Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
34 verses
1یهوشافاط ډېر شتمن او عزتمن ؤ. هغه خپل زوی ته د اخاب لور واده کړه او په دې ډول هغه د اخاب ملګری شو.
2یو څو کاله وروسته یهوشافاط د اخاب د لیدنې دپاره د سامریې ښار ته ورغی. اخاب د یهوشافاط او د هغه د درباریانو د درناوي دپاره ډېر پسونه او غوایان حلال کړل او یوه لویه مېلمستیا یې جوړه کړه. هغه هڅه وکړه چې یهوشافاط دې خبرې ته راضي کړي چې په جلعاد کې د راموت په ښار باندې په حمله کې د هغه سره لاس یو کړي.
3د اسراییلو پاچا اخاب د یهودا د پاچا یهوشافاط څخه پوښتنه وکړه: «ایا ته به زما سره لاړ شې چې په راموت باندې حمله وکړو؟»یهوشافاط په ځواب کې وویل: «هو، څه چې زما دي هغه ستا دي، یعنې زه او زما خلک. مونږ به ستا سره په جګړه کې لاس یو کړو.
4خو پرېږده چې لومړی د څښتن څخه پوښتنه وکړو.»
5اخاب نبیان راوغوښتل چې څلور سوه تنه وو او د هغو څخه یې پوښتنه وکړه: «ایا مونږ په راموت باندې حمله وکړو که نه؟»نبیانو ځواب ورکړ: «هو، خدای به ستاسو سره مرسته وکړي چې هغوی ته ماتې ورکړئ.»
6خو یهوشافاط پوښتنه وکړه: «ایا دلته کوم بل نبي نشته چې د هغه په وسیله مونږ د څښتن څخه مشوره وغواړو؟»
7د اسراییلو پاچا ځواب ورکړ: «دلته یو بل نبي هم شته، یعنې د یمله زوی میکایا. خو زه د هغه څخه کرکه لرم، ځکه چې هغه هېڅکله زما په هکله ښه پېشګویي نه کوي او تل بده پېشګویي کوي.»یهوشافاط ځواب ورکړ: «پاچا دې داسې خبره نه کوي.»
8بیا د اسراییلو پاچا یو درباري راوغوښت او ورته ویې ویل: «لاړ شه او زر میکایا زما حضور ته راوله!»
9اخاب او یهوشافاط دواړو خپل شاهانه کالي اغوستي وو او د سامریې د دروازې تر څنګ په درمند ځای کې په خپلو تختونو باندې ناست وو. ټولو نبیانو د هغوی په حضور کې پېشګویۍ کولې.
10د کنعنه زوی صدقیا چې د نبیانو د ډلې څخه ؤ، د خپل ځان دپاره د اوسپنې څخه ښکرونه جوړ کړي وو، ویې ویل: «ای اخابه، څښتن وایي چې ته به د دې ښکرونو په وسیله په سوریایانو باندې حمله وکړې او هغوی به له منځه یوسې.»
11ټولو نبیانو دا ومنله چې اخاب دې په راموت کې په سوریایانو باندې حمله وکړي او دا یې هم وویل چې څښتن به د هغه سره مرسته کوي چې هغوی ته ماتې ورکړي.
12په همدې وخت کې هغه استازی چې د میکایا پسې تللی ؤ هغه ته یې وویل: «ای میکایا، ټولو نبیانو د اخاب دپاره د بریالیتوب پېشګویي وکړه، اوس لاړ شه او د هغو خبره تایید کړه.»
13خو میکایا ځواب ورکړ: «زه د ژوندي څښتن په نوم قسم خورم هرڅه چې زما خدای وایي زه به هماغه پاچا ته ووایم.»
14بیا میکایا اخاب ته ورغی او اخاب ورڅخه پوښتنه وکړه: «ای میکایا، ایا مونږ راموت ته د جګړې دپاره لاړ شو یا نه؟»میکایا ځواب ورکړ: «حمله ورباندې وکړئ، تاسو به بریالي شئ. هغوی به تاسو ته تسلیم شي.»
15خو پاچا میکایا ته وویل: «څو ځلې باید زه تاته قسم درکړم چې یوازې هغه څه راته ووایه چې څښتن ویلي دي؟»
16میکایا ځواب ورکړ: «ما ولیدل چې اسراییلي عسکر د هغو پسونو په شان دي چې په غونډیو کې اخوا دې خوا ګرځي او شپون نه لري. څښتن وویل: دغه لښکر مشر نه لري. نو پریږده چې هغوی په خیر سره خپلو کورونو ته لاړ شي.»
17اخاب، یهوشافاط ته وویل: «ما تاته ونه ویل چې هغه به زما په هکله هېڅکله ښه پېشګویي ونه کړي، هغه یوازې بده پېشګویي کوي؟»
18میکایا په ځواب کې وویل: «واورئ چې څښتن نور څه وویل! څښتن مې په اسمان کې ولید چې په خپل تخت باندې ناست ؤ او ټولې فرښتې د هغه ښي او چپ اړخ ته ولاړې وې.
19څښتن پوښتنه وکړه: ‹څوک کولای شي چې اخاب د اسراییلو پاچا وغولوي چې هغه راموت ته لاړ شي او هلته ووژل شي؟›یو څو فرښتو یوه خبره او نورو بله خبره کوله.
20نو په پای کې یوه ارواح رامخکې شوه، د څښتن په مخکې ودرېدله او هغه ته یې وویل: ‹زه کولای شم چې اخاب وغولوم.› څښتن ورڅخه پوښتنه وکړه: ‹څنګه؟›
21ارواح ځواب ورکړ: ‹زه به د اخاب په ټولو نبیانو باندې دروغ ووایم.›څښتن ځواب ورکړ: ‹ښه ده. اوس لاړه شه او هغه وغولوه. ته به بریالۍ شې.›
22ای اخابه! کټ مټ هماغسې وشول. څښتن ستا نبیان دې ته مجبور کړل چې تاته دروغ ووایي، ځکه د څښتن اراده دا ده چې ستا په سر باندې بلا راشي.»
23بیا د کنعنه زوی صدقیا، میکایا ته نژدې شو، په څپېړه یې وواهه او پوښتنه یې ترې وکړه: «کله د څښتن روح زما څخه تللی دی او ستا سره یې خبرې کړې دي؟»
24میکایا ځواب ورکړ: «په هغه ورځ به په دې باندې پوه شې چې د یو کور په دنننۍ کوټه کې پټ شې.»
25اخاب حکم وکړ: «میکایا ونیسئ! هغه د سامریې والي آمون او شاهزاده یوآش ته ورولئ.
26هغوی ته ووایئ چې میکایا په زندان کې واچوئ او ترڅو پورې چې زه بېرته په خیر سره راستنېږم هغه ته یوازې ډوډۍ او اوبه ورکوئ.»
27میکایا وویل: «که چېرې ته په خیر سره بېرته راستون شوې، نو څښتن زما په وسیله خبرې نه وي کړې.» بیا یې ټولو خلکو ته وویل: «ما چې څه وویل هغه هېر نه کړئ.»
28نو د اسراییلو پاچا اخاب او د یهودا پاچا یهوشافاط د خپلو لښکرو سره د جلعاد راموت ته روان شول.
29مخکې له دې چې هغوی جګړې ته لاړ شي، اخاب وویل: «ای یهوشافاطه! زه به خپله څېره بدله کړم، خو ته خپله شاهانه چپنه واغونده.» نو اخاب خپله څېره بدله کړه او هغوی جګړې ته لاړل.
30د سوریې پاچا د خپلو جنګي ګاډیو قوماندانانو ته امر وکړ: «پرته د اسراییلو له پاچا څخه د بل چا سره جګړه ونه کړئ.»
31نو کله چې هغوی یهوشافاط په خپله شاهانه چپنه کې ولید، هغوی فکر وکړ چې هغه اخاب دی، نو هغوی په هغه باندې د حملې دپاره راوګرځېدل. خو یهوشافاط چیغې کړې او څښتن خدای د هغه سره مرسته وکړه او هغوی یې ورڅخه لېرې کړل.
32کله چې هغوی پوه شول چې هغه اخاب نه دی، نو د هغه د تعقیبولو څخه یې لاس واخیست.
33خو د جګړې په وخت کې یو سوریایي عسکر په غیر ارادي توګه یو غشی ګوزار کړ او هغه د اخاب د زغرو د کالیو په درز باندې ولګېده. اخاب د خپلې جنګي ګاډۍ چلوونکي ته وویل: «راوګرځه او ما د جګړې د میدان څخه وباسه، ځکه چې زه ټپي شوی یم.»
34جګړه ټوله ورځ سختېدله، اخاب په خپلې جنګي ګاډۍ کې تکیه وهلې وه او د هغه ځای څخه یې د سوریایانو لښکرې لیدلې. هغه تر مازدیګره پورې هلته پاتې شو او د لمر پرېوتولو په وخت کې مړ شو.