Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
27 verses
1آحاز شل کلن ؤ چې پاچا شو او شپاړس کاله یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. هغه د خپل نیکه داود لاره غوره نه کړه او داسې کارونه یې ونه کړل چې د څښتن په نظر کې ښه وو.
2آحاز د اسراییلو د پاچاهانو لاره غوره کړه. هغه د بعل د اوسپنې بتان جوړ کړل او
3د بن هنوم په دره کې یې ورته خوشبویي وسوځوله. حتی خپل زامن یې هم د سوځېدونکو نذرانو په توګه قرباني کړل. دا د هغو قومونو ناوړه رواج ؤ چې څښتن د اسراییلو د وړاندې تګ سره سم شړلي وو.
4آحاز په سیمه ییزو عبادتځایونو، غونډیو او د هرې سیوري لرونکې ونې لاندې قربانۍ کولې او خوشبویي یې سوځولې.
5-
6د دې په خاطر چې آحاز ګناه وکړه، د هغه څښتن خدای د سوریې پاچا پرېښود چې آحاز ته ماتې ورکړي او د یهودا زیات شمېر خلک دمشق ته د اسیرانو په توګه بوځي. څښتن د اسراییلو پاچا د رملیا زوی فقح هم پرېښود چې آحاز ته ماتې ورکړي او په یوه ورځ د یهودا یو سلو شل زره ډېر زړور عسکر ووژني. د هغوی د نیکونو څښتن خدای پرېښودل چې همداسې وشي، ځکه چې د یهودا خلکو د هغه څخه مخ اړولی ؤ.
7یو اسراییلي عسکر چې زکري نومېده د آحاز پاچا زوی معسیا، د ماڼۍ د چارو مدیر عزریقام او القانه چې د پاچا څخه وروسته دوهم سړی ؤ، ووژل.
8که څه هم د یهودا خلک د هغوی خپلوان وو، خو د اسراییلو لښکرو دوه سوه زره ښځې او ماشومان د اسیرانو په توګه ونیول او د ډېر زیات غنیمت سره یې سامریې ته بوتلل.
9د څښتن یو نبي چې عودید نومېده، هغه د سامریې په ښار کې اوسېده. څنګه چې د اسراییلو لښکر ښار ته د یهودا د اسیرانو سره لاړل، عودید ورسره مخامخ شو او ورته ویې ویل: «ستاسو د نیکونو څښتن خدای په یهودا باندې په قهر شو او تاسو یې پرېښودئ چې هغوی ته ماتې ورکړئ، خو اوس هغه خبر شوی دی چې تاسو په څومره په بې رحمۍ سره هغوی ووژل.
10اوس تاسو دا نیت لرئ چې د اورشلیم او د یهودا سړي او ښځې خپل غلامان کړئ. ایا په دې نه پوهېږئ چې تاسو هم د خپل څښتن خدای په وړاندې ګناهونه کړي دي؟
11ماته غوږ ونیسئ! دا اسیران ستاسو خپلوان دي. هغوی بېرته ولېږئ که نه، نو د څښتن قهر او غضب به په تاسو باندې نازل شي.»
12د اسراییلو د شمال د پاچاهۍ دغو څلورو مشرانو هم د لښکر د دې کار مخالفت وکړ: د یهوحانان زوی عزریا، د مشلیموت زوی برکیا، د شلوم زوی یحزقیا او د حدلای زوی عماسا.
13هغوی وویل: «هغه اسیران دلته مه راولئ! ځکه په دې کار سره مونږ د خدای په وړاندې ګناهکاروئ. مونږ لا پخوا د څښتن په وړاندې زیاته ګناه کړې ده، تاسو غواړئ چې زمونږ ګناه لا نوره هم زیاته شي. نژدې دی چې د خدای قهر او غضب په مونږ باندې نازل شي.»
14نو بیا لښکرو اسیران او غنیمت خلکو او د هغوی مشرانو ته وسپارل.
15پورته څلورو ذکر شویو سړیو ته وظیفه وسپارل شوه چې هغو اسیرانو ته چې لوڅ وو په غنیمت نیول شوي کالي ورکړي. هغوی اسیرانو ته د اغوستلو دپاره کالي او د پښو دپاره څپلۍ ورکړې. همدارنګه هغوی ته یې خوراک او څښاک ورکړ او د زیتونو تېل یې د هغوی په زخمونو باندې واچول. هغه چې ډېر کمزوري وو او مزل یې نه شو کولای، په خرو یې سپاره کړل او ټول اسیران بېرته اریحا ته چې د خرما د ونو ښار دی، د هغوی خپل قو�� ته یووړل شول. بیا اسراییلیان سامریې ته راستانه شول.
16-
17ادومیانو بیا په یهودا باندې حمله پیل کړه او اسیران یې ونیول، نو آحاز پاچا د تغلت فلاسر یعنې د آشور د پاچا څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
18په دې وخت کې فلسطینیانو په هغو ښارونو باندې حمله کوله چې د غرونو په لوېدیځو لمنو او جنوبي یهودا کې پراته وو. هغوی د بیت شمس، ایالون او د جدیروت ښارونه ونیول. همدارنګه یې د سوکوه، تمنه او د جمزو ښارونه، د هغو د شاوخوا کلیو سره هم ونیول. بیا هغوی په دې ځایونو کې مېشت شول.
19له دې کبله چې د یهودا پاچا آحاز خپل خلک بدکارۍ ته هڅولي وو او د څښتن نافرماني یې کړې وه، نو څښتن د یهودا خلک خوار او ذلیل کړل.
20بیا د آشور پاچا تغلت فلاسر یهودا ته راغی، خو د دې په ځای چې د آحاز سره مرسته وکړي، د هغه مخالفت یې وکړ او هغه یې د کړاوونو سره مخامخ کړ.
21نو آحاز د څښتن د کور، د ماڼۍ او د خلکو د مشرانو د کورونو څخه قیمتي شیان واخیستل او د اشور پاچا ته یې ورکړل، خو دې کار هم څه ګټه ونه کړه.
22حتی وروسته له دې چې په احاز باندې دا وېروونکې پېښې وشوې، هغه د څښتن په وړاندې د پخوا څخه هم زیاته ګناه وکړه.
23هغه د ځان سره وویل: «د سوریایانو خدایانو به هرومرو د هغوی د پاچاهانو سره مرسته کړې وي چې ماته ماتې راکړي. کېدای شي که چېرې زه هغو خدایانو ته قربانۍ وړاندې کړم، زما سره به هم مرسته وکړي.» دا هغه ګناه وه چې په اخر کې د احاز د رانسکورېدلو او د ټولو اسراییلیانو د تباهۍ سبب شوه.
24برسېره پر دې، هغه د خدای د کور ټول سامان واخیست او هغه یې ټوټې ټوټې کړ. هغه د څښتن کور بند کړ او د اورشلیم په هره برخه کې یې د قربانۍ ځایونه جوړ کړل.
25هغه د یهودا په هر ښار کې بتانو ته د عبادت ځایونه جوړ کړل چې پردیو خدایانو ته خوشبویي په کې وسوځول شي. هغه په دې ډول د خپلو نیکونو څښتن خدای په خپل ځان باندې په قهر کړ.
26آحاز چې د خپلې پاچاهۍ په دوران کې د اول نه تر پایه نور څه کړي وو، د یهودا او د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
27آحاز مړ شو او په اورشلیم کې په یوه هدیره کې چې شاهي هدیره نه وه، ښخ شو. بیا د هغه زوی حزقیا د هغه په ځای پاچا شو.