Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
37 verses
1څه موده وروسته د موآب او د عمون لښکرو د معونیانو سره لاس یو کړ او د یهوشافاط په وړاندې جګړې ته لاړل.
2څو کسان راغلل او یهوشافاط ته یې وویل: «د ادوم له خوا یو ډېر لوی لښکر د آرام د دریاب له ختیځ څخه راغلی دی چې زمونږ په هېواد باندې حمله وکړي. هغوی لا مخکې حززون تامار (عین جدي) ته رسېدلي دي.»
3یهوشافاط ووېرېده، نو هغه اراده وکړه چې د څښتن څخه لارښوونه وغواړي. بیا هغه حکم وکړ چې په ټوله یهودیه کې دې روژه ونیول شي.
4د یهودا د هر ښار څخه خلک اورشلیم ته راغلل، د دې دپاره چې د څښتن څخه مرسته وغواړي.
5وروسته له دې چې د یهودیې او د اورشلیم ټول خلک د څښتن په کور کې راغونډ شول، یهوشافاط د نوې حوېلۍ مخې ته ودرېده
6او دعا یې وکړه: «ای زمونږ د نیکونو څښتن خدایه! ته د اسمان څخه د نړۍ په هر قوم باندې پاچاهي کوې. ته دومره قوي او زورور یې چې هېڅوک نه شي کولای ستا په وړاندې ودریږي.
7ای زمونږ خدایه! کله چې ستا قوم اسراییلو دې وطن ته کډه وکړه، تا د دې ځای اوسېدونکي وشړل او دا ځمکه دې د خپل دوست یعنې د ابراهیم اولادې ته ورکړه چې د تل دپاره د هغوی شي.
8زمونږ نیکونه په دې ځمکه کې اوسېدل او ستا د نوم او عزت دپاره یې کور جوړ کړ.
9هغوی پوهېدل چې هرکله په دې خاوره باندې کومه بلا، یعنې جګړه، وبا یا قحطي راشي، بیا هغوی کولای شي چې راشي او ستا په حضور کې د دې کور مخې ته چې ستا په نوم یادیږي، ودریږي. هغوی کولای شي د تکلیف په وخت کې تاته دعا او زارۍ وکړي او ته به د هغوی دعا واورې او هغوی به وژغورې.
10ته ګورې چې د عمون، موآب او ادوم لښکر په مونږ باندې د حملې دپاره راغلي دي. کله چې زمونږ نیکونه د مصر نه راووتل، تا هغوی ته اجازه ورنه کړه چې د هغوی خاورې ته ورننوځي. نو زمونږ نیکونو هغوی له منځه یو نه وړل او په بله لاره لاړل.
11د هغې په بدل کې هغوی راغلي دي چې مونږ د هغې ځمکې څخه وشړي چې تا راکړې ده.
12ای زمونږ خدایه! ته قضاوت وکړه او هغوی ته سزا ورکړه، مونږ څنګه د دې لوی لښکر په وړاندې ودرېږو چې په مونږ باندې برید کوي؟ مونږ بې وسه یو. مونږ نه پوهېږو چې څه وکړو، خو مونږ ستا مرستې ته سترګې په لاره یو.»
13د یهودا ټول سړي د خپلو ښځو او ماشومانو سره د څښتن په حضور کې ولاړ وو.
14د څښتن روح په یو لاوي باندې چې په غونډه کې حاضر ؤ، نازل شو. هغه یحزییل نومېده او د هغه شجره په لاندې ډول وه: پلار یې زکریا، نیکه یې بنایاه، غور نیکونه یې یعییل او متنیا وو. هغه د اساف د طایفې یو غړی ؤ.
15بیا یحزییل وویل: «اعلیحضرته او د یهودا او د اورشلیم ټولو خلکو! څښتن وایي: ‹تاسو مه وېرېږئ او مه پرېږدئ چې دا ډېر لوی لښکر تاسو بې زړه کړي. دا جنګ د خدای جنګ دی، ستاسو جنګ نه دی.
16څنګه چې هغوی سبا ته د صیص کنډو ته راوخېژي، نو حمله ورباندې وکړئ. د درې په اخر سر کې چې یروییل ته نژدې دښتې ته وتلی دی، مخامخ شئ.
17تاسو به حتی جګړې ته هم مجبور نه شئ. یوازې په خپلو ځایونو کې ځای په ځای شئ او انتظار وکړئ، تاسو به ووینئ چې څښتن به تاسو د خپلو دښمنانو څخه وژغوري. ای د یهودا او د اورشلیم خلکو، مه وېرېږئ او مه بې زړه کېږئ. سبا ووځئ او د هغوی په وړاندې ودرېږئ. څښتن به ستاسو سره مل وي.›»
18بیا یهوشافاط پاچا ټیټ شو او په ځمکه یې سجده وکړه او نورو ټولو د یهودا او د اورشلیم خلکو همداسې د څښتن عبادت وکړ.
19بیا د قهات او د قورح د طایفو لاویان ودرېدل او په ډېر لوړ اواز یې د اسراییلو د څښتن خدای ثنا او صفت وکړ.
20بله ورځ سهار وختي خلک د تقوع دښتې ته روان شول. څنګه چې هغوی حرکت وکړ، یهوشافاط ودرېده او ویې ویل: «د یهودا او د اورشلیم خلکو! په خپل څښتن خدای باندې باور وکړئ، ترڅو قوي اوسئ. د هغه د نبیانو په خبرو باندې باور وکړئ، نو تاسو به بریالي شئ.»
21د خلکو سره د مشورې څخه وروسته هغه څو کسان وټاکل. د پاچا په حکم هغوی سپېڅلي کالي واغوستل، د دې دپاره چې د لښکر مخې ته لاړ شي او د څښتن د ستاینې دپاره دا سندره ووایي:د څښتن شکر کوئ
22څنګه چې هغوی د څښتن د ستاینې سندرې پیل کړې، څښتن یرغلګرې لښکرې په وارخطایۍ اخته کړې،
23نو د عمونیانو او موآبیانو عسکرو د ادوم په عسکرو باندې حمله وکړه اوپه پوره توګه یې له منځه یووړل. بیا هغوی د یو بل په خلاف شول او تر هغه وخته پورې سره وجنګېدل ترڅو چې ټول لښکر له منځه لاړ!
24کله چې د یهودا لښکر هغه برج ته ورسېده چې دښتې ته مخامخ ؤ، هغوی ولیدل چې ټول دښمنان یې په ځمکه باندې مړه پراته دي. یو یې هم نه ؤ تښتېدلی.
25نو یهوشافاط او د هغه عسکر ورغلل چې غنیمت راټول کړي. هغوی ډېر سامان، کالي او نور قیمتي شیان وموندل. غنیمت دومره زیات ؤ چې هغوی وړلی نه شو. هغه دومره ډېر ؤ چې په راټولولو کې یې درې ورځې ولګېدلې.
26بیا په څلورمه ورځ هغوی د برکت په دره کې راغونډ شول او هلته یې د څښتن ستاینه وکړه. نو ځکه هغه دره تر اوسه پورې د برکت د درې په نوم یادیږي.
27-
28یهوشافاط خپل عسکر چې د یهودا او اورشلیم څخه وو، بېرته اورشلیم ته بوتلل. هغوی د مارش کولو سره سم چنګونه، رڅپرکیونه او سرني غږول. هغوی ډېر خوشحاله وو، ځکه چې څښتن هغوی په خپلو دښمنانو باندې بریالي کړي وو، نو کله چې هغوی ښار ته ورسېدل، د څښتن کور ته لاړل.
29کله چې نورو ټولو پاچاهانو واورېدل چې څښتن څنګه د اسراییلو د دښمنانو په ضد جنګېدلی دی، په هغوی کې د خدای وېره راپیدا شوه.
30په دې ډول یهوشافاط په سوله او ارامۍ کې پاچاهي وکړه، ځکه چې خپل خدای ورته له هرې خوا ارامي ورکړې وه.
31یهوشافاط د پنځه دېرشو کالو په عمر ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه په اورشلیم کې پنځه ویشت کاله پاچاهي وکړه. د هغه د مور نوم عزوبه وه چې د شلحي لور وه.
32هغه د خپل پلار اسا په شان هماغه کارونه وکړل چې د څښتن په نظر کې سم وو،
33خو د عبادت سیمه ییز ځایونه وران نه شول. خلکو لا د زړه له کومي د خپلو نیکونو د خدای عبادت نه ؤ غوره کړی.
34یهوشافاط چې د خپلې پاچاهۍ د پیل څخه تر پایه پورې نور څه کارونه کړي وو، د حناني د زوی د ییهو په تاریخ کې چې د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ د کتاب یوه برخه ده، لیکلي دي.
35یوځل د یهودا پاچا یهوشافاط د اسراییلو د پاچا اخزیا سره چې ډېر بد کارونه یې کړي وو، لاس یو کړ.
36هغوی د عصیون جابر په بندر کې سمندري کشتۍ ګانې جوړې کړې.
37خو د دودواهو زوی الیعازر چې د مریشه له ښارګوټي څخه ؤ، یهوشافاط ته پېشګویي وکړه: «د دې په خاطر چې تا د اخزیا سره لاس یو کړی دی، څښتن به هغه شیان له منځه یوسي چې تا جوړ کړي دي.» کشتۍ ګانې ماتې شوې او هېڅکله له بندر نه لاړې نه شوې.