Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
11 verses
1د فارس د پاچا کوروش د امپراتورۍ په لومړي کال هغه وعده چې څښتن د ارمیا نبي په وسیله کړې وه، پوره کړه. هغه کوروش دې ته وهڅاوه چې دا لاندې حکم جاري کړي او هغه په لیکلي ډول خپلې ټولې امپراتورۍ ته واستوي او په هرځای کې دې په لوړ اواز سره ولوستل شي:
2«د پارس پاچا کوروش داسې وایي: ‹د اسمانونو څښتن خدای ماته د نړۍ ټولې پاچاهۍ راکړې دي او زه یې ټاکلی یم چې د یهودا په اورشلیم کې د هغه دپاره د عبادت ځای جوړ کړم.
3خدای تاسو ټولو ته چې د هغه قوم یئ، اجازه درکوي چې اورشلیم ته لاړ شئ او د اسراییلو د څښتن خدای کور بیا جوړ کړئ یعنې د هغه خدای کور چې په اورشلیم کې یې عبادت کیږي.
4که چېرې په جلاوطنۍ کې د هغه د قوم څخه څوک د بېرته ستنېدلو دپاره مرستې ته اړتیا ولري، د هغه ګاونډیان باید د هغه سره دا مرسته وکړي. هغوی باید هغه ته سپین او سره زر، سامان، څاروي او د خپلې خوښې نذرانې تیارې کړي چې په اورشلیم کې د خدای په کور کې وړاندې شي.›»
5نو د یهودا او بنیامین د قبیلو د طایفو مشران، کاهنان او لاویان او هر هغه څوک چې خدای یې زړه نرم کړی ؤ، دې ته تیار شول چې لاړ شي او په اورشلیم کې د څښتن کور بېرته جوړ کړي.
6د هغوی ټولو ګاونډیانو د هغوی سره مرسته وکړه او هغوی ته یې دا شیان ورکړل: د سپینو زرو لوښي، سره زر، سامان، څاروي، نور قیمتي شیان او د خدای د کور دپاره د خپلې خوښې نذرانې.
7هغه لوښي چې نبوکدنصر په اورشلیم کې د خدای د کور څخه وړي وو او د خپلو خدایانو په کور کې یې ایښي وو، کوروش پاچا هغه بېرته هغوی ته ورکړل.
8کوروش پاچا هغه شیان د شاهي خزانې مشر میتردات ته وسپارل. میتردات هغه وشمېرل او دا لست یې د یهودا قومي مشر شیشبصر ته ورکړ.
9-
10لست په لاندې ډول ؤ:د نذرانو دپاره د سرو زرو لویې کاسې: ۳۰ دانېد نذرانو دپاره د سپینو زرو لویې کاسې: ۱۰۰۰ دانېنورې کاسې: ۲۹ دانېد سرو زرو کوچنۍ کاسې: ۳۰ دانېد سپینو زرو کوچنۍ کاسې: ۴۱۰ دانېنور لوښي: ۱۰۰۰ دانې
11د سرو او سپینو زرو کاسو او نورو لوښو ټول شمېر ۵۴۰۰ ؤ او کله چې شیشبصر د نورو جلاوطنو خلکو سره د څپرکیل څخه اورشلیم ته راستون شو هغه یې د ځان سره راوړل.