Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
9 verses
1یوتام د پنځه ویشت کلنۍ په عمر پاچا شو او په اورشلیم کې یې شپاړس کاله پاچاهي وکړه. د هغه مور یروشه د صادوق لور وه.
2یوتام د خپل پلار په شان هغه کارونه کول چې د څښتن په نظر کې ښه وو، خو د هغه په شان یې د څښتن کور ته په ننوتلو سره ګناه نه کوله. خو بیاهم خلکو خپلو بدو رواجونو ته دوام ورکړ.
3دا یوتام ؤ چې د څښتن د کور پاسنۍ دروازه یې بیا جوړه کړه او د ښار په هغه دېوال باندې یې ډېر کار وکړ چې د اورشلیم د عوفل په سیمه کې ؤ.
4هغه د یهودا په غرونو کې ښارونه ودان کړل او په ځنګلونو کې یې کلاوې او د څارنې برجونه جوړ کړل.
5هغه د عمون د پاچا او د هغه لښکر په ضد جګړه وکړه او هغوی ته یې ماتې ورکړه. عمونیانو د درېو کالو دپاره په هر کال کې هغه ته درې زره او څلور سوه کیلوګرامه سپین زر، زر ټنه غنم او زر ټنه اوربشې باج ورکاوه.
6یوتام قوي شو، ځکه چې هغه په وفادارۍ سره د خپل څښتن خدای اطاعت کاوه.
7د یوتام د پاچاهۍ نورې پېښې، د هغه جګړې او کړنلارې ټولې د اسراییلو او یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوې دي.
8یوتام د پنځه ویشت کلنۍ په عمر پاچا شو او په اورشلیم کې یې شپاړس کاله پاچاهي وکړه.
9یوتام مړ شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. بیا د هغه زوی آحاز د هغه په ځای پاچا شو.