Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
33 verses
1له دې ښو او نېکو کارونو څخه وروسته چې حزقیا پاچا په وفادارۍ سره سرته ورسول، د آشور پاچا سنخاریب په یهودا باندې حمله وکړه. هغه هغه قوي شوي ښارونه کلابند کړل او غوښتل یې چې دا ښارونه ونیسي.
2کله چې حزقیا ولیدل چې سنخاریب په اورشلیم باندې هم د حملې کولو نیت لري،
3-
4هغه او د هغه درباریانو پرېکړه وکړه چې هغه اوبه بندې کړي چې د ښار څخه دباندې روانې وې، د دې دپاره چې آشوریان اورشلیم ته ورنژدې شي، نو اوبه به ونه لري. درباریانو یو زیات شمېر خلک وویستل او ټولې چینې یې بندې کړې، ترڅو د ښار په ویالو کې نورې اوبه روانې نه شي.
5حزقیا زیار وویست او د ښار دېوال یې چې خراب شوی ؤ جوړ کړ او په هغه باندې یې د څارنې برجونه ودرول او د هغه دېوال دباندې یې بل دېوال جوړ کړ. برسېره پر دې یې هغه ځمکه هم قوي کړه چې د داود د ښار په ختیځه خوا کې راډکه شوې وه او هغه پرېمانه نېزې او سپرونه هم جوړ کړل.
6هغه په ښار کې په عسکرو باندې منصبداران مقرر کړل او د ښار د دروازې سره په یو پراخه ځای کې یې هغوی راغونډ کړل. هغوی ته یې یوه هڅوونکې وینا وکړه او ویې ویل:
7«قوي او زړور اوسئ او د آشوریانو د پاچا یا د هغه له لښکر څخه چې هغه یې مشري کوي مه وېرېږئ او مه بې زړه کېږئ. ځکه چې زمونږ سره یو څوک شته چې د هغه نه ډېر زورور دی.
8هغه د انسان څخه مرسته اخلي، خو مونږ د خپل څښتن خدایه مرسته اخلو او هغه زمونږ په خاطر جګړه کوي.» خلک د خپل پاچا په دغو خبرو وهڅیدل.
9یو څه موده وروسته چې سنخاریب او د هغه لښکر لا لاکیش کلابنداوه، هغه حزقیا او د یهودا هغو خلکو ته چې د هغه سره په اورشلیم کې وو، استازي د دې پیغام سره ولېږل:
10«زه سنخاریب د آشور پاچا غواړم پوه شم چې تاسو په څه شي باندې ډاډه یئ چې په اورشلیم کې په دې کلابندۍ کې ژوندي پاتې کېږئ.
11حزقیا تاسو ته وایي چې زمونږ څښتن خدای به مونږ د آشور د پاچا له لاسه وژغوري، خو حزقیا تاسو غولوي او هغه به تاسو پرېږدي چې د قحطۍ او تندې څخه مړه شئ.
12دا هغه سړی دی چې د څښتن د عبادت او د قربانۍ ځایونه یې له منځه یووړل او بیا یې د یهودا او د اورشلیم خلکو ته وویل چې یوازې د قربانۍ د یو ځای په مخکې عبادت کوئ او په همدې ځای کې قربانۍ سوځوئ.
13ایا تاسو نه پوهېږئ چې ما او زما نیکونو د نورو ټولو قومونو د خلکو سره څه ډول چلند کړی دی؟ ایا د کوم بل قوم خدایانو خپل قوم د آشور د پاچا څخه ژغورلی دی؟
14هېڅ یو د هغو قومونو خدایانو چې زمونږ نیکونو هغوی له منځه وړي دي، ونه شو کړای چې خپل خلک وژغوري. بیا تاسو ولې فکر کوئ چې ستاسو خدای تاسو ژغورلی شي؟
15نو اوس حزقیا مه پرېږدئ چې تاسو په دې ډول وغولوي یا مو په غلطه لاره روان کړي. د هغه په خبره باور مه کوئ! ځکه د کوم بل قوم یا پاچاهۍ خدای هېڅکله نه شو کولای چې خپل قوم د اشور د پاچاهانو څخه وژغوري. نو په دې کې شک نشته چې ستاسو خدای هم تاسو نه شي ژغورلی!»
16آشوري مامورانو د څښتن خدای او د هغه د خدمتګار حزقیا په هکله نورې بدې خبرې هم وکړې.
17هغه لیکونه چې د آشور پاچا لیکلي وو، په هغو کې د اسراییلو د څښتن خدای سپکاوی ش��ی ؤ. په هغو کې ویل شوي دي: «د قومونو خدایانو زما څخه خپل قومونه نه دي ژغورلي او نه به د حزقیا خدای خپل قوم زما څخه وژغوري.»
18مامورانو دا خبرې په عبراني ژبه کې په لوړ اواز وکړې، ترڅو هغه خلک چې په دېوال باندې ولاړ وو، ووېروي او ښار ونیسي.
19هغوی د اورشلیم د خدای په هکله په هماغه ډول خبرې وکړې لکه څنګه چې یې د نورو قومونو د خدایانو په هکله کړې وې چې انسانانو په خپلو لاسونو جوړ کړي وو.
20بیا حزقیا پاچا او د آموص زوی اشعیا نبي خدای ته دعا وکړه او د اسمان خواته یې د مرستې دپاره زارۍ او فریادونه وکړل.
21نو څښتن یوه فرښته راولېږله او هغې د آشور د لښکر عسکر او منصبداران ووژل. نو پاچا رسوا شو او بېرته خپل هېواد ته لاړ. یوه ورځ په داسې وخت کې چې هغه د خپل خدای عبادتځای ته ننوت، د هغه ځینو زامنو هغه په خپلو تورو وواژه.
22په دې ډول، څښتن حزقیا پاچا او د اورشلیم خلک د آشور پاچا یعنې د سنخاریب او د نورو دښمنانو له لاسه وژغورل. هغوی ته یې له هرې خوا سوله او ارامي ور په برخه کړه.
23ډېر خلک اورشلیم ته راغلل او څښتن ته یې نذرانې او حزقیا ته یې سوغاتونه راوړل، نو له هغې وروسته ټولو قومونو د حزقیا عزت کاوه.
24په هغو ورځو کې حزقیا پاچا ناروغ شو او مرګ ته نژدې شو. هغه د خپلې شفا دپاره دعا وکړه او څښتن ورته داسې نښه ورکړه چې هغه به روغ شي.
25خو حزقیا دومره مغرور ؤ چې د څښتن څخه یې د هغه احسان په خاطر چې د هغه دپاره یې کړی ؤ، شکرګزاري هم ونه کړه. له دې امله د څښتن قهر په هغه، یهودا او اورشلیم باندې نازل شو.
26په اخر کې بیاهم حزقیا او د اورشلیم خلکو خپل ځانونه عاجز کړل. نو ترڅو پورې چې حزقیا ژوندی ؤ، څښتن هغو خلکو ته سزا ورنه کړه.
27حزقیا پاچا ډېر شتمن شو او هرچا د هغه عزت کاوه. هغه د خپلو سرو او سپینو زرو، قیمتي تیږو، مسالو، سپرونو او د نورو قیمتي شیانو دپاره ګودامونه جوړ کړل.
28برسېره پر دې هغه د غلو دانو، شرابو او د زیتونو د تېلو دپاره ګودامونه، د خپلو پادو دپاره یې غوجلې او د خپلو پسونو دپاره یې هم شپولونه جوړ کړل.
29له دې ټولو سره سره خدای هغه ته ډېر پسونه او پادې ورکولې او دومره نوره شتمني یې ورکړه چې ډېر ښارونه یې ودان کړل.
30دا حزقیا ؤ چې یو سوری یې جوړ کړ چې د جیحون د پورتنۍ چینې څخه په کې د داود د ښار لوېدیځ خواته اوبه روانې شوې. هغه چې هر کار کاوه نو په هغه کې به بریالی کېده.
31نو کله چې د څپرکیل استازي راغلل چې د هغې معجزې په هکله پوښتنه وکړي چې په هېواد کې وشوه، خدای حزقیا په خپل حال پرېښود، د دې دپاره چې هغه وازمایي.
32د حزقیا د پاچاهۍ نورې پېښې او د هغه وفاداري څښتن ته، دا ټولې د آموص زوی اشعیا نبي د خپلې رویا په کتاب کې او د یهودا او د اسراییلو د پاچاهانو په تاریخ کې لیکل شوې دي.
33حزقیا مړ شو او د شاهي هدیرې په پاسنۍ برخه کې ښخ شو. د یهودا او د اورشلیم ټولو خلکو د هغه د مرګ په وخت د هغه ډېر عزت وکړ. د هغه زوی منسي د هغه په ځای پاچا شو.