Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
19 verses
1یهوشافاط د خپل پلار اسا په ځای پاچا شو او د اسراییلو په خلاف یې خپل ځان قوي کړ.
2هغه د یهودا په ټولو قوي ښارونو کې عسکر او د یهودا په پاتې سیمه کې او همدارنګه د افرایم په هغو ښارونو کې چې د هغه پلار اسا نیولي وو، نظامي پوستې ځای په ځای کړې.
3څښتن د یهوشافاط سره مل ؤ، په دې خاطر چې یهوشافاط د خپل نیکه داود هغه لاره غوره کړې وه چې هغه د خپلې پاچاهۍ په پیل کې خپله کړې وه. هغه د بعل عبادت ونه کړ،
4بلکې هغه د خپل پلار د خدای عبادت کاوه، د هغه حکمونه یې منل او د اسراییلو د پاچاهانو غلطه لاره یې غوره نه کړه.
5نو څښتن هغه ته د یهودا په پاچاهۍ باندې ټینګ واک ورکړی ؤ. د یهودا ټولو خلکو یهوشافاط ته سوغاتونه راوړل او هغه ډېر شتمن او عزتمن شو.
6یهوشافاطپه پوره توګه څښتن ته وفادار پاتې شو. برسېره پردې هغه په یهودا کې سیمه ییز عبادتځایونه او د اشیره بتان له منځه یووړل.
7هغه د خپلې پاچاهۍ په درېم کال د یهودا ښارونو ته د زده کړې دپاره دا لاندې مامورین ولېږل: بنحاییل، عوبدیا، زکریا، نتنییل او میکایا.
8د هغوی سره نهه لاویان او دوه کاهنان لاړل. لاویان دا وو: شمعیه، نتنیا، زبدیا، عساهیل، شمیراموت، یهوناتان، ادونیا، طوبیا او طوب ادونیا. کاهنان دا وو: الیشمع او یهورام.
9هغوی د څښتن د تورات کتاب واخیست او د یهودا په ټولو ښارونو کې ګرځېدل او خلکو ته یې تعلیم ورکاوه.
10د یهودا په شاوخوا پاچاهیو باندې د څښتن وېره راغله، نو د هغوی څخه هېچا په یهوشافاط باندې حمله ونه کړه.
11ځینو فلسطینیانو د باج په توګه هغه ته سپین زر او نور سوغاتونه راوړل. عربانو هغه ته اووه زره اووه سوه پسونه او په همدې شمېر وزان راوړل.
12نو یهوشافاط نور هم د قدرت خاوند شو. هغه په یهودا کې کلاګانې او د ګودامونو دپاره ښارونه ودان کړل
13چې هغه په کې په لوی شمېر ذخیرې ساتلې وې. هغه په اورشلیم کې یو شمېر زړور او تکړه عسکر هم وساتل چې
14د خپلو طایفو له مخې راغونډ شوي وو. د یهودا د طایفو څخه: ادنه د زر کسیزو ډلو لومړنی قوماندان ؤ او درې لکه عسکر د هغه د قوماندې لاندې وو.
15یهوحانان دوهم قوماندان ؤ او دوه سوه اتیا زره عسکر یې د قوماندې لاندې وو.
16د زکري زوی عمسیا چې په خپله خوښه د څښتن خدمت کاوه، هغه درېم قوماندان ؤ او دوه لکه عسکر یې تر لاس لاندې وو.
17د بنیامین د طایفو څخه: لومړنی قوماندان یې الیاداع، یو زړور جنګیالی ؤ. دوه لکه عسکر د هغه د قوماندې لاندې وو چې ټولو سره لیندې او سپرونه وو.
18دوهم قوماندان یې یهوزاباد ؤ او یو لکو اتیا زره تنه وسله وال عسکر یې د قوماندې لاندې وو.
19دغو عسکرو په اورشلیم کې د پاچا خدمت کاوه او برسیره پردې پاچا په ټوله سیمه کې نور عسکر هم درلودل چې د یهودا په قوي شویو ښارونو کې یې ځای په ځای کړي وو.