Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
31 verses
1کله چې د شیبا ملکې د سلیمان د شهرت په اړه واورېدل، نو هغه اورشلیم ته راغله چې په سختو پوښتنو سره هغه وازمایي. هغه د یو لوی کاروان او اوښانو سره چې عطر، ډېر سره زر او قیمتي تیږې ورباندې بار وې، راورسېدله. هغه سلیمان ته راغله او د هغو ټولو شیانو په هکله چې د هغې په ذهن کې وو، د هغه سره یې خبرې وکړې.
2سلیمان د هغې ټولو پوښتنو ته ځواب ورکړ، داسې یوه پوښتنه نه وه چې هغه یې بې ځوابه پریښې وي.
3کله چې د شیبا ملکې د سلیمان حکمت او هغه ماڼۍ چې هغه جوړه کړې وه،
4هغه خواړه چې په دسترخوان باندې وو، د هغه د درباریانو د کښېناستلو ترتیب، د خدمتګارانو ښه تنظیم او د هغوی کالي، د هغه ساقیان او د هغوی کالي او هغه سوځېدونکې نذرانې چې هغه د څښتن په کور کې وړاندې کولې ولیدلې، نو حقه حیرانه شوه.
5هغې پاچا ته وویل: «هغه څه چې ما په خپل هېواد کې ستاسو د کارونو او حکمت په اړه اورېدلي وو هغه رښتیا دي!
6خو ما تر هغې پورې په دې باندې باور نه کاوه، ترڅو چې راغلم او دا هرڅه مې په خپلو سترګو ولیدل. خو حتی ما د دې په نیمایي هم نه وو اورېدلي، څه چې ما اورېدلي وو ستاسو حکمت د هغو څخه هم زیات دی.
7ستاسو خلک به څومره خوشحاله وي! او ستاسو درباریان به څومره خوښ وي چې تل ستاسو په حضور کې ولاړ وي او ستاسو حکمت ویني!
8ثنا دې وي ستاسو څښتن خدای ته چې ستاسو څخه ډېر خوشحاله دی او تاسو یې په خپل تخت د پاچا په توګه کښېنولي یئ چې د هغه په نوم پاچاهي وکړئ. ځکه ستاسو خدای، د اسراییلو د قوم سره مینه لري او هغه غوښتل چې اسراییلیان د تل دپاره ټینګ پاتې شي، نو خدای تاسو په هغوی باندې پاچا کړي یئ چې عدالت او انصاف وکړئ.»
9د شیبا ملکې سلیمان پاچا ته د څلورو ټنو څخه زیات سره زر، زیاته اندازه عطر او قیمتي تیږې ورکړې. هغه عطر چې شیبا ملکې سلیمان پاچا ته ورکړل پخوا هېڅکله نه وو لیدل شوي.
10(د حیرام او د سلیمان کسانو د اوفیر څخه پرته له سرو زرو د نښتر لرګي او قیمتي تیږې هم راوړلې.
11پاچا د دې لرګیو څخه د څښتن د کور او د شاهي ماڼۍ دپاره زینې او د ساز غږوونکو دپاره رڅپرکیونه او چنګونه جوړ کړل. د یهودا په خاوره کې داسې شیان مخکې نه وو لیدل شوي.)
12د شیبا ملکې چې هرڅه غوښتل سلیمان پاچا ورته ورکړل، هغه ورته د هغو شیانو په پرتله چې هغې سلیمان ته راوړي وو ډېر شیان ورکړل. وروسته بیا ملکه د خپلو خدمتګارانو سره خپل هېواد یعنې شیبا ته ستنه شوه.
13سلیمان پاچا هر کال نژدې درویشت ټنه سره زر لاسته راوړل.
14په دې کې هغه مالیات چې د سوداګرو له خوا ورکول کېدل، شامل نه وو. همدارنګه د عربو ټولو پاچاهانو او د اسراییلو حکمرانانو سپین او سره زر سلیمان ته راوړل.
15سلیمان پاچا د ټکول شویو سرو زرو څخه دوه سوه دانې لوی سپرونه جوړ کړل، په هر سپر کې نژدې اووه کیلوګرامه سره زر کارول شوي وو.
16همدارنګه هغه د ټکول شویو سرو زرو څخه درې سوه دانې کوچني سپرونه جوړ کړل چې په هر سپر کې د درېو کیلوګرامو څخه زیات سره زر وو. پاچا هغه د ماڼۍ په هغه سالون کې کېښودل چې د لبنان د ځنګل په نوم یادېده.
17پاچا د فیل د غاښونو څخه یو لوی تخت هم جوړ کړ او هغه ته یې د سوچه سرو زرو پوښ ورکړ.
18تخت ته د ورختلو دپاره شپږ زینې وې او د پښو ایښودلو دپاره د سرو زرو یوه چوکۍ د تخت سره نښتی وه. د تخت دواړو خواو ته بازوګان وو او د هر یو په خوا کې د زمري مجسمه وه.
19په شپږو زینو باندې د دولسو زمریانو مجسمې وې، د هرې زینې هرې خواته یوه یوه مجسمه وه. په بلې هېڅ پاچاهۍ کې داسې تخت نه ؤ جوړ شوی.
20د سلیمان پاچا هغه جامونه چې د څښلو دپاره وو، ټول د سرو زرو څخه جوړ شوي وو. د هغه د ماڼۍ هغه سالون چې د لبنان د ځنګل په نوم یادېده، ټول سامان یې د سوچه سرو زرو څخه وو. د سلیمان په وخت کې سپین زر بې ارزښته ګڼل کېدل.
21هغه کشتۍ ګانې درلودلې چې د حیرام د کشتیوانانو سره به ترشیش ته تللې. د هغه کشتۍ ګانې به په هرو درېو کالو کې یوځل راستنېدلې او سره زر، سپین زر، د فیل غاښونه، بیزوګانې او د طاووس مرغان به یې راوړل.
22سلیمان پاچا د نړۍ د نورو ټولو پاچاهانو څخه ډېر شتمن او د حکمت خاوند ؤ.
23-
24کال په کال به نور پاچاهان د هغه حضور ته راتلل چې د هغه حکمت وویني چې خدای ورته ورکړی ؤ. د هغوی څخه به هر یو تن د سپینو او د سرو زرو سوغاتونه، چپنې، وسلې او عطر راوړل او اسونه او قچرې یې راوستلې.
25سلیمان د خپلو اسونو او جنګي ګاډیو د ساتلو دپاره څلور زره غوجلې درلودلې او همدا شان هغه ټول دولس زره اسونه درلودل چې ځینې یې په اورشلیم او نورې یې په نورو ښارونو کې ساتلې.
26هغه په ټولو پاچاهانو باندې په شمال کې د فرات د سیند نه نیولې په جنوب کې د فلسطین تر خاورې او د هغه ځای نه د مصر تر پولې حکمراني کوله.
27د هغه د پاچاهۍ په وخت کې سپین زر په اورشلیم کې د تیږو په شان یو عادي شی ؤ او د سبر د ونو لرګي لکه د یهودا د غرونو په لوېدیځو لمنو کې د انځرو د ونو په شان پرېمانه وو.
28د مصر او د نورو ټولو هېوادونو څخه یې اسونه د سلیمان دپاره راوستل.
29د سلیمان د پاچاهۍ نورې ټولې پېښې د شروع نه تر پایه پورې د ناتان نبي د تاریخ په کتاب، د اخیا شیلوني په پېشګویۍ او د عیدو نبي په رویاګانو کې چې عیدو د نباط د زوی یروبعام په هکله وې، لیکلې وې.
30سلیمان څلوېښت کاله په اورشلیم کې په ټولو اسراییلو باندې پاچاهي وکړه.
31نو وروسته هغه مړ شو او د خپل پلار داود په ښار کې ښخ شو. د سلیمان په ځای د هغه زوی رحبعام پاچا شو.