Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
23 verses
1د یهودا خلکو د یوشیا زوی یهوآحاز غوره کړ او هغه یې په اورشلیم کې پاچا کړ.
2یهوآحاز درویشت کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او درې میاشتې یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه.
3د مصر پاچا نیکو هغه د تخت څخه لېرې کړ او د یهودا خلک یې مجبور کړل چې هغه ته درې زره او څلور سوه کیلوګرامه سپین زر او څلوردېرش کیلوګرامه سره زر باج ورکړي.
4نیکو د یهوآحاز ورور الیاقیم د یهودا او د اورشلیم پاچا کړ او د هغه نوم یې په یهویاقیم باندې بدل کړ. نیکو یهوآحاز مصر ته د اسیر په توګه یووړ.
5یهویاقیم پنځه ویشت کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه په اورشلیم کې یوولس کاله پاچاهي وکړه. هغه د خپل څښتن خدای په مقابل کې ګناه وکړه.
6د څپرکیل پاچا نبوکدنصر په یهودا باندې حمله وکړه، یهویاقیم یې ونیوه او په زنځیرونو یې تړلی څپرکیل ته یووړ.
7نبوکدنصر د څښتن د کور د خزانې یوه برخه یوړله او په خپلې ماڼۍ کې یې چې په څپرکیل کې وه، کېښودله.
8د یهویاقیم نور کارونه او د کرکې وړ عملونه د اسراییلو او د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. بیا د هغه زوی یهویاکین د هغه په ځای پاچا شو.
9یهویاکین اتلس کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه په اورشلیم کې درې میاشتې او لس ورځې پاچاهي وکړه. هغه د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه.
10کله چې پسرلی راغی، نبوکدنصر پاچا یهویاکین څپرکیل ته د بندي په توګه یووړ او د څښتن د کور خزانې یې هم یوړلې. بیا نبوکدنصر د یهویاکین تره صدقیا د یهودا او د اورشلیم پاچا کړ.
11صدقیا یوویشت کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه یوولس کاله په اورشلیم کې پاچاهي وکړه.
12هغه د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه او د ارمیا نبي په وړاندې یې چې د څښتن خبرې یې کولې، عاجزي ونه ښودله.
13نبوکدنصر پاچا صدقیا مجبور کړ چې د خدای په نوم قسم وخوري چې ده ته وفادار پاتې شي، خو صدقیا د هغه په وړاندې سرکښي وکړه. هغه ډېر سرزوری سړی ؤ، توبه یې نه ویستله او د اسراییلو څښتن خدای ته یې رجوع نه کوله.
14برسېره پر دې د کاهنانو مشران او خلک د خپلو شاوخوا قومونو د لارې یعنې د بت پرستۍ په غوره کولو سره ډېر زیات بې وفا شول. په دې ډول هغوی هغه کور ناپاک کړ چې څښتن په خپله سپېڅلی ګرځولی ؤ.
15څښتن د هغوی د نیکونو خدای د خپل قوم او کور سره خواخوږي درلوده، نو ځکه یې د خپلو نبیانو په وسیله په پرله پسې توګه پیغامونه ورلېږل،
16خو هغوی د خدای په استازو باندې ملنډې وهلې، د هغه د خبرو سپکاوی یې وکړ او د هغه نبیانو پورې یې خندل تر هغې پورې چې د څښتن قهر په خپل قوم باندې دومره زیات شو چې د خلاصون بله لاره ورته پاتې نه وه.
17نو څښتن د څپرکیل پاچا ولېږه چې په هغوی باندې حمله وکړي. پاچا د یهودا ځوانان حتی د خدای په کور کې ووژل. د څپرکیل پاچا په هېچا رحم ونه کړ، نه په ځوان، نه په پیغلې، نه په سپین ږیري، نه په روغ نه په ناروغ. خدای هغوی ټول هغه ته په لاس ورکړل.
18د څپرکیل پاچا د خدای کور، د خدای د کور خزانه او د پاچا او د هغه د درباریانو شتمني لوټ کړه او هرڅه یې څپرکیل ته یووړل.
19د څپرکیل عسکرو د خدای کور او د ښار ټولې ماڼۍ د قیمتي شیانو سره وسوځولې او د ښار دېوال یې راوغورځاوه.
20د څپرکیل پاچا ټول ژوندي پاتې شوي خلک د اسیرانو په توګه څپرکیل ته بوتلل، هلته هغوی د هغه او د هغه د زامنو سره د غلامانو په توګه خدمت کاوه، تر هغه وخته پورې چې د فارس پاچاهي رامنځته شوه.
21نو څښتن چې د ارمیا په وسیله څنګه پېشګويي کړې وه هماغسې وشول: «اویا کاله به ځمکه خوشې او بې حاصله پرته وي، ترڅو هغه کلونه چې د اسراییلو خلکو په هغو کې د سبت قانون مات کړی ؤ، جبران شي.»
22د فارس د پاچا کوروش د امپراتورۍ په اول کال هغه څه چې څښتن د ارمیا نبي په وسیله ویلي وو، هغه یې تر سره کړل. هغه کوروش دې ته وهڅاوه چې دا لاندې حکم جاري کړي او هغه دې په لیکلي ډول خپلې ټولې امپراتورۍ ته واستوي او په هرځای کې دې په لوړ اواز سره ولوستل شي:
23«د پارس پاچا کوروش داسې وایي: ‹د اسمانونو څښتن خدای ماته د نړۍ ټولې پاچاهۍ راکړې دي او زه یې ټاکلی یم چې د یهودا په اورشلیم کې د هغه دپاره د عبادت ځای جوړ کړم. اوس تاسو ټول چې د خدای د قوم څخه یئ، کولای شئ چې خپل وطن ته ستانه شئ. ستاسو څښتن خدای دې ستاسو سره مل وي.›»۔