Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
29 verses
1اپه اسراییلو کې د یهواخاز د زوی یهوآش د پاچاهۍ په دویم کال، د یوآش زوی امصیا د یهودا پاچا شو.
2امصیا د پنځه ویشت کلنۍ په عمر پاچا شو او په اورشلیم کې یې نهه ویشت کاله پاچاهي وکړه. د هغه مور یهوعدان نومېدله چې د اورشلیم څخه وه.
3امصیا د څښتن اطاعت او ښه کارونه کول، مګر هغه د خپل نیکه داود په شان وفادار نه ؤ. د دې په ځای یې د خپل پلار یوآش لاره غوره کړه.
4امصیا سیمه یز د عبادت ځایونه ړنګ نه کړل او خلکو لا هم هلته قرباني کولو ته او خوشبویي سوځولو ته دوام ورکړ.
5څنګه چې امصیا د یهودا واک تر لاسه کړ، نو هغه درباریان چې پاچا یعنې د ده پلار یې په قتل رسولی ؤ، ویې وژل.
6مګر د هغو قاتلانو اولادونه یې ونه وژل. دا ځکه چې هغه په دې ډول د موسیٰ د شریعت پیروي وکړه، لکه څنګه چې څښتن فرمایلي وو:
7امصیا د خپلې پاچاهۍ په وخت کې لس زره ادومي عسکر د مالګې په دره کې ووژل. هغه په جګړه کې د سالع ښارګوټی ونیوه او د هغه ځای نوم یې په یقتییل بدل کړ چې تر اوسه پورې په همدې نوم یادیږي.
8یوه ورځ امصیا د اسراییلو پاچا د ییهو لمسي او د یهواخاز زوی یهوآش ته داسې پیغام ورولېږه:
9مګر یهوآش بېرته دا ځواب ورولېږه:
10امصیا! په دې خاطر چې ادومیانو ته دې ماتې ورکړې ده، ډېر مغرور یې. مګر دغه شهرت دې بس دی، اوس په کور کې کښېنه. که کومه ستونځه دې رامنځته کړه، ته او ستا د یهودا پاچاهي به له منځه لاړه شي.>
11مګر امصیا ورته غوږ ونه نیوه. نو یهوآش او د هغه لښکرو بیت شمس ته چې په یهودا کې ؤ، مارش وکړ. هلته هغه او امصیا یو د بل سره جګړه وکړه.
12د یهودا لښکرو ماتې وخوړله. د یهودا ټول عسکر بېرته خپلو کورونو ته وتښتېدل
13او یهوآش، د یوآش زوی او د اخزیا لمسی امصیا، ونیوه. بیا یهوآش اورشلیم ته روان شو او د ښار دېوال یې د افرایم د دروازې څخه نیولې د کنج تر دروازې پورې وران کړ. دا د دېوال برخه نژدې ۲۰۰ متره اوږده وه.
14هغه ټول سره او سپین زر یوړل او د څښتن په کور او د پاچا په خزانه کې چې هر قیمتي شی ؤ هغه یې هم له ځانه سره یووړ. ځینې خلک یې یرغمل ونیول او بیا سامرې ته راستون شو.
15د یهوآش د پاچاهۍ نورې ټولې پېښې، د هغه د زورورتوب کارونه او دا چې څنګه یې د امصیا په ضد جګړه وکړه، د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
16یهوآش مړ شو او د سامرې په شاهي هدیره کې ښخ شو. بیا د هغه زوی یروبعام د هغه په ځای پاچا شو.
17د یهوآش د مړینې څخه وروسته امصیا پنځلس کاله ژوند وکړ.
18د امصیا د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي، د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
19په اورشلیم کې د امصیا د وژلو دپاره دسیسه جوړه شوه، نو هغه د لاکیش ښار ته وتښتېده. مګر دښمنانو یې د امصیا پسې نور خلک ورولېږل او هغه یې هلته وواژه.
20د هغه مړی په آس باندې بېرته ��ورشلیم ته یوړل شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو.
21وروسته د یهودا خلکو شاهي تاج د هغه د شپاړس کلن زوی عزیا په سر کېښود.
22عزیا د خپل پلار تر مړینې وروسته د ایلت ښارګوټی د یهودا دپاره بېرته ونیوه او بیا یې ودان کړ.
23په یهودا کې د امصیا د پاچاهۍ په پنځلسم کال د یهوآش زوی دویم یروبعام د اسراییلو پاچا شو. هغه په سامره کې یوڅلوېښت کاله پاچاهي وکړه.
24هغه د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه او د نباط د زوی یروبعام له ناوړو کارونو څخه یې پیروي وکړه کوم چې د اسراییلو د ګناه سبب ګرځېدلی ؤ.
25یروبعام د اسراییلو سیمه د حمات څخه چې په شمال کې ؤ د مالګې تر بحیرې پورې چې په جنوب کې ؤ وغزوله، لکه څنګه چې څښتن د خپل خدمتګار د امتای زوی یونس سره وعده کړې وه. نوموړی نبي ؤ او د جت حافر څخه ؤ.
26په دې کار کې څښتن د یروبعام سره مرسته وکړه ځکه چې هغه لیدلي وو چې اسراییلیان بې له دې چې هغوی آزاد وو یا غلامان، څومره په تکلیف کې وو او هېڅوک نه ؤ چې د هغوی سره مرسته وکړي.
27څنګه چې څښتن وعده کړې وه پرې به نژدې چې اسراییل بېخي له منځه لاړ شي، نو په دې خاطر څښتن د یروبعام په وسیله هغوی وژغورل.
28د یروبعام د پاچاهۍ نورې ټولې پېښې او د هغه کارونه، قدرت، جګړې او دا چې څنګه هغه دمشق او حمات یې چې په یهودا پورې اړه درلوده بېرته ونیول، دا ټول د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
29یروبعام مړ شو او په شاهي هدیره کې ښخ شو. بیا د هغه زوی زکریا د هغه په ځای پاچا شو.