Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
35 verses
1حزقیا پنځه ویشت کلن ؤ چې پاچا شو او هغه نهه ویشت کاله په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. د هغه د مور نوم ابیا ؤ چې د زکریا لور وه.
2هغه لکه د خپل نیکه داود پاچا په شان هغه کارونه وکړل چې د څښتن په نظر کې ښه وو.
3حزقیا د خپلې پاچاهۍ د لومړي کال په لومړۍ میاشت د څښتن د کور دروازې پرانیستې او هغه یې بېرته جوړې کړې.
4هغه د څښتن د کور په ختیځې حوېلۍ کې کاهنان او لاویان راغونډ کړل
5او هلته یې ورسره خبرې وکړې. هغه وویل: «ای لاویانو زما خبرې واورئ، خپل ځانونه او د خپلو نیکونو د څښتن خدای کور پاک کړئ او د کور څخه ناپاک شیان لېرې کړئ.
6زمونږ نیکونه زمونږ څښتن خدای ته بې وفا وو او هغه کارونه یې کول چې د هغه په نظر کې بد وو. هغوی څښتن پرېښود او د هغه د اوسېدو ځای ته یې شا کړه.
7هغوی د څښتن د کور دروازې بندې کړې، څراغونه یې مړه کړل او د اسراییلو د خدای په کور کې یې خوشبویي یا سوځېدونکې نذرانې هغه ته وړاندې نه کړې.
8له دې کبله څښتن په یهودا او په اورشلیم باندې ډېر په قهر شو. تاسو په دې ښه پوهېږئ، هغه څه چې څښتن په هغوی باندې کړي دي په هغې ټول خلک ووېرېدل، وارخطا او مسخره شول.
9له همدې امله زمونږ پلرونه په جګړه کې ووژل شول او زمونږ ښځې، زامن او لوڼې د اسیرانو په توګه یووړل شول.
10اوس ما پرېکړه کړې ده چې د اسراییلو د څښتن خدای سره یو لوظ وکړم ترڅو د هغه سخت قهر زمونږ څخه لېرې شي.
11زما زامنو، په خپلو وظیفو کې بې پروایي مه کوئ. څښتن تاسو د دې دپاره غوره کړي یئ چې د هغه په حضور کې ودرېږئ او د هغه خدمت وکړئ او هغه ته خوشبویي وسوځوئ.»
12-
14کله چې حزقیا خپلې خبرې پای ته ورسولې، نو د لاویانو دا لاندېني مشران خپلې وظیفې ته لاړل:د قهات له طایفې څخه، د عماسای زوی محت او د عزریا زوی یوییل.د مراري له طایفې څخه، د عبدي زوی قیس او د یهلل ییل زوی عزریا.د جرشون له طایفې څخه، د زمه زوی یوآخ او د یوآخ زوی عدن.د الیصافان له طایفې څخه، شمري او یعي ییل.د اساف له طایفې څخه، زکریا او متنیا.د هیمان له طایفې څخه، یحییل او شمعي.د یدوتون له طایفې څخه، شمعیه او عزییل.
15دغو سړیو خپل لاویان ورونه راغونډ او هغوی ټولو خپل ځانونه پاک کړل. بیا هغوی د څښتن د شریعت سره سم او د پاچا په امر د څښتن د کور په پاکولو پیل وکړ.
16کاهنان د څښتن کور ته ننوتل چې هغه پاک کړي او هغوی هغه هرڅه د کور حوېلۍ ته راوویستل چې ناپاک وو. د هغه ځای نه لاویانو دا ټول شیان د ښار څخه دباندې د قدرون درې ته یووړل.
17د لومړۍ میاشتې په لومړۍ ورځ کار پیل شو او په اتمه ورځ هغوی دا ټول کار د څښتن د کور تر برنډې پورې ورساوه. بیا هغوی اته ورځې نورې کار وکړ او د میاشتې تر شپاړسمې ورځې پورې یې د څښتن کور پاک او هغه یې د عبادت دپاره تیار کړ.
18بیا لاویان د حزقیا پاچا حضور ته ورغلل او ورته ویې ویل: «مونږ د څښتن د ټول کور د پاکولو کار پای ته ورساوه چې د سوځېدونکو نذرانو د قربانۍ ځای، د سپېڅلې ډوډۍ مېز او د هغو ټول سامان په کې شامل دي.
19مونږ هغه ټول سامان هم بېرته راوړی دی چې احاز پاچا �� هغو کلونو په دوران کې وړی ؤ کله چې هغه خدای ته بې وفا شو او مونږ هغه بېرته وقف کړی دی. هغه ټول مو د څښتن د قربانۍ د ځای په مخکې ایښي دي.»
20حزقیا پاچا بله ورځ سهار وختي د ښار مشران راغونډ کړل او هغوی یو ځای د څښتن کور ته لاړل.
21هغوی د شاهي کورنۍ او د یهودا د خلکو دپاره او همدارنګه د څښتن د کور د پاکوالي دپاره اووه غویان، اووه پسونه، اووه وري او اووه وزان د ګناه د نذرانې په توګه راوړل. پاچا کاهنانو یعنې د هارون اولادې ته امر وکړ چې هغه د څښتن د قربانۍ په ځای باندې قرباني کړي.
22کاهنانو لومړی غویان، بیا پسونه او بیا یې وري حلال کړل. د هرې قربانۍ د حلالېدلو څخه وروسته یې د هغو وینه د قربانۍ په ځای باندې وشیندله.
23په پای کې کاهنانو وزې د ګناه د نذرانې دپاره پاچا او نورو عبادت کوونکو ته وروړلې او عبادت کوونکو خپل لاسونه ورباندې کېښودل.
24بیا کاهنانو وزان حلال کړل او د هغو وینه یې د ټولو خلکو د ګناه د کفارې دپاره د قربانۍ په ځای باندې وشیندله، ځکه چې پاچا امر کړی ؤ چې سوځېدونکې نذرانې او د ګناه نذرانې دې د ټولو اسراییلو دپاره وړاندې شي.
25پاچا په هغه حکم باندې عمل وکړ چې څښتن داود پاچا ته د پاچا د نبي یعنې د جاد او د ناتان نبي په وسیله کړې وې. حزقیا، لاویان د څښتن په کور کې په داسې حال کې ودرول چې تالونه، چنګونه او رڅپرکیونه،
26یعنې هغه ډول آلې ورسره وې چې داود پاچا ورڅخه کار اخیستی ؤ. کاهنان هم د سرنیو سره هلته ودرېدل.
27حزقیا حکم وکړ چې سوځېدونکې نذرانه دې د قربانۍ په ځای کې وړاندې شي. څنګه چې د هغې وړاندې کول پیل شول، خلکو څښتن ته د ستاینې سندرې وویلې او ساز غږوونکو د سرنیو او د موسیقۍ د نورو آلو په غږولو سره د هغوی ملګرتیا کوله.
28ټول عبادت کوونکي په سجده شول او سندرو او د سرنیو غږولو تر هغه وخته پورې دوام وموند، ترڅو چې د ګناه نذرانه وسوځېدله.
29د مراسمو په پای کې، حزقیا پاچا او ټول خلک په سجده شول او د خدای عبادت یې وکړ.
30پاچا او د قوم مشرانو لاویانو ته امر وکړ چې څښتن ته د ستاینې هغه سندرې ووایي چې داود او اساف نبي لیکلې وې. نو هغوی په ډېرې خوښۍ سره سندرې وویلې، بیا هغوی په سجده شول او د خدای عبادت یې وکړ.
31حزقیا خلکو ته وویل: «اوس چې تاسو د سپېڅلتوب له مراسم سره خپل ځانونه څښتن ته وقف کړل، نو د هغه کور ته قربانۍ او د شکرانې نذرانې راوړئ.» خلکو دا خبره ومنله او د هغوی څخه ځینو په خپله خوښه حیوانات هم راوستل چې د سوځېدونکو نذرانو په توګه قرباني شي.
32هغوی اویا غویان، سل پسونه او دوه سوه وري د سوځېدونکو نذرانو په توګه د څښتن دپاره راوړل.
33هغه حیوانات چې د قربانیو دپاره سپېڅلي شوي وو، د هغو شمېر شپږ سوه غویانو او درې زره پسونو او وزانو ته رسېده.
34له دې کبله چې د کاهنانو شمېر لږ ؤ، هغوی نه شو کولای چې د قربانۍ د ټولو حیواناتو پوستکي وباسي، نو ځکه ترڅو چې نورو کاهنانو خپل ځانونه پاک کړل، د هغوی ورونه یعنې لاویان، د دې کار د سرته رسولو دپاره حاضر شول چې د هغوی سره مرسته وکړي. (د ځان په پاک ساتلو کې د کاهنانو په پرتله لاویان وفادار وو.)
35د زیات شمېر سوځېدونکو نذرانو څخه پرته، کاهنانو د سولې د نذرانو د وازګې د سوځولو مسوولیت په غاړه درلود. همدارنګه یې د هغو شرابو د تویولو مسوولیت هم په غاړه درلود چې د سوځېدونکو نذرانو سره وړاندې کېدل. په دې ډول د څښتن کور د عبادت دپاره تیار شو.
36حزقیا پاچا او ټولو خلکو د دې دپاره خوشحالي کوله چې خدای ورسره مرسته وکړه چې دا ټول کارونه زر تر سره کړي.