Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1وروسته له دې چې اختر پای ته ورسېده، د اسراییلو ټول خلک د یهودا هر ښار ته لاړل او د تیږو ستنې یې ماتې کړې، د اشیره بتان یې راوغورځول او د قربانۍ ځایونه او سیمه ییز عبادتځایونه یې وران کړل. هغوی د یهودا په پاتې سیمه کې او د بنیامین، افرایم او منسي په سیمو کې هم همداسې وکړل. بیا هغوی ټول خپلو کورونو ته ستانه شول.
2حزقیا پاچا د کاهنانو او د لاویانو ډلې بېرته جوړې کړې او په دې ډلو کې هر یو تن ځانګړې وظیفې درلودلې. په دغو وظیفو کې د سوځېدونکو نذرانو او د سولې نذرانو وړاندې کول، د خدای په کور کې په عبادت کې برخه اخیستل، شکرګزاري کول او د کور په دروازو کې ستاینه کول شامل وو.
3حزقیا پاچا د خپلو رمو او پادو څخه هر سهار او ماښام د سوځېدونکو نذرانو دپاره حیوانات تیارول او همدارنګه د سبت په ورځ، د نوې میاشتې په اختر کې او په هغو نورو اخترونو کې چې د څښتن د شریعت غوښتنه وه، حیوانات برابرول.
4برسېره پر دې، پاچا د اورشلیم خلکو ته وویل هغه نذرانې راوړي چې کاهنانو او لاویانو یې د اخیستلو حق درلود، ترڅو هغوی وکولای شي چې د څښتن د شریعت د شرطونو د عملي کولو دپاره خپل ټول وخت وقف کړي.
5څنګه چې حکم ورکړل شو، د اسراییلو قوم د سخاوت له مخې د خپلو لومړنیو ښو غلو دانو، شرابو، د زیتونو تېلو، شاتو او د نورو حاصلاتو څخه سوغاتونه راوړل او هغوی د خپل هر شي عشر هم راوړ.
6د یهودا او د اسراییلو خلکو چې د یهودا په ښارونو کې اوسېدل، د خپلو پادو او رمو عشر راوړ او د هغو سوغاتونو عشر یې هم راوړ چې خپل څښتن خدای ته یې وقف کړي وو. هغه سوغاتونه یې په انبارونو کې کېښودل.
7په درېمه میاشت د سوغاتونو رارسېدل پیل او په راتلونکو څلورو میاشتو کې سره انبار شول.
8کله چې حزقیا پاچا او د هغه درباریانو ولیدل چې دومره سوغاتونه ورکړل شوي دي، هغوی د څښتن او د هغه د قوم یعنې د اسراییلو ستاینه وکړه.
9پاچا د کاهنانو او د لاویانو څخه د دغو سوغاتونو په هکله پوښتنه وکړه
10او عزریا چې مشر کاهن او د صادوق د اولادې څخه ؤ، پاچا ته وویل: «د هغه وخت راهیسې چې خلکو د خدای کور ته د خپلو نذرانو راوړل پیل کړل، مونږ په پوره اندازه وخوړل، خو اوس هم ډېر شیان پاتې دي. دا له دې امله چې څښتن خپلو خلکو ته برکت ورکړی دی.»
11هغوی د پاچا په حکم د خدای په کور کې ګودامونه تیار کړل
12او په هغو کې یې ټولې اعانې، عشر او وقف شوي شیان کېښودل. هغوی په دې کار کې صادق وو. هغوی یو لاوي چې کوننیا نومېده د هغو مسوول وټاکه او د هغه ورور یعنې شمعي یې د هغه مرستیال وټاکه.
13لسو تنو لاویانو ته د هغوی تر لاس لاندې کار وسپارل شو چې دا یې نومونه دي: یحییل، عززیا، نحت، عساهیل، یریموت، یوزاباد، ایلییل، یسمخیا، محت او بنایاه. دا ټول کارونه د حزقیا پاچا او د مشر کاهن یعنې د عزریا تر واک لاندې وشول.
14د یمنه زوی قوری یو لاوي ؤ چې د خدای د کور د ختیځې دروازې د ساتونکو مشر ؤ. هغه د هغو سوغاتونو او ډېرو سپېڅلو نذرانو د اخیستلو او وېشلو مسوول ؤ چې څښتن ته وړاندې کېدل.
15د یهودا په نورو ښارونو کې چې کاهنان په کې اوسېدل، د هغه سره په دې کار کې د نورو لاویانو ل�� خوا په وفادارۍ سره مرسته کوله چې نومونه یې دا دي: عدن، منیامین، یشوع، شمعیه، امریا او شکنیا. هغوی خپلو لاویانو ملګرو ته، زړو او ځوانانو ته یوشان د هغوی د ډلو له مخې خواړه وېشل.
16دا وېش د طایفو له مخې نه وو، بلکې هغوی ټولو هغو نارینو ته یوه یوه برخه ورکوله چې عمرونه یې درې کاله یا د هغې څخه زیات وو یعنې هغو لاویانو ته چې د خپلو ډلو سره سم یې د خدای په کور کې ورځني مسوولیتونه په غاړه درلودل.
17کاهنانو ته طایفه په طایفه خپلې وظیفې وسپارل شوې او هغو لاویانو ته چې عمرونه یې شل کاله یا زیات وو، هغوی ته ډله په ډله وظیفې وسپارل شوې.
18په نسب نامو کې د هغوی د کوچنيو ماشومانو او د هغوی د ښځو، زامنو او لورګانو نومونه یعنې ټوله ټولنه شامله وه، ځکه چې هغوی هم د خپلو ځانونو په پاک ساتلو کې وفادار وو او د څښتن د خدمت دپاره د منلو وړ وو.
19د هغو کاهنانو په منځ کې چې په هغو ښارونو کې اوسېدل چې د هارون اولادې ته ورکړل شوي وو یا په هغو څړځایونو کې چې په دغو ښارونو پورې تړلي وو، داسې مسوول کسان وو چې د کاهنانو په کورنیو کې یې ټولو نارینوو ته او هغو ټولو خلکو ته خواړه وېشل چې د لاویانو په نسب نامو کې یې نومونه لیکلي وو.
20حزقیا پاچا په ټوله یهودا کې ښه او نېک او داسې د وفادارۍ کارونه کول چې د هغه څښتن خدای ورباندې خوشحالېده.
21هرڅه چې هغه د خدای د کور دپاره یا د شریعت د حکمونو د عملي کولو دپاره وکړل، هغه خپل خدای ته رجوع کوله او دا کارونه یې د زړه له کومي وکړل. نو ځکه په دې ټولو کارونو کې بریالی ؤ.