Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
15 verses
1ابیا مړ شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. د هغه زوی اسا د هغه په ځای پاچا شو. د هغه په وخت کې په یهودا کې لس کاله سوله وه.
2اسا هغه کارونه کول چې د څښتن خدای په نظر کې ښه او سم وو.
3هغه د پردیو خدایانو د قربانۍ او بتانو ته د عبادت ځایونه وران کړل. هغه د تیږو ستنې ټوټې ټوټې کړې او د اشیره بتان یې راوغورځول.
4هغه د یهودا په خلکو باندې امر وکړ چې د څښتن یعنې د خپلو نیکونو د خدای عبادت وکړي او د هغه قوانینو او حکمونو ته غاړه کېږدي.
5هغه د یهودا په ټولو ښارګوټو کې د عبادت سیمه ییز ځایونه او د خوشبویۍ قربانګاوې ورانې کړې. له دې امله د هغه د پاچاهۍ په وخت کې امن او ارامي وه.
6د اسا د پاچاهۍ په وخت کې د یهودا په سیمه کې ارامي وه. په هغه وخت کې هغه په یهودیه کې قوي ښارونه جوړ کړل او څو کاله هلته جنګ نه ؤ، ځکه چې څښتن هغوی ته ارامي ورکړې وه.
7هغه د یهودا خلکو ته وویل: «راځئ چې د دې ښارونو دپاره دېوالونه او د څارنې برجونه جوړ کړو او داسې دروازې ورته جوړې کړو چې په اړمونو بندیږي. دا هېواد تر اوسه پورې زمونږ دی، ځکه چې مونږ خپل څښتن خدای ته رجوع کړې ده. هغه د ټولو دښمنانو څخه په ارامۍ کې ساتلي یو.» خلکو ښارونه آباد کړل او نېکمرغه شول.
8اسا یو لوی لښکر درلود: د هغوی څخه درې سوه زره تنه د یهودا د قبیلې څخه وو او لوی سپرونه او نېزې ورسره وې. دوه لکه او اتیا زره تنه د بنیامین د قبیلې څخه وو او کوچني سپرونه او لیندې ورسره وې. هغوی ټول زړور جنګیالي وو.
9زارح ایتوپیایي د یو میلیون کسیزه لښکر او درې سوه جنګي ګاډیو سره په یهودا باندې حمله وکړه او تر مریشه پورې یې پرمختګ وکړ.
10اسا حرکت وکړ چې د هغه سره وجنګیږي او دواړې خواوې مریشه ته نژدې د صفاته په دره کې، ځای په ځای شوې.
11اسا خپل څښتن خدای ته زاري وکړه او ویې ویل: «ای څښتنه، یوازې ته د یو کمزوري لښکر سره مرسته کولای شې چې یو قوي لښکر ته ماتې ورکړي. ای زمونږ څښتن خدایه، مونږ ستا په مرستې باندې تکیه کوو. مونږ ستا په نوم د دې قوي لښکر سره د جنګ دپاره راغلي یو او مونږ پوهېږو چې ته به ماتې نه خورې. ته زمونږ څښتن خدای یې.»
12نو څښتن د ایتوپیایانو لښکرو ته د اسا او یهودا د لښکرو په لاس ماتې ورکړه او هغوی وتښتېدل.
13بیا اسا او د هغه عسکرو هغوی تر جرار پورې تعقیب کړل. دومره ډېر ایتوپیایان ووژل شول چې د هغوی لښکر ونه شو کولای چې بېرته سره یو ځای شي او وجنګیږي. څښتن او د هغه لښکر هغوی تباه کړل او هغوی په زیاته اندازه غنیمت ونیو.
14هغوی وکولای شول چې د جرار د شاوخوا سیمو ښارونه له منځه یوسي، ځکه چې څښتن په دغو خلکو باندې وېره راوستې وه. له دې امله چې دې ښارونو ډېر غنیمت درلود، نو د اسا لښکرو دا ټول لوټ کړل.
15هغوی په هغو کمپونو باندې هم حمله وکړه چې شپانه په کې اوسېدل او ډېر پسونه، وزې او اوښان یې ونیول. بیا هغوی بېرته اورشلیم ته راستانه شول.