Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1په یهودا کې د یوآش د پاچاهۍ په درویشتم کال د ییهو زوی یهواخاز د اسراییلو پاچا شو. یهواخاز په سامره کې اوولس کاله پاچاهي وکړه
2او د څښتن په مقابل کې یې ګناه وکړه. هغه هېڅکله د یروبعام هغه لاره پرېنښوده چې د اسراییلو د ګناه سبب ګرځېدلې وه.
3څښتن په اسراییلو باندې په قهر شو، نو هغه د سوریې پاچا حزاییل او د هغه زوی بنهدد پرېښودل چې هغوی ته بیا بیا ماتې ورکړي.
4یهواخاز څښتن ته د مرستې دپاره دعا وکړه او څښتن ولیدل چې حزاییل د اسراییلو سره څومره بده رویه کوي. څښتن د هغه دعا قبوله کړه
5او د اسراییلو د قوم دپاره یې یو داسې مشر ورولېږه چې اسراییل یې د سوریایانو څخه خلاص کړل. نو اسراییلو د مخکې په شان په خپلو کورونو کې په سولې کې ژوند کاوه.
6مګر اسراییلو ګناه کوله او د یروبعام د کورنۍ لاره یې غوره کړه. هغوی د اشیره بت چې په سامره کې ودرول شوی ؤ راونه غورځاوه.
7د یهواخاز کوم ځواکونه پاتې نه وو، بې له پنځوس سپرو عسکرو، لس جنګي ګاډیو او لس زره پیاده عسکرو. علت یې دا ؤ چې د سوریې پاچا هغوی داسې تباه کړي وو لکه دوړه چې د غوبل نه وروسته پاتې کیږي.
8د یهواخاز د پاچاهۍ نورې ټولې پېښې او د هغه د زورورتوب کارونه د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
9یهواخاز مړ شو او په سامره کې ښخ شو او د هغه زوی یهوآش د هغه په ځای پاچا شو.
10په یهودا کې د یوآش د پاچاهۍ په اووه دېرشم کال یهوآش د اسراییلو پاچا شو او په سامره کې یې شپاړس کاله پاچاهي وکړه.
11هغه هم د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه او د یروبعام په شان یې کارونه وکړل څوک چې د اسراییلو د ګناه سبب ګرځېدلی ؤ.
12یهوآش چې د خپلې پاچاهۍ په وخت کې نور هرڅه کړي وو، د هغه قوت او زړورتیا چې د امصیا په ضد په جګړه کې یې ښودلی ؤ، د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
13یهوآش مړ شو او په سامره کې په شاهي هدیره کې ښخ شو. بیا د هغه زوی دویم یروبعام د هغه په ځای پاچا شو.
14د یهوآش پاچا د مړینې څخه لږه موده مخکې الیشع نبي سخت ناروغ او مرګ ته نژدې شو. یهوآش ورغی، د هغه په څنګ کې ودرېد، ژړل یې او ویې ویل:
15الیشع ورته وویل: او یهوآش همداسې وکړل.
16بیا الیشع ورته وویل: پاچا همداسې وکړل. الیشع د پاچا په لاسونو باندې خپل لاسونه کېښودل
17او ورته ویې ویل: کله چې هغه پرانیستل شوه، الیشع وویل: یهوآش یو غشی ګزار کړ او الیشع وویل:
18بیا الیشع زیاته کړه: یهوآش غشي راواخیستل او درې ځلې یې ځمکه ورباندې ووهله او بس.
19الیشع د خدای نبي په پاچا باندې په قهر شو او ویې ویل:
20الیشع مړ او خاورو ته وسپارل شو.هر کال به په پسرلي کې د موآبیانو ډلو د اسراییلو په خاوره باندې غلچکي بریدونه کول.
21یو ځل په داسې ��ال کې چې یو څو اسراییلیانو د یو سړي مړی د مړو په ځانګړې سمڅې کې ایښوده، هغوی د موآبیانو یوه چریکي ډله ولیدله. اسراییلیانو په ګړندې توګه مړی په هغې سمڅې کې چې د الیشع مړی پکې ایښودل شوی ؤ، وغورځاوه او وتښتېدل. څنګه چې د سړي مړی د الیشع په هډوکو باندې ولګېده، سړی بېرته راژوندی شو او ودرېد.
22د یهواخاز د پاچاهۍ په ټول دوران کې د سوریې پاچا حزاییل اسراییلیان ځورول.
23مګر څښتن په اسراییلو باندې مهربانه ؤ او د هغه لوظ له کبله کوم چې د هغوی د نیکونو یعنې ابراهیم، اسحاق او یعقوب سره یې کړی ؤ، په هغوی باندې یې رحم کاوه. تر نن ورځې پورې څښتن ونه غوښتل چې هغوی بېخي له منځه یوسي او یا یې د خپل حضور څخه وشړي.
24حزاییل مړ شو او بیا د هغه زوی بنهدد د سوریې پاچا شو.
25د اسراییلو پاچا یهوآش د سوریې په لښکرو باندې درې ځلې برید وکړ او هغوی ته یې ماتې ورکړه. هغه د بنهدد څخه هغه ټول ښارګوټي بېرته ونیول کوم چې حزاییل په جګړه کې د هغه د پلار یهواخاز څخه نیولي وو.