Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
15 verses
1څۀ چنده چه دَ پاکانو دَ پاره کيږى دَ هغے په څپرکی کښے زما تاسو ته څۀ ليکل عبث دى.
2ځکه چه زَۀ ستاسو دَ شوق نه خبر يم چه دَ هغے په وجه دَ مِکدونيه دَ خلقو دَ وړاندے زَۀ په تاسو فخر کوم چه دَ اخيه خلق دَ تير کال نه تيار دى اَؤ ستاسو جوش ډير خلق راوپارول.
3خو زما دَ دے ورُوڼو دَ درليږلو مقصد دا دے چه مُونږ په دے څپرکی کښے چه په تاسو کُوم فخر کوُو، هغه بے مقصده پاتے نۀ شى بلکه تاسو زما دَ وينا په مُطابق تيار اوسئ لکه څنګه چه ما هغوئ ته ستاسو په څپرکی کښے وينا کړے ده.
4ځکه چه که زۀ دَ مِکدونيه نه دَ ځان سره خلق راولم اَؤ هغوئ تاسو تيار ونۀ مُومى نو دا به زمُونږ اَؤ ستاسو دَ پاره هم څومره شرمندګى وى ځکه چه مُونږ په تاسو باور ښوولے دے.
5دَ دے دَ پاره ما دا ضرورى وګڼل چه دے ورُوڼو ته ووايم چه کورنتيانو ته اول لاړ شى چه ستاسو هغهَ دَ ورکړے لوظ چه کړے دے، دَ آګاهو نه تيار وساتى، نو بيا به دا چنده دَ ورکړے په طور وى، نۀ چه دَ زبردستئ په طور.
6خو ياد لرئ چه څوک چه لږه کرونده کوى هغه به لږه ريبى، اَؤ چه څوک زياته کرونده کوى هغه به زياته ريبى.
7اَؤ هر چا چه څومره په زړۀ کښے مُقرر کړى دى، هغه هومره به ورکوى اَؤ نۀ په مجبورئ اَؤ نۀ دَ فرض په طور ځکه چه خُدائے په خوشحالئ ورکوُونکى سره مينه لرى.
8اَؤ خُدائے تاسو له دَ حاجت نه زيات درکولے شى دَ پاره دَ دے چه تاسو سره تل هر څۀ زيات وى اَؤ داسے دَ هر نيک کار دَ پاره دِ تاسو سره زيات وى
9اَؤ صحيفے دَ داسے سړى په څپرکی کښے وائى چه : ”هغه خوارانو له په سخاوت ورکوى،دَ هغۀ خيرات به تل تر تله باقى وى.“
10نو چه خُدائے دَ کرونده کرُونکى دَ پاره تُخم اَؤ دَ خوراک دَ پاره ډوډئ ورکوى، هم هغه به تاسو ته تُخم درکوى اَؤ په هغے کښے به زياتوالے اچوى اَؤ ستاسو چندے به زياتوى.
11اَؤ تاسو به هر يو څيز زيات بيا مُومئ چه هر قِسم سخاوت به کولے شئ، اَؤ دَ دے نيتجه به دا وى چه ډير خلق به ستاسو چنده زمُونږ په وسيله مُوندلو سره دَ خُدائے شکر ګذاری وکړى.
12ولے چه دَ دے په کولو به نۀ تش دَ پاکانو ضرورتُونه پُوره شى بلکه دَ ډيرو خلقو له خوا به دَ خُدائے ډيره شکر ګذاری کيږى.
13ځکه چه دے خدمت نه به خلقو ته ثابت شى چه تاسو نۀ يواځے دَ مسيح زيرے منئ بلکه دَ هغۀ تابعدارى هم کوئ، هغوئ به دَ دے دَ پاره دَ خُدائے شکر کوى اَؤ دَ دے دَ پاره هم چه تاسو نۀ يواځے دَ هغوئ بلکه دَ ټولو خلقو مدد دَ زړۀ دَ اِخلاصه وکړلو.
14ځکه چه په تاسو دَ خُدائے دَ لوئے فضل په سبب چه په تاسو شوے دے، ستاسو ليواله دى اَؤ ډير په مينه ستاسو دَ پاره دُعا غواړى.
15شکر دے دَ خُدائے دَ هغه بخښنے چه دَ بيان نه بهر ده.