Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
11 verses
1د یهودا پاچا یهوشافاط خپلې ماڼۍ ته چې په اورشلیم کې وه په خیریت سره راستون شو.
2د حناني زوی ییهو چې یو نبي ؤ د پاچا د لیدلو دپاره لاړ او ورته ویې ویل: «ایا د بدو خلکو سره مرسته یا د هغو خلکو طرفداري کول چې د څښتن څخه کرکه کوي، سم کار دی؟ په دې خاطر د څښتن قهر او غضب په تا باندې راغلی دی!
3خو ستا هر کار خراب نه دی. تا هغه بتان لېرې کړل چې د اشیره په عبادت کې ورڅخه کار اخیستل کېده او ته په اخلاص سره غواړې چې د څښتن عبادت وکړې.»
4یهوشافاط په اورشلیم کې اوسېده، خو هغه به بیا بیا په جنوب کې له بیرشبع څخه نیولې، په شمال کې د افرایم تر غرنۍ سیمې پورې سفر کاوه. هغه د خلکو سره خبرې کولې او هغوی به یې راضي کول چې بېرته د خپلو نیکونو څښتن خدای ته رجوع وکړي.
5هغه د یهودا په هر قوي شوي ښار کې قاضیان وټاکل
6او هغوی ته یې دا لارښوونې وکړې: «په قضاوت کولو کې غور کوئ، ځکه چې تاسو د انسان په خاطر نه بلکې د څښتن په خاطر قضاوت کوئ. کله چې تاسو قضاوت کوئ څښتن ستاسو سره مل دی.
7نو بیا د څښتن څخه ووېرېږئ او په احتیاط او پام سره قضاوت کوئ ځکه چې څښتن زمونږ خدای بې انصافي، طرفداري کول یا رشوت اخیستل بد ګڼي.»
8یهوشافاط په اورشلیم کې هم ځینې لاویان، کاهنان او د کورنیو مشران وټاکل چې د څښتن په خاطر قضاوت وکړي او د اورشلیم د اوسېدونکو شخړې حل کړي.
9یهوشافاط هغوی ته دا لاندېنۍ لارښودنې ورکړې: «تاسو باید خپل کارونه په وفادارۍ او د زړه له کومي د څښتن څخه په وېره کې تر سره کړئ.
10هرکله چې ستاسو وطنداران د هر ښار څخه تاسو ته د قتل یا د یو قانون یا د امر د ماتولو یوه دعوه راوړي، تاسو باید خلکو ته خبرداری ورکړئ چې د څښتن په وړاندې ګناه ونه کړي، ترڅو هغه په قهر نه شي او تاسو او ستاسو وطندارانو ته سزا ورنه کړي. یاد ساتئ، که چېرې د دې لارښودنو څخه پیروي وکړئ، نو تاسو به مجرم او ګناهکار نه ګڼل کېږئ.
11مشر کاهن یعنې امریا به په هره شرعي دعوه کې وروستنۍ پرېکړه کوي او د اسماعیل زوی زبدیا یعنې د یهودا د قبیلې مشر به په نورو ټولو دعوو کې وروستنۍ پرېکړه کوي. پاتې لاویان به د محکمې د مامورانو په توګه ستاسو خدمت کوي. زړور اوسئ او په دغو لارښودنو باندې عمل وکړئ او څښتن دې د هغه چا سره مل شي چې د حق طرفدار وي!»