Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
23 verses
1کله چې رحبعام اورشلیم ته ورسېده، هغه د یهودا او بنیامین د قبیلو څخه یوسلو اتیا زره غوره شوي عسکر راغونډ کړل. هغه پرېکړه وکړه چې په اسراییلو باندې حمله وکړي او د اسراییلو شمالي قبیلې یوځل بیا تر خپل واک لاندې راولي.
2خو څښتن شمعیه نبي ته وویل:
3«د یهودا پاچا یعنې د سلیمان زوی رحبعام او د یهودا او بنیامین د قبیلو اسراییلیانو ته ووایه:
4‹د اسراییلو په خلکو باندې چې ستاسو ورونه دي حمله ونه کړئ، ټول خپلو کورونو ته لاړ شئ. هغه څه چې پېښ شوي دي هغه زما رضا ده.›» نو هغوی د څښتن د حکم څخه اطاعت وکړ او د یروبعام په خلاف جګړې ته لاړ نه شول.
5رحبعام په اورشلیم کې پاتې شو او په یهودا کې یې څو ښارونه په نظامي کلاګانو بدل کړل، ترڅو د خپلې سیمې په دفاع کولو کې ورڅخه کار واخلي. په هغو کې دا ښارونه شامل وو:
6بیت لحم، عیتام، تقوع،
7بیت صور، سوکوه، عدولام،
8جت، مریشه، زیف،
9ادورایم، لاکیش، عزیقه،
10زرعه، ایالون او حبرون. دا د یهودا او د بنیامین قوي ښارونه دي.
11هغه هر یو ښار ته د لښکرو یو یو قوماندان ورکړ او په ښارونو کې یې خواړه، د زیتونو تېل او د انګورو شراب ذخیره کړل.
12دغه ښارونه یې په سپرونو او نېزو باندې سمبال کړل او په دې ډول یې هغه قوي کړل او د یهودا او بنیامین قبیلې یې د خپل واک لاندې وساتلې.
13کاهنانو او لاویانو د اسراییلو هغه ټول ځایونه چې په کې اوسېدل، پرېښودل، ترڅو د رحبعام څخه ملاتړ وکړي.
14څرنګه چې یروبعام او د هغه زامنو، لاویان د څښتن د کاهنانو په توګه د خپلو وظیفو څخه لېرې کړل، لاویانو په اسراییلو کې خپل جایداد او څړځایونه پرېښودل او اورشلیم او د یهودا نورو ځایونو ته یې کډه وکړه.
15یروبعام خپل کاهنان غوره کړل چې د اسراییلو په سیمه ییزو عبادتځایونو کې، یعنې هغو ځایونو کې چې د سخوندرانو او د وزو بتان هم وو، خدمت وکړي.
16د اسراییلو د ټولو قبیلو څخه هغه خلک چې په اخلاص سره یې غوښتل د اسراییلو د څښتن خدای عبادت وکړي، لاویانو پسې اورشلیم ته لاړل، ترڅو وکولای شي چې د خپلو نیکونو څښتن خدای ته قربانۍ وړاندې کړي.
17په دې کار باندې هغوی د یهودا پاچاهي قوي کړه او هغوی درې کاله د رحبعام د سلیمان د زوی څخه ملاتړ وکړ، ځکه چې په دې دوران کې هغوی د داود او د سلیمان لاره غوره کړه.
18رحبعام د داود د زوی یعنې یریموت د لور محلت سره واده وکړ چې مور یې د الیاب لور او د یسي لمسۍ یعنې ابیحایل وه.
19د رحبعام او د محلت درې زامن پیدا شول چې دا یې نومونه وو: یعوش، شمریا او زهم.
20بیا رحبعام د ابشالوم د لور معکې سره واده وکړ. ابیا، عتای، زیزا او شلومیت د هغوی اولادونه وو.
21رحبعام اتلس ښځې او شپېته وینځې درلودلې او د اته ویشتو زامنو او د شپېتو لورګانو پلار ؤ. رحبعام ته د خپلو ټولو ښځو او وینځو څخه معکه ډېره ګرانه وه،
22نو هغه ابیا د معکه زوی د خپلو زامنو مشر وټاکه، ترڅو د هغه څخه وروسته پاچا شي.
23رحبعام په عاقلانه ډول خپلو زامنو ته مسوولیتونه وروسپارل او د یهودا او د بنیامین په قوي ښارونو کې یې هغوی ځای په ځای کړل. هغوی ته یې پرېمانه خوراکي شیان ورکړل او ډېرې ښځې یې ورته وکړې.