Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1د کال په لومړۍ میاشت خلکو نه شو کولای چې د فسحې اختر په سم وخت ولمانځي، ځکه چې زیات شمېر کاهنانو خپل ځانونه پاک کړي نه وو او په اورشلیم کې ډېر خلک راغونډ شوي نه وو. نو حزقیا پاچا، د هغه درباریان او د اورشلیم خلک په دې راضي شول چې دا اختر به په دوهمه میاشت ولمانځي او پاچا د اسراییلو او د یهودا ټولو خلکو ته پیغام ولېږه. هغه د افرایم او د منسي قبیلو ته لیکونه ولېږل او هغوی ته یې بلنه ورکړه چې په اورشلیم کې د څښتن کور ته راشي، د دې دپاره چې د اسراییلو د څښتن خدای د درناوي دپاره د فسحې اختر ولمانځي.
4د هغوی پلان پاچا او ټولو خلکو ته ښه ښکاره شو،
5نو هغوی پرېکړه وکړه چې ټولو اسراییلو ته بلنه ورکړي یعنې په شمال کې له دان څخه نیولې په جنوب کې تر بیرشبع پورې چې په اورشلیم کې سره راټول شي او د اسراییلو د څښتن خدای دپاره د فسحې اختر ولمانځي. هغوی غوښتل چې د شریعت سره سم اختر د زیات شمېر خلکو له خوا ولمانځل شي، مخکې داسې نه وو.
6د پاچا په حکم، استازي په ټولو اسراییلو او یهودا کې د دې بلنې سره وګرځېدل چې پاچا او د هغه درباریانو لیکلی ؤ. متن یې دا ؤ:«ای د اسراییلو خلکو، تاسو بېرته د ابراهیم، اسحاق او یعقوب څښتن خدای ته راوګرځئ، ترڅو هغه هم تاسو ته چې د آشور د پاچاهانو له لاسه تښتېدلي یئ، دروګرځي.
7د خپلو نیکونو او نورو اسراییلیانو په شان مه اوسئ چې د خپلو نیکونو څښتن خدای ته بې وفا وو. تاسو ګورئ چې څښتن هغوی ته سخته سزا ورکړه.
8د خپلو نیکونو په شان خپل زړونه مه سختوئ بلکې د څښتن اطاعت کوئ. هغه کور ته راځئ چې په اورشلیم کې دی کوم چې ستاسو څښتن خدای د تل دپاره سپېڅلی کړی دی او د هغه عبادت کوئ، ترڅو هغه په تاسو باندې په قهر نه شي.
9که چېرې تاسو څښتن ته راوګرځئ، بیا به هغه خلک چې ستاسو کورنۍ یې د اسیرانو په توګه بیولي دي، په هغوی باندې به زړه وسوځوي او بېرته به هغوی کور ته راپرېږدي. ستاسو څښتن خدای مهربانه او رحیم دی او که چېرې تاسو هغه ته راوګرځئ، نو هغه به تاسو قبول کړي.»
10استازي د افرایم او د منسي د قبیلو په سیمه کې د یو ښار څخه بل ښار ته لاړل او تر شمال پورې د زبولون قبیلې ته ورسېدل، خو خلکو په هغوی پورې خندل او ملنډې یې ورباندې وهلې.
11بیاهم د اشیر، منسي او د زبولون د قبیلو ځینو خلکو عاجزي وښودله او اورشلیم ته لاړل.
12خدای د یهودا خلک هم د دې دپاره سره یو موټی کړل چې د هغه اطاعت وکړي او د پاچا او د هغه د درباریانو حکمونه ومني.
13په دوهمه میاشت زیات شمېر خلک په اورشلیم کې سره راغونډ شول چې د فطیرې ډوډۍ اختر ولمانځي.
14هغوی د بتانو د عبادت هغه ټول ځایونه لېرې کړل چې په اورشلیم کې ورڅخه د قربانیو په وړاندې کولو او د خوشبویۍ په سوځولو کې کار اخیستل کېده او هغه یې د قدرون په دره کې وغورځول.
15د دوهمې میاشتې په څوارلسمه ورځ هغوی د فسحې د اختر د قربانۍ دپاره وري حلال کړل. هغه کاهنان او لاویان چې پاک نه وو، دومره خجالته شول چې خپل ځانونه یې پاک کړل او بیا هغوی کولای شول چې د څښتن په کور کې سوځېدونکې نذرانې قرباني کړي.
16هغوی د خدای نبي یعنې د موسی د شریعت د لارښودنو سره سم د خدای په کور کې خپل ځایونه و��یول. لاویانو د قربانیو وینه کاهنانو ته ورکوله او هغوی هغه وینه د قربانۍ په ځای باندې شیندله.
17له دې امله چې په غونډه کې ډېرو خلکو خپل ځانونه پاک کړي نه وو، هغوی ونه شو کولای چې د فسحې د اختر وري حلال کړي، نو لاویانو د هغوی دپاره دا کار کاوه او وري یې څښتن ته وقفول.
18-
19د هغو خلکو څخه چې د افرایم، منسي، یساکار او زبولون د قبیلو څخه راغلي وو، ډېرو یې د پاکېدو مراسم تر سره کړي نه وو او هغوی د شریعت سره سم د فسحې د اختر ډوډۍ نه خوړله. حزقیا پاچا د هغوی دپاره داسې دعا وکړه: «ای څښتنه، د خپلې نېکۍ له مخې هغه خلک وبخښه چې د زړه له کومي ستا یعنې د خپلو نیکونو د څښتن خدای عبادت کوي، که څه هم هغوی د کور د اصولو له مخې سپېڅلي نه دي.»
20څښتن د حزقیا دعا قبوله کړه، هغه خلک وبخښل او هغوی ته یې زیان ونه رساوه.
21هغو خلکو چې په اورشلیم کې راغونډ شوي وو، اووه ورځې په ډېرې خوشحالۍ سره د فطیرې ډوډۍ اختر ولمانځه او لاویانو او کاهنانو به هره ورځ په خپل ټول قوت سره د موسیقۍ په غږولو سره د څښتن ستاینه کوله.
22حزقیا د لاویانو د هغه مهارت ستاینه وکړه چې هغوی د څښتن د عبادت په سرته رسولو کې د ځانه ښودلی ؤ.خلکو اووه ورځې د اختر ډوډۍ وخوړله، د سولې نذرانې یې وړاندې کړې او د خپلو نیکونو د څښتن خدای ستاینه یې وکړه.
23ټولو خلکو پرېکړه وکړه چې اووه ورځې نورې هم جشن ونیسي. نو هغوی په خوشحالۍ سره جشن ونیوه.
24حزقیا پاچا زر غویان او اووه زره پسونه خلکو ته ورکړل چې حلال یې کړي او ویې خوري او درباریانو هغوی ته زر نور غویان او لس زره نور پسونه ورکړل. زیات شمېر کاهنانو د سپېڅلتوب مراسم تر سره کړل.
25نو د یهودا خلکو، کاهنانو، لاویانو، هغو خلکو چې د اسراییلو څخه راغلي وو او هغه بهرنیان چې په اسراییلو او یهودا کې د تل دپاره مېشته شوي وو، خوشحالي کوله.
26د اورشلیم ښار د خوشحالۍ څخه ډک ؤ، ځکه چې د اسراییلو د پاچا د داود زوی سلیمان د زمانې څخه تر هغې ورځې پورې داسې مراسم نه وو نیول شوي.
27کاهنانو او لاویانو د خلکو دپاره د څښتن برکت وغوښت. خدای په اسمان یعنې په خپل سپېڅلي ځای کې د هغوی دعاګانې واورېدلې او هغه یې قبولې کړې.