Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
33 verses
1یوشیا اته کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه په اورشلیم کې یودېرش کاله پاچاهي وکړه.
2یوشیا هغه کار کاوه چې د څښتن په نظر کې ښه ؤ. هغه د خپل نیکه داود لاره غوره کړه او په ټینګه یې د څښتن د ټولو قوانینو اطاعت کاوه.
3د یوشیا د پاچاهۍ په اتم کال کله چې هغه لا ډېر ځوان ؤ، هغه د خپل نیکه یعنې د داود پاچا د خدای په عبادت کولو پیل وکړ. وروسته د څلورو کالو هغه یهودا او اورشلیم د بتخانو، د اشیره د بتانو او د نورو ټولو بتانو څخه پاکول پیل کړل.
4د هغه تر لارښوونې لاندې د قربانۍ هغه ځایونه وران شول چې د بعل د بت عبادت په کې کېده. د هغو دپاسه د خوشبویۍ قربانګاوې هم ماتې شوې. هغوی د اشیره بتان او نور ټول بتان ټوټې ټوټې کړل، په خاورو یې بدل کړل او بیا یې هغه خاوره د هغو خلکو په قبرونو باندې وشیندله چې قربانۍ یې ورته وړاندې کړې وې.
5هغه د بتخانو د کاهنانو هډوکي د قربانۍ په هغو ځایونو باندې وسوځول چې هغوی په کې عبادت کاوه. هغه په دې کار سره یهودا او اورشلیم بیا پاک کړل.
6هغه د منسي، افرایم او شمعون په سیمو کې او په شمال کې تر نفتالي پورې په ښارونو او په وران شویو ځایونو کې هم همداسې وکړل.
7هغه د اسراییلو په ټوله سیمه کې د قربانۍ ځایونه او د اشیره بتان مات کړل، هغه دا او نور بتان ټوټې ټوټې کړل، په خاورو یې بدل کړل او د خوشبویۍ ټولې قربانګاوې یې ټوټې ټوټې کړې. بیا هغه اورشلیم ته راستون شو.
8د یوشیا پاچا د پاچاهۍ په اتلسم کال، وروسته له دې چې هغه هېواد او د خدای کور د بت پرستۍ څخه پاک کړل، نو دغه درې سړي یې ولېږل چې د خپل څښتن خدای کور بېرته جوړ کړي: د اصلیا زوی شافان، د اورشلیم والي معسیا او د یهوآحاز زوی یوآخ چې د پېښو د ثبتولو مسوول ؤ.
9هغه پیسې چې لاوي ساتونکو د خدای په کور کې راټولې کړې وې، مشر کاهن حلقیا ته یې وسپارلې. (دا پیسې د افرایم او د منسي د خلکو او د اسراییلو د پاتې خلکو او د یهودا، بنیامین او د اورشلیم د خلکو څخه راټولې شوې وې.)
10دا پیسې یې هغه چاته وسپارلې چې د څښتن د کور د بیا جوړولو د کار څارنه یې کوله. هغوی دا پیسې
11نجارانو او ګلکارانو ته ورکړې، ترڅو د دې پیسو څخه هغوی توږل شوې تیږې او لرګي د اړمونو او تیرانو په خاطر د خدای د کور د بیاجوړونې دپاره واخلي. هغه کور د یهودا د مخکینیو پاچاهانو د بې پروایۍ له امله وران شوی ؤ.
12کومو خلکو چې د بیا جوړونې کار کاوه، صادق کسان وو. د څلورو لاویانو له خوا د هغوی څارنه کېدله چې نومونه یې دا وو: د مراري د طایفې څخه یحت او عوبدیا او د قهات د طایفې څخه زکریا او مشلام. (لاویان ټول تکړه ساز غږوونکي وو.)
13ځینې لاویان د موادو د وړلو او د هغو کارګرانو د څارنې مسؤولان وو چې په بېلابېلو کارونو باندې بوخت وو او نورو د منشیانو یا د ساتونکو په توګه خدمت کاوه.
14هغه وخت چې هغوی هغه راټولې شوې پیسې د څښتن د کور د ګودام څخه راوړلې، حلقیا د څښتن د تورات کتاب وموند چې د موسی په وسیله ورکړل شوی ؤ.
15حلقیا شافان منشي ته وویل: «ما د څښتن په کور کې د تورات کتاب موندلی دی.» هغه دا کتاب شافان ته ورکړ
16او شافان هغه پاچا ته یووړ. هغه ورته دا خبر هم ورکړ: «ستاسو مامورین په هغو ټولو کارونو باندې بوخت دي چې تاسو ورسپارلي وو.
17هغوی هغه پیسې واخیستلې چې د څښتن په کور کې وې او کارګرانو او د هغوی څارونکو ته یې وسپارلې.»
18بیا شافان زیاته کړه: «زما سره یو کتاب دی چې حلقیا کاهن راکړی دی.» او هغه دا کتاب پاچا ته په لوړ اواز ولوست.
19کله چې پاچا د شریعت د کتاب خبرې واورېدلې، هغه له غمه خپل کالي وشلول.
20نو پاچا حلقیا، د شافان زوی اخیقام، د میکایا زوی عبدون، شافان د دربار منشي او خپل خدمتګار عسایا ته دغه حکم ورکړ:
21«لاړ شئ او زما او د هغو خلکو له خوا چې لا په اسراییلو او په یهودا کې پاتې دي، د دې کتاب د خبرو په اړه د څښتن سره مشوره وکړئ. زمونږ نیکونو د څښتن د کلام اطاعت نه دی کړی او نه یې په هغو شیانو عمل کړی دی چې په دې کتاب کې لیکل شوي دي، نو ځکه څښتن په مونږ باندې خپل قهر نازل کړی دی.»
22حلقیا او نور خلک د پاچا په امر لاړل چې د حلده په نوم یوې ښځې سره مشوره وکړي، هغه یوه پیغمبره وه چې د اورشلیم د ښار په نوې سیمه کې اوسېدله. (د هغې مېړه شلوم نومېده چې د تقوه زوی او د حرحس لمسی ؤ. هغه د خدای د کور د کالیو د ساتلو مسوولیت په غاړه درلود). نو څه چې پېښ شوي وو، هغې ته یې بیان کړل.
23هغې ورته وویل چې پاچا ته بېرته لاړ شي او هغه ته د اسراییلو د څښتن خدای دغه پیغام ورکړي:
24«څښتن داسې وایي: ‹هغه کتاب چې د یهودا پاچا ته لوستل شوی دی او لعنتونه په کې لیکل شوي دي، زه به د هغو په مطابق په دې ځای او د دې ځای په خلکو باندې بلا راولم.
25هغوی زه پرېښودم او نورو خدایانو ته یې قربانۍ وړاندې کړلې او په خپلو ټولو کارونو یې زما قهر راپارولی دی. نو زما قهر به په اورشلیم باندې نازل شي او سوړ به نه شي.
26خو د یهودا پاچا په اړه چې تاسو یې د څښتن د مشورې دپاره رالېږلي یئ، هغه ته ووایئ چې د اسراییلو څښتن خدای وایي: ”څه چې په دې کتاب کې لیکل شوي دي هغه تا اورېدلي دي.
27کله چې تا واورېدل چې ما د دې ځای او د هغه د اوسېدونکو په خلاف داسې خبرې وکړې، نو تا توبه وویستله او په عاجزۍ دې خپل سر زما په وړاندې ټیټ کړ، خپل کالي دې وشلول او زما په مخکې دې وژړل، نو ما ستا دعا قبوله کړه.
28زه به تا پرېږدم چې په ارامۍ سره مړ شې. ستا د مرګ څخه وروسته به اورشلیم او د هغه اوسېدونکي په بلا اخته کړم.“›» نو هغوی یوشیا پاچا ته دا پیغام ورساوه.
29نو پاچا د یهودا او اورشلیم ټول سپین ږیري راوغوښتل.
30هغه د یهودا د کلیو او ښارګوټو خلکو، د اورشلیم د ښار خلکو، کاهنانو، لاویانو او نورو ټولو خلکو سره چې شتمن او غریب په کې شامل وو، د څښتن کور ته لاړ. پاچا د ټولو په مخکې په لوړ اواز سره د لوظ هغه ټول کتاب ولوست چې د څښتن په کور کې موندل شوی ؤ.
31پاچا د شاهي ستنې سره ودرېده او د څښتن سره یې لوظ وکړ چې د هغه اطاعت به کوي، د زړه له کومي به د هغه د قوانینو او حکمونو څخه پیروي کوي او هغه غوښتنې به عملي کوي چې په لوظنامې پورې تړلې دي او په دې کتاب کې لیکل شوې دي.
32هغه د بنیامین او په اورشلیم کې ټول حاضر خلک دې ته مجبور کړل چې په هغه لوظ باندې عمل وکړي. نو د اورشلیم خلکو د خدای سره د هغه لوظ شرطونه ومنل چې د هغوی نیکونو د خپل خدای سره کړی ؤ.
33یوشیا د اسراییلو په سیمو کې ټول د کرکې وړ بتان لېرې کړل او په اسراییلو کې یې هرچا ته امر وکړ چې یوازې د خپل څښتن خدای عبادت وکړي. د یوشیا تر مرګه پورې قوم د خپلو نیکونو د څښتن خدای څخه مخ وانه اړاوه.۔