Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
38 verses
1په اسراییلو کې د یروبعام د پاچاهۍ په اووه ویشتم کال د امصیا زوی عزیا د یهودا پاچا شو.
2هغه د شپاړس کلنۍ په عمر پاچا شو او په اورشلیم کې یې دوه پنځوس کاله پاچاهي وکړه. د هغه د مور نوم یکلیا ؤ چې د اورشلیم څخه وه.
3عزیا د خپل پلار په شان د څښتن اطاعت کاوه او ښه کارونه یې کول.
4که څه هم سیمه یز د عبادت ځایونه ړنګ نه شول او خلکو لا هم هلته قربانۍ کولې او خوشبویي یې سوځولې.
5څښتن عزیا د جذام په مرض اخته کړ او د عمر تر پایه پورې په هغه رنځ رنځور پاتې شو. هغه په خپل کور کې یواځې اوسېده. د هغه زوی یوتام د ماڼۍ او هېواد واک درلود.
6د عزیا د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
7عزیا مړ شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. بیا د هغه زوی یوتام د هغه په ځای پاچا شو.
8په یهودا کې د عزیا د پاچاهۍ په اته دېرشم کال د یروبعام زوی زکریا د اسراییلو پاچا شو. هغه په سامره کې شپږ میاشتې پاچاهي وکړه.
9زکریا د خپلو نیکونو په شان د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه. هغه د نباط د زوی د یروبعام بده لاره غوره کړه، څوک چې د اسراییلو د ګناه سبب ګرځېدلی ؤ.
10د یابیش زوی شلوم د زکریا په ضد دسیسه جوړه کړه او د خلکو په مخکې یې وواژه. بیا شلوم د هغه په ځای پاچا شو.
11د زکریا د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
12په دې توګه څښتن د ییهو سره خپله هغه وعده سرته ورسوله چې ویلي یې وو: او همداسې وشول.
13په یهودا کې د عزیا د پاچاهۍ په نهه دېرشم کال شلوم د اسراییلو پاچا شو. هغه یوه میاشت په سامره کې پاچاهي وکړه.
14وروسته د جادي زوی مناحیم د ترزې څخه سامرې ته راغی، شلوم یې هلته وواژه او په خپله د هغه په ځای د اسراییلو پاچا شو.
15شلوم چې د خپلې پاچاهۍ په وخت کې هرڅه کړي دي، د هغې دسیسې په شمول چې د زکریا په ضد یې کړې وه، د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
16مناحیم د ترزه څخه د تګ په حال کې، د تفسح ښار، د هغه اوسېدونکي او ګردچاپېره سیمې په بشپړه توګه له منځه یوړې، ځکه چې دا ښار ده ته نه ؤ تسلیم شوی. هغه حتی د ټولو امیدوارو ښځو ګېډې هم څیرې کړې.
17په یهودا کې د عزیا د پاچاهۍ په نهه دېرشم کال مناحیم د جادي زوی د اسراییلو پاچا شو او په سامره کې یې لس کاله پاچاهي وکړه.
18هغه د خپل ژوند تر پایه پورې د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه او د نباط د زوی یروبعام بده لاره یې چې د اسراییلو د ګناه سبب ګرځېدلی ؤ، غوره کړه.
19د مناحیم د پاچاهۍ په دوران کې د آشور پاچا تغلت فلاسر په اسراییلو باندې برید وکړ. مناحیم، تغلت فلاسر ته څلور دېرش ټنه سپین زر ورکړل، ترڅو تغلت فلاسر د هغه سره د پاچاهۍ د واک په ساتلو کې مرسته وکړي.
20نو مناحیم په اسراییلو کې په هر شتمن نفر باندې حکم وکړ چې هغه ته نیم نیم کیلوګرامه سپین زر ورکړي او دا ټول هغه د آشور پاچا ته ورکړل. نو د آشور پاچا برید ودراوه او د اسراییلو څخه لاړ.
21د مناحیم د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
22مناحیم مړ او ښخ شو. بیا د هغه ��وی فقحیا د هغه په ځای پاچا شو.
23په یهودا کې د عزیا د پاچاهۍ په پنځوسم کال فقحیا د اسراییلو پاچا شو او په سامره کې یې دوه کاله پاچاهي وکړه.
24هغه د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه او د نباط د زوی یروبعام بده لاره یې چې د اسراییلو د ګناه سبب ګرځېدلی ؤ، غوره کړه.
25د رملیا زوی فقح د فقحیا د لښکر قوماندان ؤ، مګر هغه د پاچا د وژلو دپاره پلانونه جوړ کړل. نو هغه د پنځوسو تنو جلعادیانو سره په سامره کې د ماڼۍ تر ټولو قوي برخې ته ورننوتل او فقحیا پاچا یې په قتل ورساوه. د پاچا سره یې دوه نور سړي چې ارجوب او اریه نومېدل هم په قتل ورسول. بیا فقح د هغه په ځای پاچا شو.
26د فقحیا د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
27په یهودا کې د عزیا د پاچاهۍ په دوه پنځوسم کال د رملیا زوی فقح د اسراییلو پاچا شو او په سامره کې یې شل کاله پاچاهي وکړه.
28هغه د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه، د نباط د زوی یروبعام بده لاره یې غوره کړه څوک چې د اسراییلو د ګناه سبب ګرځېدلی ؤ.
29د فقح د پاچاهۍ په دوران کې د آشور پاچا تغلت فلاسر په اسراییلو باندې برید وکړ. هغه د عیون، آبل بیت معکې، یانواح، قادش او حاصور ښارونه او همدارنګه د جلعاد، جلیل او د نفتالي ټولې سیمې هم ونیولې. بیا هغه اسراییلیان د اسیرانو په توګه آشور ته یوړل.
30په یهودا کې د یوتام د پاچاهۍ په شلم کال د ایله زوی هوشع د فقح په ضد دسیسه جوړه کړه او هغه یې په قتل ورساوه. بیا هوشع د هغه په ځای د اسراییلو پاچا شو.
31د فقح د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
32په اسراییلو کې د فقح د پاچاهۍ په دویم کال د عزیا زوی یوتام د یهودا پاچا شو.
33یوتام د پنځه ویشت کلنۍ په عمر پاچا شو او په اورشلیم کې یې شپاړس کاله پاچاهي وکړه. د هغه مور یروشه د صادوق لور وه.
34یوتام د خپل پلار په شان هغه کارونه کول چې د څښتن په نظر کې ښه وو.
35دا یوتام ؤ چې د څښتن د کور پاسنۍ دروازه یې بیا جوړه کړه. که څه هم سیمه یز د عبادت ځایونه ړنګ نه شول، لا هم خلکو هلته قربانۍ کولې او خوشبویي یې سوځولې.
36د یوتام د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
37د هغه د پاچاهۍ په دوران کې د لومړي ځل دپاره څښتن د سوریایي پاچا رزین او د اسراییلو پاچا فقح ولېږل چې په یهودا باندې برید وکړي.
38یوتام مړ شو او د هغه د نیکه داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. بیا د هغه زوی آحاز د هغه په ځای پاچا شو.