Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
42 verses
1بیا سلیمان دعا وکړه: «څښتنه، تا ویلي دي چې زه به په توره تیاره کې اوسیږم.
2ستا دپاره مې یو پرتمین کور جوړ کړی دی، داسې ځای چې د تل دپاره په کې واوسېږې.»
3هغه وخت چې د اسراییلو خلک په هغه ځای کې ولاړ وو، پاچا خپل مخ د هغوی خواته راواړاوه او د خدای څخه یې هغوی ته برکت وغوښت.
4بیا هغه وویل: «ثنا دې وي د اسراییلو څښتن خدای ته! کومه وعده چې هغه زما د پلار داود سره کړې وه، هغه یې سرته ورسوله. څښتن هغه ته ویلي وو:
5‹له هغه وخت راهیسې چې ما خپل قوم د مصر څخه راوویست، ما د اسراییلو په کومې قبیلې کې هېڅ یو ښار غوره نه کړ چې په هغه کې دې زما دپاره کور جوړ شي او زما عبادت دې په کې وشي. نه مې څوک د دې دپاره غوره کړی دی چې زما د قوم یعنې د اسراییلو مشري وکړي.
6خو اوس مې اورشلیم د داسې ځای په توګه غوره کړی دی چې زما عبادت په کې وشي او ما داود غوره کړی دی چې زما په قوم باندې پاچاهي وکړي.›»
7بیا سلیمان وویل: «دا زما د پلار هیله وه چې د اسراییلو د څښتن خدای د عبادت دپاره یو کور جوړ کړي.
8خو څښتن هغه ته وویل: ‹ستا هیله په ځای وه چې غوښتل دې زما د عبادت دپاره یو کور جور کړې،
9خو ته به هغه جوړ نه کړې، بلکې ستا خپل زوی به زما کور جوړ کړي.›
10نو هغه وعده چې څښتن کړې وه، هغه یې سرته ورسوله. زه د خپل پلار داود په ځای پاچا شوم او اوس د اسراییلو په تخت باندې ناست یم او د اسراییلو د څښتن خدای د عبادت دپاره مې کور جوړ کړی دی.
11ما د خدای په کور کې د لوظ صندوق ایښی دی. په هغه کې د څښتن د لوظ د تیږو لوحې دي، یعنې هغه لوظ چې د اسراییلو د قوم سره یې کړی ؤ.»
12بیا سلیمان د څښتن د قربانۍ د ځای مخې ته د اسراییلو د غونډې په مخکې ودرېده او خپل لاسونه یې د دعا په خاطر پورته کړل.
13سلیمان یو برنجي منبر جوړ کړی ؤ او د حوېلۍ په منځ کې یې ایښی ؤ. هغه دوه متره او شل سانتي مربع ؤ او لوړوالی یې یو متر او دېرش سانتي ؤ. هغه دې منبر ته ورپورته شو او په داسې ځای کې په ګونډو شو چې د اسراییلو ټولې غونډې لیدلی شو، خپل لاسونه یې د اسمان خواته پورته کړل
14او دعا یې وکړه: «ای د اسراییلو څښتن خدایه، په اسمان او ځمکه کې ستا په شان خدای نشته! ته د خپلو خلکو سره په خپل لوظ باندې ټینګ ولاړ یې او هغوی ته چې د زړه له کومي ستا اطاعت کوي، خپله تلپاتې مینه څرګندوې.
15هغه وعده چې تا زما د پلار یعنې خپل خدمتګار داود سره کړې وه، هغه دې نن تر سره کړه.
16نو اوس ای د اسراییلو څښتن خدایه! زه دعا کوم چې ته هغه بله وعده هم سرته ورسوې چې زما د پلار سره دې کړې وه او ویلي دې وو: که ستا اولاده ستا په شان په غور سره زما شریعت او حکمونه په ځای کړي، نو تل به د هغوی څخه یو یې د اسراییلو پاچا وي.
17نو اوس، ای د اسراییلو څښتن خدایه! د هر شي وعده چې تا د خپل خدمتګار داود سره کړې وه، هغه دې رښتیا شي.
18خو ای خدایه، ایا ته په رښتیا سره کولای شې چې د خلکو په منځ کې په ځمکه ژوند وکړې؟ حتی ټول اسمانونه دومره لوی نه دي چې ته په کې ځای شې، نو څنګه به وکولای شې چې په دې کور کې چې ما ستا دپاره جوړ کړی دی، واوسېږې؟
19بیاهم ای زما څښتن خدایه، د خپل خدمتګار دعا او هغه زارۍ چې ستا د رحم دپاره یې کوي، قبولې کړه. هغه فریاد او دعا واوره چې ستا خدمتګار یې ستا په حضور کې کوي.
20په دې کور باندې شپه او ورځ خپل نظر وساته. تا وعده کړې ده چې دا هغه ځای دی چې ستا عبادت به په کې وشي. نو هرکله چې زه خپل مخ دې کور ته اړوم او دعا کوم، هغه دعا قبوله کړه!
21د خپل خدمتګار او د خپل قوم اسراییلو زارۍ چې د دې کور خواته یې کوي، واوره. د خپل استوګنځي یعنې د اسمان څخه یې واوره او مونږ وبخښه.
22کله چې یو سړی د بل سړي په وړاندې په ګناه کولو باندې تورن شوی وي او هغه د خدای د کور د قربانۍ ځای ته راوستل شي او دا قسم وخوري چې هغه بې ګناه دی،
23ای څښتنه، په اسمان کې یې واوره او د هغوی ترمنځ قضاوت وکړه. ګناهکار ته داسې سزا ورکړه چې د هغې وړ وي او هغه څوک چې بې ګناه وي، نو هغه ازاد کړه.
24کله چې ستا قوم اسراییل د هغې ګناه له امله چې ستا په وړاندې یې کړې وي د دښمن له خوا ماتې وخوري او کله چې هغوی بېرته ستا خواته راوګرځي او په دې کور کې تاته دعا او د بخښنې دپاره زارۍ وکړي،
25په هغه وخت کې په اسمان کې هغه دعا او زارۍ قبولې کړه. د خپل قوم اسراییلو ګناه وبخښه او هغوی بېرته هغې ځمکې ته راوله چې هغوی او د هغوی نیکونو ته دې ورکړې وه.
26فرض کړه د خپل قوم د ګناه له امله چې ستا په وړاندې یې کړې وي باران ودروې. کله چې هغوی د دې کور په لور دعا وکړي او ستا د نوم ثنا او صفت وکړي او د خپلې ګناه نه توبه وباسي، ځکه چې تا هغوی ته سزا ورکړې ده،
27نو بیا د هغوی دعا په اسمان کې واوره او د خپل قوم اسراییلو یعنې د خپلو خدمتګارانو ګناهونه وبخښه. هغوی ته د ژوند سمه لاره وروښایه او په هغه ځمکه باندې چې تا خپل قوم ته د ملکیت په توګه ورکړې ده، باران ووروه.
28کله چې په هېواد باندې قحطي، وبا، د غلو دانو په فصل سوځیدونکی باد یا مرض یا د ملخانو حمله راشي یا د هغوی دښمنان د هغوی ښارونه کلابند کړي، هره بلا یا مرض چې راشي،
29د هغوی دعاګانې او زارۍ واوره. که چېرې ستا د قوم اسراییلو څخه یو څوک د غم او مصیبت په وخت کې خپل لاسونه د دې کور خواته ته پورته کړي،
30د هغه دعا واوره. خپل د اوسېدلو په ځای یعنې په اسمان کې هغه ته غوږ ونیسه او هغه وبخښه. یوازې ته د انسان د زړه څخه خبر یې. د هر سړي سره داسې رویه وکړه څنګه چې د هغې وړ وي،
31ترڅو ستا خلک ټول ژوند په هغې ځمکې کې چې تا زمونږ نیکونو ته ورکړې وه، ستا عزت او اطاعت وکړي.
32کله چې یو پردی سړی د کوم لېرې هېواد څخه چې ستا لوی نوم او شهرت یې اورېدلی وي او ستا د قدرت او لویو کارونو څخه خبر شوی وي، راشي او د دې کور خواته دعا وکړي،
33نو د اسمان څخه چې ستا د اوسېدلو ځای دی د هغه دعا قبوله کړه او هرڅه چې هغه سړی درڅخه غواړي ورته وریې کړه. په دې ډول به د ټولې نړۍ قومونه ستا د خپل قوم اسراییلو په شان تا وپېژني، ستا څخه ووېریږي او په دې باندې به پوه شي چې دغه کور چې ما جوړ کړی دی، ستا په نوم یادیږي.
34کله چې ته خپل قوم لېږې چې د خپلو دښمنانو سره د جګړې دپاره لاړ شي او هغوی که هر چېرې وي، بیا د هغه ښار خواته چې تا غوره کړی دی او د دې کور په طرف چې ما ستا د عبادت دپاره جوړ کړی تاته دعا وکړي،
35د هغوی زارۍ او دعاګانې واوره. د اسمان څخه د هغوی دعاګانې قبولې کړه او هغوی ته بری ورکړه.
36کله چې ستا قوم ستا په وړاندې ګناه وکړي - او داسې څوک نشته چې ګناه ونه کړي - او ته په هغوی په قهر شې، پرېږدې چې دښمنان هغوی ته ماتې ورکړي او هغوی یو بل هېواد ته که هغه نژدې وي یا لېرې د اسیرانو په توګه بوځي،
37نو د خپلو خلکو زارۍ او دعاګانې واوره. که هغوی د اسیرتوب په هېواد کې توبه وباسي، تاته زارۍ وکړي او دا اقرار وکړي چې هغوی څومره ګناهکار او بد عمله دي، نو ای څښتنه! د هغوی زارۍ او دعاګانې قبولې کړه.
38که چېرې هغوی په هغه هېواد کې په رښتیا او اخلاص سره توبه وباسي او د هغه هېواد چې تا زمونږ نیکونو ته ورکړی دی، هغه ښار چې تا غوره کړی دی او د دې کور خواته چې ستا دپاره مې جوړ کړی دی، خپل مخونه واړوي او تاته دعا وکړي،
39نو هغه وخت د هغوی زارۍ او دعاګانې واوره. په اسمان کې چې ستا د اوسېدلو ځای دی، هغه قبولې کړه. د هغوی سره مرسته وکړه او د خپل قوم ټول ګناهونه وبخښه.
40اوس ای زما خدایه، مونږ ته وګوره او په دې ځای کې زمونږ دعاګانو ته غوږ ونیسه او قبولې یې کړه.
41ای څښتن خدایه، اوس راپورته شه او د لوظ د صندوق سره چې ستا د قدرت نښه ده، خپل کور ته راشه او هلته تر ابده پورې اوسه. زه دعا کوم کله چې د خلکو د ژغورلو دپاره کاهنان ستا د قدرت اعلان وکړي، څوک چې تاته وفاداره دي د هغه کار دپاره به خوشحالي وکړي چې تا د هغوی دپاره کړی دی.
42ای څښتن خدایه، تل هغه مینه په یاد ساته چې تا د خپل خدمتګار داود سره کوله او د خپل غوره شوي پاچا څخه مخ مه اړوه.»