Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
27 verses
1یوشیا پاچا د څښتن د درناوي دپاره په اورشلیم کې د فسحې اختر ولمانځه. هغوی د لومړۍ میاشتې په څوارلسمه ورځ د اختر دپاره وري حلال کړل.
2هغه کاهنانو ته وظیفې وروسپارلې او د څښتن په کور کې یې خدمت ته وهڅول.
3هغه لاویانو ته چې ټولو اسراییلیانو ته یې تعلیم ورکاوه او د څښتن خدمت ته وقف شوي وو، دا لارښوونه وکړه: «د لوظ سپېڅلی صندوق په هغه کور کې کېږدئ چې د داود زوی سلیمان پاچا جوړ کړی دی. تاسو به نور هغه د یو ځای څخه بل ځای ته نه وړئ، بلکې د خپل څښتن خدای او د هغه د قوم یعنې د اسراییلو خدمت به کوئ.
4د خدای په کور کې طایفه په طایفه د هغو مسوولیتونه د تر سره کولو دپاره خپل ځانونه تیار کړئ چې د داود پاچا او د هغه د زوی سلیمان له خوا تاسو ته سپارل شوي دي.
5خپل ځانونه په ډلو وویشئ، ترڅو تاسو دې ته تیار اوسئ چې د اسراییلو د قوم د هرې کورنۍ سره مرسته وکړئ.
6د فسحې وری حلال کړئ. اوس خپل ځانونه پاک کړئ، قربانۍ ګانې تیارې کړئ او د څښتن د حکمونو سره سم چې په موسی نازل شوي دي د اسراییلو د خلکو خدمت ته تیار اوسئ.»
7بیا یوشیا پاچا ټولو حاضرینو ته د فسحې اختر د قربانۍ دپاره د خپلو رمو او پادو څخه دېرش زره وري او سېرلي او درې زره غویان ورکړل.
8د هغه درباریانو هم په خپله خوښه خلکو، کاهنانو او لاویانو ته اعانه ورکړه. هغه مامورانو چې د خدای د کور مسؤولان وو یعنې حلقیا چې مشر کاهن ؤ، زکریا او یحییل کاهنانو ته دوه زره او شپږ سوه وري او سېرلي او درې سوه غویان د فسحې د قربانۍ دپاره ورکړل.
9د لاویانو مشران یعنې کننیا، د هغه ورونه شمعیه او نتنییل او همدارنګه حشبیا، یعییل او یوزاباد پنځه زره وري او سېرلي او پنځه سوه غویان د خپلې قبیلې دپاره د اعانې په توګه ورکړل چې د فسحې په اختر کې یې قرباني کړي.
10کله چې د فسحې د اختر دپاره هرڅه برابر شول، کاهنان په خپلو ځایونو او لاویان په خپلو ډلو کې د پاچا د امر سره سم ځای په ځای شول.
11وروسته له دې چې وري حلال شول، نو لاویانو ورڅخه پوستکي وویستل او کاهنانو یې وینه د قربانۍ په ځای باندې وشیندله.
12بیا هغوی د خلکو په منځ کې د کورنیو په ډلو د سوځېدونکو نذرانو دپاره حیوانات چې غویان هم په کې شامل وو ووېشل، ترڅو هغوی وکولای شي دا د هغو لارښودنو سره سم وړاندې کړي چې د موسی په شریعت کې لیکل شوي دي.
13لاویانو د فسحې د اختر قربانۍ د اصولو سره سم په اور باندې کڅپرکی کړلې او سپېڅلې نذرانې یې په لوښو، دېګونو او ارکارو کې پخې کړې. غوښه یې په بیړه په ټولو خلکو ووېشله.
14وروسته لاویانو د خپل ځان او د کاهنانو دپاره چې د هارون د اولادې څخه وو، غوښه تیاره کړه. ځکه چې کاهنان تر ماښامه پورې د سوځېدونکو نذرانو او د قربانیو د وازګو په سوځولو باندې بوخت وو.
15سندرغاړي یعنې د اساف اولاده د داود پاچا او د اساف، هیمان او د پاچا نبي یدوتون د لارښوونې سره سم په خپلو ځایونو کې ځای په ځای شول. د خدای د کور د دروازو ساتونکي مجبور نه وو چې د خپلې وظیفې څخه لېرې شي، ځکه چې د هغوی لاویانو ورونو هغوی ته د فسحې قرباني تیاروله.
16نو په هغه ورځ د څښتن د عبادت دپاره هرڅه د یوشیا پاچا د امر سره سم وشول، یعنې د فسحې د اختر لمانځل او د څښتن د قربانۍ په ځای باندې د سوځېدونکو نذرانو وړاندې کېدل.
17د اسراییلو هغه ټول خلک چې حاضر وو د فسحې په اختر کې یې برخه واخیستله. بیا وروسته یې اووه ورځې د فطیرې ډوډۍ اختر ولمانځه.
18د سموییل نبي د وخت راهیسې د فسحې اختر هېڅکله داسې لمانځل شوی نه ؤ. د پخوانیو پاچاهانو څخه هېڅ یو دا ډول د فسحې اختر نه ؤ لمانځلی لکه څنګه چې د یوشیا پاچا، کاهنانو، لاویانو او د یهودا، اسراییلو او د اورشلیم د خلکو له خوا
19د یوشیا د پاچاهۍ په اتلسم کال ولمانځل شو.
20وروسته له دې چې یوشیا پاچا د خدای د کور دپاره دا ټول کارونه وکړل، د مصر پاچا نیکو د خپل لښکر سره کرکمیش ته چې د فرات د سیند په غاړه ؤ، راغی چې جنګ وکړي. یوشیا هڅه وکړه چې د هغه مخه ونیسي،
21خو نیکو خپل استازي د دې پیغام سره یوشیا ته واستول: «ای د یهودا پاچا، کومه جګړه چې زه کوم هغه تا پورې هېڅ اړه نه لري. زه د دې دپاره نه یم راغلی چې ستا سره وجنګېږم بلکې د دې دپاره راغلی یم چې د خپلو دښمنانو سره وجنګېږم او خدای راته ویلي دي چې بیړه وکړه. خدای زما پلوی دی، نو د هغه مخالفت مه کوه که نه، نو هغه به تا تباه کړي.»
22خو یوشیا د جنګ اراده درلودله. یوشیا هغو خبرو ته غوږ ونه نیوه چې خدای د نیکو پاچا په وسیله کولې، نو هغه خپله څېره بدله کړه او هغې جګړې ته ورغی چې د مجدو په دره کې وه.
23یوشیا پاچا د جګړې په دوران کې د مصریانو په غشو ولګېده. هغه خپلو خدمتګارانو ته حکم وکړ: «ما یوسئ، زه سخت ټپي یم!»
24هغوی یوشیا د خپلې جنګي ګاډۍ څخه پورته کړ، هغه یې په بله جنګي ګاډۍ کې چې هلته د هغه سره وه، واچاوه او اورشلیم ته یې یووړ. هغه هلته مړ شو او په خپله پلارنۍ هدیره کې ښخ شو. د یهودا او د اورشلیم ټولو خلکو د هغه په مړینې باندې ویر وکړ.
25ارمیا نبي د یوشیا پاچا دپاره د ویر سندرې ولیکلې. په اسراییلو کې د نارینه او ښځینه سندرغاړو دپاره دا یو دود شو کله چې د هغه دپاره ویر کوي نو دا سندرې دې ووایي. دا سندرې د ویر د سندرو په کتاب کې لیکل شوې دي.
26د یوشیا د پاچاهۍ د دوران نورې پېښې او د هغه نېک کارونه چې د څښتن د شریعت سره سم یې سرته رسولي
27او همدارنګه د هغه کارونه د اول نه تر اخره پورې د اسراییلو او د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.