Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
19 verses
1د عودید په زوی عزریا باندې د خدای روح نازل شو
2او هغه لاړ چې د اسا پاچا سره لیدنه کتنه وکړي. عزریا هغه ته وویل: «ای اسا او د یهودا او د بنیامین ټولو خلکو، ماته غوږ ونیسئ! تر هغه وخته پورې چې تاسو د څښتن سره یئ، هغه ستاسو سره مل دی، که چېرې تاسو د هغه په لټه کې شئ، هغه به پیدا کړئ. خو که چېرې د هغه څخه مخ واړوئ هغه به هم ستاسو څخه مخ واړوي.
3اسراییلو ډېره موده پرته له رښتیني خدای او شریعت څخه ژوند تېراوه. کاهنان نه وو چې هغوی ته څه ورزده کړي.
4خو د مصیبت په وخت کې به د اسراییلو څښتن خدای ته راګرځېدل. هغوی د خدای په لټه کې شول او هغه یې پیدا کړ.
5په هغه وخت کې هېچا نه شو کولای چې په امن سره تګ راتګ وکړي، ځکه چې په هر هېواد کې ناارامي او ګډوډي وه.
6یو قوم به په بل قوم باندې او یو ښار به په بل ښار باندې ظلم او تېری کاوه، ځکه چې خدای هغوی په هر ډول مصیبت او کړاو اخته کړل.
7خو تاسو تکړه او زړور اوسئ او بې حوصلې کېږئ مه. بیا چې تاسو کوم کار کوئ، تاسو ته به د هغې اجر درکول کیږي.»
8کله چې اسا د عودید د زوی عزریا پېشګویي واورېدله، نو هغه زړور شو. هغه ټول هغه بتان لېرې کړل چې د یهودا او د بنیامین په خاوره کې وو او همدارنګه هغه بتان چې په هغو ښارونو کې وو چې هغه د افرایم په غرنۍ سیمه کې نیولي وو. هغه د څښتن د قربانۍ ځای هم بېرته جوړ کړ چې د هغه د کور د برنډې په مخکې ؤ.
9اسا د یهودا او د بنیامین ټول خلک او همدارنګه د افرایم، منسي او د شمعون د سیمو خلک چې د هغوی سره په یهودا کې اوسېدل، راوغوښتل. د دې خلکو زیات شمېر د اسا پلویان شوي وو، ځکه چې هغوی لیدلي وو چې د هغه څښتن خدای د هغه سره مل دی.
10د اسا د پاچاهۍ د پنځلسم کال په درېمه میاشت، هغوی په اورشلیم کې راغونډ شول.
11په هماغه ورځ هغوی د هغه غنیمت څخه چې د ځان سره یې راوړی ؤ، څښتن ته اووه سوه غوایان او اووه زره پسونه قرباني کړل.
12هغوی لوظ وکړ او دا خبره یې ومنله چې د زړه له کومي او په ټول ځان به د خپلو نیکونو د څښتن خدای عبادت کوي.
13هرچا، ځوان او زوړ، نارینه او ښځې چې د هغه عبادت به یې نه کاوه، هغه به وژل کېده.
14هغوی په لوړ اواز سره سرني وغږول او د څښتن په نوم یې قسم وخوړ چې په خپل لوظ به ودریږي.
15د یهودا ټول خلک خوشحاله وو، ځکه چې هغوی د زړه له کومي دا لوظ کړی ؤ. هغوی په شوق سره د څښتن عبادت کاوه او څښتن هغوی قبول کړل او هغوی ته یې د هرې خوا نه سوله ور په برخه کړه.
16اسا پاچا حتی خپله نیا معکه د ملکې د مور په توګه د خپل مقام څخه لېرې کړه، ځکه چې هغې د اشیره کرغېړن بت جوړ کړی ؤ. اسا هغه بت رانسکور کړ، هغه یې ټوټې ټوټې کړ او ټوټې یې د قدرون په دره کې وسوځولې.
17که څه هم اسا د اسراییلو د عبادت سیمه ییز ځایونه له منځه یو نه وړل، خو هغه ټول عمر څښتن ته وفادار پاتې شو.
18هغه د خدای په کور کې سره زر او سپین زر او نور ټول شیان کېښودل چې هغه او د هغه پلار خدای ته وقف کړي وو.
19د اسا د پاچاهۍ تر پنځه دېرشم کاله پورې هلته نوره هېڅ جګړه ونه شوه.