Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
24 verses
1زما ورُوڼو! مُونږ تاسو ته دَ خُدائے دَ هغه فضل خبر درکوُو کُوم چه په مِکدونيه کښے په جماعتُونو باندے وشو.
2سره دَ دے چه په لوئے مُصيبت اَؤ په آزميښت کښے دَ هغوئ خوشحالى زياته شوه اَؤ باوجُود دَ دے چه ډير غريبان وُو، هغوئ دَ زړۀ دَ اِخلاصه ډيره چنده ورکړله.
3اَؤ زَۀ ګواهى ورکوم چه هغوئ دَ خپل وس په مُطابق نه، بلکه دَ وس نه زيات په خپله خوښه ورکړل.
4اَؤ دَ دے خيرات اَؤ دَ پاکانو دَ خدمت دَ شراکت په څپرکی کښے ئے ډير په زارو مُونږ ته خواست وکړو.
5اَؤ هغوئ زمُونږ دَ اُميد نه زيات څۀ ورکړل بلکه خپل زړُونه ئے اول مالِک ته اَؤ بيا دَ خُدائے په مرضئ مُونږ ته وسپارل.
6دَ دے دَ پاره مُونږ تيطوس ته نصيحت وکړو لکه څنګه چه هغه اول شروع کړے وه، هم هغه شان دِ په تاسو کښے دَ خيرات دغه کار هم پُوره کړى.
7نو لکه څنګه چه تاسو په هره خبره کښے، دَ ايمان اَؤ کلام اَؤ عِلم اَؤ جوش اَؤ هغه مينه چه تاسو مُونږ سره لرله، په هغے کښے وړاندے شوى يئ هم هغه شان دَ خيرات په دے کار کښے هم وړاندے شئ.
8زَۀ دَ حُکم په طور نۀ وايم بلکه دَ دے دَ پاره وايم چه دَ نورو دَ جوش دَ مِثال ورکولو سره ستاسو دَ مينے رښتينوالے وآزمئيم.
9ځکه چه تاسو زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ فضل نه خبر يئ چه سره دَ دے چه هغه غنى وو خو ستاسو دَ پاره غريب جوړ شو، دَ دے دَ پاره چه تاسو دَ هغه غريب په سبب غنيان شئ.
10اَؤ زَۀ په دے څپرکی کښے خپله رائے درکوم ځکه چه دا ستاسو دَ پاره ښه ده، دَ پاره دَ دے چه تير کال تاسو نه تش په دے کار کښے بلکه دَ هغے په اِراده کښے هم وړُومبى وئ،
11نو بيا دا کار پُوره هم کړئ. لکه څنګه چه تاسو په اِراده کولو کښے چاخ وئ هم هغه شان دَ وس په مُطابق ئے پُوره هم کړئ.
12ځکه چه که نيت وى نو خُدائے چنده دَ هغے په مُطابق قبلوى څۀ چه دَ سړى سره وى، نۀ چه دَ هغے په مُطابق چه دَ هغۀ سره نۀ وى.
13داسے خبره نۀ ده چه دَ نورو بوج کم شى اَؤ ستاسو زيات، بايد چه يووالے وى.
14چُونکه دا وخت تاسو سره زيات څۀ دى اَؤ تاسو دَ هغوئ کمے پُوره کولے شئ، اَؤ کله چه دَ هغوئ سره زيات شى اَؤ تاسو سره کم، نو هغوئ به ستاسو کمے پُوره کولے شى، اَؤ دغه شان به يووالے قائم ساتلے شى.
15لکه چه صحيفے وائى چه : ”چا چه ډير جمع کړل دَ هغۀ څۀ زيات نۀ وُواَؤ چا چه کم جمع کړل دَ هغه څۀ کم نۀ وُو.“
16دَ خُدائے شکر دے چه هغۀ دَ تيطوس په زړۀ کښے هم ستاسو دَ پاره زما په شان سرګرمى پيدا کړے ده.
17نۀ تش دا چه تيطوس زمُونږ خواست ومنلو بلکه هغه خو دومره خواهش لرى چه هغه په خپله مرضئ زمُونږ نه اوس تاسو ته در روانيږى.
18دَ هغۀ سره مُونږ خپل هغه ورور درليږُو دَ چا تعريف دَ زيرى له کبله په ټولو جماعتُونو کښے کيږى.
19اَؤ نۀ صرف دا بلکه هغه دَ جماعتُونو له خوا نه دَ دے چندے په رسولو کښے زمُونږ دَ سفر ملګرے مُقرر شو، اَؤ مُونږ دا خدمت ځکه وکړو چه دَ مالِک جلال اَؤ زمُونږ شوق ښکاره شى.
20اَؤ مُونږ دَ هغه لوئے چندے په څپرکی کښے چه خدمت کوُو، خپل ځانُونه ساتُو چه څوک په مُونږ اِعتراض ونۀ کړى.
21ځکه چه مُونږ دَ داسے څيزُونو تدبير کوُو چه هغه نۀ صرف دَ خُدائے په مخکښے غوره وى بلکه دَ خلقو په مخکښے هم.
22اَؤ مُونږ دَ هغوئ سره هغه بل ورور درليږلے دے کُوم چه مُونږ په ډيرو خبرو کښے څو څو واره آزمائيلے اَؤ سرګرم مُوندلے دے خو هر کله چه دَ هغۀ په تاسو ډير باور دے ځکه خو اوس زيات په جوش کښے دے.
23که څوک دَ تيطوس په څپرکی کښے تپوس وکړى نو هغه زما شريک اَؤ ستاسو دَ پاره زما دَ خدمت ملګرے دے. که چرے زم��ونږ دَ نورو ورُوڼو په څپرکی تپوس وشى نو هغوئ دَ جماعتُونو اَستازى اَؤ دَ مسيح جلال دى.
24نو بيا خپله مينه ورته وښايئ چه ټول جماعتُونه ووينى چه مُونږ په تاسو بے فائدے فخر نۀ کوُو.