Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1د یروبعام د پاچاهۍ په اتلسم کال، ابیا د یهودا پاچا شو
2او هغه درې کاله په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. د هغه مور میکایا نومېدله چې د اوري ییل لور وه. اوري ییل د جبعې د ښار څخه ؤ.د ابیا او یروبعام ترمنځ جګړه پیل شوه،
3د ابیا په لښکرو کې څلور سوه زره غوره شوي زړور جنګیالي وو او یروبعام همداسې د اته سوه زره زړورو جنګیالیو په درلودلو سره د هغه مقابله وکړه.
4ابیا د صمارایم د غره سرته چې د افرایم په غرنۍ سیمه کې ؤ، پورته شو او ویې ویل: «یروبعامه او ټولو اسراییلیانو واورئ!
5ایا تاسو نه پوهېږئ چې د اسراییلو څښتن خدای د داود او د هغه د اولادې سره د تل دپاره په اسراییلو باندې د پاچاهۍ کولو نه ماتېدونکی لوظ کړی دی؟
6خو ای د نباط زویه یروبعامه، ته د داود د زوی سلیمان درباري وې او تا د خپل بادار په وړاندې بغاوت وکړ.
7وروسته یوه ډله بدمعاشان ستا شاوخوا راغونډ شول او د سلیمان زوی رحبعام تاسو مجبور کړ چې خبره مو ومني. هغه یو نوی ځوان او ډېر بې تجربه ؤ، نو ځکه یې ونه شو کولای چې ستاسو سره مقاومت وکړي.
8اوس تاسو فکر کوئ چې د هغې پاچاهۍ په ضد جنګېدلی شئ چې څښتن د داود اولادې ته ورکړې ده. تاسو یو لوی لښکر لرئ او هم هغه د سرو زرو سخوندران چې یروبعام جوړ کړل چې ستاسو خدایان شي.
9تاسو لاویان او د څښتن کاهنان یعنې د هارون اولاده وشړله. د هغوی په ځای تاسو د نورو قومونو په شان کاهنان وټاکل. هرڅوک چې د یو غویي یا د اووه پسونو سره راشي، کولای شي چې خپل ځان ستاسو د تش په نامه خدایانو د یو کاهن په توګه سپېڅلی کړي.
10خو څښتن زمونږ خدای دی. مونږ د هغه څخه مخ نه دی اړولی! کاهنان چې د هارون اولاده ده د څښتن خدمت کوي او لاویان د هغوی سره مرسته کوي.
11هغوی هر سهار او ماښام څښتن ته سوځېدونکې نذرانې وړاندې کوي او خوشبویي ورته سوځوي. هغوی سپېڅلې ډوډۍ په یو داسې مېز باندې ږدي چې پاک شوی وي او هر ماښام د سرو زرو په څراغدان باندې څراغونه بلوي. مونږ د خپل څښتن خدای د امرونو پیروي کوو، خو تاسو ورڅخه مخ اړولی دی!
12په خپله خدای زمونږ مشر او لارښود دی او د هغه کاهنان د سرنیو سره دلته دي، هغوی تیار دي چې سرني وغږوي، ترڅو مونږ ستاسو په خلاف جګړې ته راوغواړي. ای د اسراییلو خلکو! د څښتن یعنې د خپلو نیکونو د خدای په خلاف مه جنګېږئ! تاسو دا جګړه نه شئ ګټلی!»
13خو په داسې حال کې چې ابیا خبرې کولې، یروبعام خپل ځینې عسکر پټ ولېږل چې د شا له خوا د یهودا په لښکرو باندې برید وکړي او پاتې کسان د مخې له خوا ورباندې راغلل.
14د یهودا لښکرو ولیدل چې د مخې او د شا له خوا په هغوی باندې برید روان دی. نو هغوی څښتن ته د مرستې په خاطر زارۍ وکړلې او کاهنانو سرني وغږول.
15د یهودا لښکرو په لوړ اواز چیغه ووهله او کله چې هغوی چیغه ووهله، نو بیا ابیا او د هغه لښکرو برید وکړ او خدای یروبعام او د اسراییلو لښکرو ته ماتې ورکړه.
16اسراییلیان وتښتېدل او خدای هغوی د یهودا د لښکرو په لاس تسلیم کړل.
17ابیا او د هغه لښکر هغوی ته درانه زیانونه ورواړول او د اسراییلو پنځه سوه زره تر ټولو غوره شوي عسکر ووژ�� شول.
18په هغه وخت کې اسراییلیانو ماتې وخوړله او د یهودا لښکرې بریالۍ شوې، ځکه چې هغوی د خپلو نیکونو په څښتن خدای باندې توکل وکړ.
19ابیا د یروبعام لښکرې تعقیب کړې او د اسراییلو ښارګوټي یې د یروبعام څخه ونیول، یعنې بیت ییل، یشانه او عفرون د هغو د شاوخوا کلیو سره.
20د ابیا د پاتې پاچاهۍ په دوران کې یروبعام هېڅکله خپل قوت بېرته تر لاسه نه کړ. څښتن یروبعام وواهه او هغه مړ شو،
21خو ابیا نور هم قوي شو. هغه څوارلس ښځې، دوه ویشت زامن او شپاړس لوڼې درلودلې.
22د ابیا د پاچاهۍ نورې پېښې چې په هغو کې د هغه خبرې او کارونه شامل دي د عیدو نبي په تاریخ کې لیکل شوي دي.