ چې پاچا شو او اته کاله یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه.
6یهورام لکه د اخاب د کورنۍ په شان د اسراییلو د پاچاهانو لاره غوره کړه. د اخاب لور د یهورام ښځه وه او هغه د څښتن په وړاندې ګناه وکړه،
7خو څښتن نه غوښتل چې د داود شاهي کورنۍ له منځه یوسي، ځکه چې څښتن د داود سره لوظ کړی ؤ او وعده یې کړې وه چې د هغه اولاده به تل په یهودا باندې پاچاهي کوي.
8د یهورام په پاچاهۍ کې د ادوم خلک یاغي شول او د ځان دپاره یې خپل پاچا وټاکه.
9نو یهورام او د هغه منصبداران د خپلو جنګي ګاډیو سره روان شول او په ادوم باندې یې یرغل وکړ. هلته د ادومیانو لښکرو هغوی کلابند کړل، خو هغوی وکولای شول چې د شپې په تیاره کې له کلابندۍ څخه ووځي.
10یهودا هېڅکله ونه شو کولای چې په ادوم باندې خپله واکمني بېرته تر لاسه کړي. حتی د لبنه ښاریان هم په هغه وخت کې یاغي شول. دا ځکه وشول چې یهورام د خپلو نیکونو د څښتن خدای څخه مخ اړولی ؤ.
11یهورام حتی د یهودا په غونډیو کې سیمه ییز عبادتځایونه هم جوړ کړل او د پردیو خدایانو په عبادت کولو سره یې د یهودا او د اورشلیم خلک بې لارې کړل.
12ایلیا نبي یهورام ته یو لیک واستاوه چې داسې یې په کې لیکلي وو: «څښتن ستا د نیکه داود خدای داسې وایي: ته د خپل پلار یهوشافاط پاچا یا د خپل نیکه اسا پاچا په لاره روان نه شوې.
13د هغې په ځای د اسراییلو د پاچاهانو په لاره روان شوې او د یهودا او د اورشلیم خلک دې وهڅول چې د بتانو عبادت وکړي، لکه څنګه چې اخاب او د هغه شاهي کورنۍ د اسراییلو د بې وفایۍ سبب ګرځېدلي وو. تا حتی خپل ورونه هم ووژل چې ستا څخه ښه خلک وو.
14په دې خاطر به څښتن ستا په خلکو، ښځو، ماشومانو او ټولو شتمنیو باندې بده وبا راولي.
15په خپله ته به د کولمو په یوې داسې سختې ناروغۍ اخته شې چې ورځ په ورځ زیاتیږي، تر هغې چې کولمې به دې راووځي.»
16څښتن د یهورام په ضد د فلسطینیانو او د عربانو چې ایتوپیایانو ته نژدې اوسېدل، کینه راوپاروله.
17هغوی په یهودا باندې حمله وکړه، شاهي ماڼۍ یې لوټ کړه او پرته له اخزیا چې د هغه کشر زوی ؤ هغوی د پاچا ټولې ښځې او زامن د اسیرانو په توګه بوتلل.
18بیا وروسته له هغې څښتن یهورام پاچا د کولمو په یوې نه جوړېدونکې ناروغۍ اخته کړ.
19د وخت په تېرېدو سره د دوهم کال په اخر کې د ناروغۍ له امله د هغه کولمې راووتلې او هغه په رنځ او عذاب کې مړ ش��. د هغه خلکو د هغه په ویاړ اور بل نه کړ لکه څنګه چې د هغه د نیکونو دپاره بل شوی ؤ.
20یهورام د دوه دېرش کلنۍ په عمر پاچا شوی ؤ او په اورشلیم کې یې اته کاله پاچاهي وکړه. د هغه په مړینې هېڅوک خواشینی نه شو. هغوی هغه د داود په ښار کې ښخ کړ، خو په شاهي هدیره کې ښخنه کړ.