Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1سلیمان په شلو کالو کې د څښتن کور او خپله ماڼۍ جوړه کړه.
2سلیمان هغه ښارګوټي هم بېرته ودان کړل چې حیرام پاچا هغه ته ورکړي وو او اسراییلیان یې هلته ولېږل چې په کې واوسیږي.
3سلیمان په حمات صوبه باندې برید وکړ او هغه ځای یې ونیوه.
4هغه د تدمور ښار چې په دښته کې ؤ، قوي کړ او په حمات کې یې هغه ټول ښارونه هم ودان کړل چې د ذخیرو د ساتلو مرکزونه وو.
5سلیمان دا لاندېني ښارونه هم بېرته ودان کړل: پورتنی او ښکتنی بیت حورون (هغه دواړه قوي ښارونه وو چې داسې دروازې یې درلودلې چې اړمونه یې درلودل.)
6سلیمان بعلت او هغه ښارونه ودان کړل چې هغه ذخیرې په کې ساتلې او هغه ښارونه یې هم ودان کړل چې د هغه د اسونو او جنګي ګاډیو دپاره وو. همدارنګه هغه هرڅه چې غوښتل په اورشلیم، لبنان او په هغې ټولې سیمې کې چې هغه ورباندې پاچاهي کوله، ودان کړل.
7-
8سلیمان د بېګار دپاره د کنعان د خلکو ټوله اولاده مزدوران ونیول، یعنې هغه خلک چې د اسراییلو قوم د هغوی د هېواد د نیولو په وخت کې له منځه یو نه وړل. په دې کې حیتیان، اموریان، فرزیان، حویان او یبوسیان شامل وو چې د هغوی اولاده تر اوسه پورې غلامان دي.
9خو سلیمان د اسراییلیانو څخه یو هم د بېګار دپاره ونه نیوه، بلکې هغوی د هغه عسکر، قوماندانان او د هغه د جنګي ګاډیو قوماندانان او ګاډي وانان وو.
10همدارنګه هغوی د سلیمان پاچا د ودانۍ د جوړولو لوړ رتبه مامورین وو. دوه سوه او پنځوسو کسانو به د هغو خلکو څارنه کوله چې کار به یې کاوه.
11سلیمان خپله ښځه چې د فرعون لور وه، د داود د ښار څخه خپلې نوې ماڼۍ ته چې د هغې دپاره یې جوړه کړې وه، بوتله. ځکه هغه وویل: «زما ښځه نه شي کولای د داود، یعنې د اسراییلو د پاچا په ماڼۍ کې ژوند وکړي، ځکه په هرځای کې چې د لوظ صندوق ایښودل شوی وي، هغه ځای سپېڅلی دی.»
12سلیمان د قربانۍ په هغه ځای کې چې هغه د خدای د کور برنډې ته مخامخ جوړ کړی ؤ، څښتن ته سوځېدونکې نذرانې قرباني کړې.
13هغه د موسی شرطونه پوره کړل چې د سبت په ورځ، د نوې میاشتې په اختر او په درېو اخترونو کې چې هر کال راځي یعنې د فطیرې ډوډۍ اختر، د لو اختر او د جونګړو په اختر کې څښتن ته سوځېدونکې نذرانې وړاندې کېدلې.
14بیا سلیمان د خدای په کور کې کاهنانو او لاویانو ته خپلې وظیفې وروسپارلې او هغه اصول یې سرته ورسول چې خپل پلار یعنې داود ورکړي وو. لاویانو د ستاینې او د عبادت مشري په غاړه اخیستې وه او د کاهنانو سره به یې د هغوی په وظیفو کې مرسته کوله. هغه د هرې دروازې دپاره ډله ییز ساتونکي هم وټاکل، ځکه چې دا د خدای د خدمتګار داود حکم ؤ.
15کاهنانو او لاویانو هغه لارښوونې چې داود پاچا هغوی ته د خزانو او نورو موضوعګانو په اړه ورکړې وې، په غور او تفصیل سره تر سره کړې.
16په دې ډول د سلیمان ټول کارونه پوره شول. د څښتن د کور د بنیاد ایښودلو څخه نیولې د هغه د پوره کېدو پورې ټول کارونه په بریالیتوب سره سرته ورسېدل.
17وروسته سلیمان عصیون جابر او د ایلت ښارګوټو ته لاړ چې د ادوم د دریاب په غاړه پراته وو.
18حیرام د خپلو سړیو د امر لاندې او د تجربه لرونکو کشتیوانانو سره هغه ته کشتۍ ګانې ورولېږلې. هغوی د سلېمان د کسانو سره په کشتۍ ګانو کې اوفیر ته سفر وکړ او د پنځلسو ټنو څخه زیات سره زر یې راوړل او هغه یې سلیمان پاچا ته وسپارل.