Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
16 verses
1څنګه چې رحبعام د خپلې پاچاهۍ واک تر لاسه کړ او قوي شو، هغه او د هغه ټول قوم د څښتن د شریعت لاره پرېښودله.
2نو د رحبعام د پاچاهۍ په پنځم کال څښتن هغوی ته د بې وفایۍ په خاطر سزا ورکړه. هغه د مصر پاچا شیشق ته اجازه ورکړه چې په اورشلیم باندې حمله وکړي.
3شیشق د خپلو یو زرو او دوه سوو جنګي ګاډیو او شپېتو زرو اس سوارانو او د لیبیایي، شکیم او ایتوپیایي د بې شمېرو عسکرو په مرسته حمله وکړه.
4هغه په یهودا کې قوي ښارونه ونیول او تر اورشلیمه پورې یې پرمختګ وکړ.
5شمعیه نبي رحبعام پاچا او د یهودا هغو مشرانو ته ورغی چې د شیشق څخه د تېښتې له امله په اورشلیم کې راغونډ شوي وو. شمعیه هغوی ته وویل: «ستاسو دپاره څښتن دا پیغام لري: ‹تاسو زه پرېښودم، نو زه هم اوس تاسو شیشق ته پرېږدم.›»
6پاچا او مشرانو خپله ګناه ومنله او ویې ویل: «څښتن عادل دی.»
7کله چې څښتن دا ولیدل، شمعیه ته یې وویل: «له دې امله چې هغوی اوس خپله ګناه ومنله، زه به هغوی ټول تباه نه کړم. نو کله چې شیشق حمله وکړي، زه به یو شمېر کسان وژغورم. زما غضب به د شیشق په وسیله په اورشلیم باندې نازل نه شي.
8خو هغوی به د شیشق رعیت شي، ترڅو وپوهیږي چې زما د خدمت کولو او د نړۍ د حاکمانو د خدمت کولو ترمنځ څومره فرق دی.»
9شیشق پاچا په اورشلیم باندې برید وکړ او هغه د څښتن د کور او د شاهي ماڼۍ ټولې خزانې د ځان سره یوړلې. برسېره پر دې هغه سپرونه چې سلیمان د سرو زرو څخه جوړ کړي وو، هم یووړل.
10نو رحبعام د هغو په ځای برنجي سپرونه جوړ کړل او هغه یې د هغو ساتونکو قوماندانانو ته وسپارل چې د شاهي ماڼۍ په دروازه کې یې پهره کوله.
11هرکله به چې پاچا د څښتن کور ته ورتللو، نو د ساتونکو ګارډ به سپرونه وړل او وروسته به یې بېرته د پهره دارانو کوټې ته راوړل.
12څرنګه چې رحبعام خپله ګناه ومنله، نو د څښتن د غضب نه یې خلاصون پیدا کړ او په پوره توګه له منځه لاړ نه شو او په یهودا کې څه ناڅه نېک کارونه کېدل.
13رحبعام پاچا په اورشلیم کې خپل ځان ټینګ کړ او پاچاهي یې وکړه. هغه د یو څلوېښت کلنۍ په عمر پاچا شو او په اورشلیم کې یې اوولس کاله پاچاهي وکړه. اورشلیم هغه ښار ؤ چې څښتن هغه د اسراییلو د ټولو قبیلو څخه د خپل عبادت دپاره غوره کړی ؤ. د رحبعام د مور نوم نعمه وه چې د عمون د هېواد څخه وه.
14هغه بد کارونه کول، ځکه چې هغه کوښښ نه کاوه د څښتن رضا معلومه کړي.
15رحبعام چې د خپلې پاچاهۍ په وخت نور هرڅه وکړل د هغه د کورنۍ د نسب نامې په شمول د دوو نبیانو یعنې د شمعیه او د عیدو په تاریخ کې لیکل شوي دي. په دې ټوله موده کې د رحبعام او یروبعام ترمنځ جګړه وه.
16رحبعام مړ شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. د رحبعام زوی ابیا د هغه په ځای پاچا شو.