Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
14 verses
1د اسا د پاچاهۍ په شپږ دېرشم کال د اسراییلو پاچا بعشا په یهودا باندې حمله وکړه او د رامه ښار یې ونیو. هغه دا ښار قوي کړ، د دې دپاره چې د یهودا د ټولو خلکو د تګ راتګ مخه ونیسي.
2نو اسا پاچا هغه سپین زر او سره زر چې د څښتن د کور او د خپلې ماڼۍ په خزانو کې وو واخیستل. بیا یې هغه دمشق ته د سوریې پاچا بنهدد ته د دې پیغام سره ولېږل:
3«زما او ستاسو ترمنځ دې داسې یو تړون وي لکه څنګه چې زما د پلار او ستاسو د پلار ترمنځ ؤ. ګورئ! زه تاسو ته سپین او سره زر درلېږم. نو خپل تړون اوس د اسراییلو د پاچا بعشا سره مات کړئ، ترڅو هغه خپلې لښکرې زما د سیمې څخه وباسي.»
4بنهدد پاچا د اسا غوښتنه ومنله او خپل قوماندانان او لښکرې یې ولېږلې چې د اسراییلو په ښارونو باندې حمله وکړي. هغوی عیون، دان، آبل مایم او د نفتالي ټول هغه ښارونه ونیول چې ګودامونه په کې وو.
5کله چې بعشا له دې څخه خبر شو، هغه د رامه ښار د قوي کولو نه لاس واخیست او کار یې بس کړ.
6بیا اسا پاچا د ټولې یهودا څخه سړي راغونډ کړل او په هغوی باندې یې هغه تیږې او تیرونه یووړل چې بعشا په رامه کې ورڅخه کار اخیست او هغوی دا د جبع او مصفه د ښارونو په قوي کولو کې ولګول.
7په هغه وخت کې حناني نبي اسا ته ورغی او ورته ویې ویل: «تا د خپل څښتن خدای په ځای د سوریې په پاچا باندې تکیه کړې ده. اوس د سوریې لښکرې ستا له لاسه وتلې دي.
8په یاد دې دي چې د ایتوپیایانو او د لیبیایانو لښکرې چې زیات شمېر جنګي ګاډۍ او اس سواران یې درلودل، څومره زورورې وې؟ خو هغه وخت تا په څښتن باندې توکل وکړ چې مرسته درسره وکړي او هغوی ته دې ماتې ورکړه.
9څښتن په ځیر سره ټولې نړۍ ته ګوري او هغو خلکو ته قوت ورکوي چې هغه ته وفادار دي. تا د کم عقلتوب کار کړی دی، نو له دې څخه وروسته به تل په جګړه کې یې.»
10کله چې اسا دا خبرې واورېدلې، هغه دومره په نبي باندې په قهر شو چې حناني یې په زندان کې واچاوه. د هماغه وخت نه اسا په ځینو خلکو باندې خپل ظلمونه پیل کړل.
11اسا چې د خپلې پاچاهۍ په وخت کې له شروع نه تر پایه پورې هرڅه وکړل هغه د یهودا او د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
12اسا د خپلې پاچاهۍ په نهه دېرشم کال د پښو په یوې سختې ناروغۍ اخته شو. خو حتی په هغه وخت کې هم د مرستې دپاره هغه څښتن ته نه، بلکې ډاکترانو ته رجوع وکړه.
13دوه کاله وروسته هغه مړ شو.
14هغوی د هغه په مړي باندې ډول ډول خوشبویي او عطرونه لګولي وو او د هغه د درنښت دپاره یې یو ډېر لوی اور بل کړ. هغه د داود په ښار کې په هغه قبر کې ښخ شو چې هغه د خپل ځان دپاره جوړ کړی ؤ.