Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
19 verses
1رحبعام شکیم ته لاړ، ځکه چې ټول اسراییلیان هلته راغونډ شوي وو چې هغه پاچا کړي.
2کله چې د نباط زوی یروبعام چې د سلیمان له لاسه مصر ته تښتېدلی ؤ، دا خبر واورېد، نو هغه د مصر څخه راستون شو.
3بیا هغوی یروبعام راوغوښت او هغه او د اسراییلو ټول خلک رحبعام ته ورغلل او هغه ته یې وویل:
4«ستاسو پلار سلیمان زمونږ سره ډېر سخت چلند کاوه او دروند بار یې په مونږ باندې ایښی ؤ. که چېرې تاسو دا بار زمونږ د اوږو نه سپک او زمونږ دپاره ژوند اسانه کړئ، نو مونږ به ستاسو خدمت کوو.»
5رحبعام په ځواب کې وویل: «په درېو ورځو کې بېرته راشئ چې ځواب درکړم.» نو خلک لاړل.
6وروسته بیا رحبعام د هغو سپین ږیرو سره مشوره وکړه چې د هغه د پلار سلیمان په ژوندانه کې یې د هغه خدمت کاوه. هغه پوښتنه وکړه: «تاسو څنګه مشوره راکوئ چې دې خلکو ته څه ځواب ووایم؟»
7هغوی ځواب ورکړ: «که چېرې تاسو د دې خلکو سره نېکي وکړئ او هغوی ته داسې ځواب ورکړئ چې خوشحاله شي، نو هغوی به تل ستاسو خدمتګاران وي.»
8خو رحبعام د هغو سپین ږیرو مشوره ونه منله او د هغو ځوانانو سره یې مشوره وکړه چې د هغه سره لوی شوي وو او د هغه خدمت یې کاوه.
9د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: «ستاسو مشوره څه ده؟ دې خلکو ته څه ځواب ووایم چې ماته وایي: هغه بار چې ستاسو پلار زمونږ په اوږو ایښی دی زمونږ څخه سپک کړه؟»
10هغو ځوانانو په ځواب کې وویل: «هغو خلکو ته داسې ځواب ورکړئ: ‹زما کوچنۍ ګوته زما د پلار د ملا څخه پنډه ده.
11زما پلار په تاسو باندې دروند بار ایښی ؤ، زه به هغه نور هم دروند کړم. زما پلار تاسو په قمچینو باندې وهلئ، زه به تاسو په اغزي لرونکو قمچینو باندې ووهم.›»
12لکه څنګه چې رحبعام پاچا ویلي وو، درې ورځې وروسته یروبعام او ټول خلک هغه ته بېرته راغلل.
13پاچا د سپین ږیرو د مشورې پروا ونه ساتله او خلکو ته یې ډېر سخت ځواب ورکړ.
14هغه د هغو ځوانانو مشوره ومنله او ویې ویل: «زما پلار په تاسو باندې دروند بار ایښی ؤ، زه به هغه نور هم دروند کړم. زما پلار تاسو په قمچینو وهلئ، زه به تاسې په اغزي لرونکو قمچینو باندې ووهم.»
15نو په دې ډول پاچا د خلکو غوښتنه ونه منله، ځکه چې په دې کې د خدای رضا وه، ترڅو هغه خبره سرته ورسیږي چې څښتن د اخیا نبي په وسیله چې د شیلوه څخه ؤ د نباط زوی یروبعام ته کړې وه.
16کله چې ټولو اسراییلیانو ولیدل چې پاچا د هغوی خبره ونه منله، هغوی چیغې ووهلې: «مونږ باید د داود د کورنۍ سره وفادار پاتې نه شو. زمونږ دپاره د داود په کورنۍ کې څه نشته. ای د اسراییلو خلکو، ځئ چې خپلو کورونو ته لاړ شو! پرېږدئ چې رحبعام په خپلو خلکو باندې پاچاهي وکړي.» نو ټول اسراییلیان خپلو کورونو ته لاړل.
17رحبعام یوازې په هغو خلکو باندې پاچاهي کوله چې د یهودا په ښارګوټو کې اوسېدل.
18بیا رحبعام پاچا د بېګار د کارونو مسوول ادورام اسراییلیانو ته ولېږه، خو د اسراییلو خلکو هغه سنګسار کړ او ویې واژه. خو رحبعام په بیړه په خپلې جنګي ګاډۍ کې سپور شو او اورشلیم ته وتښتېد.
19نو د اسراییلو شمالي قبیلو د هغې ورځې نه وروسته د داود د شاهي کورنۍ په وړاندې بغاوت پیل کړ.