Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
41 verses
1په یهودا کې د آحاز د پاچاهۍ په دولسم کال، د ایله زوی هوشع د اسراییلو پاچا شو او هغه نهه کاله په سامره کې پاچاهي وکړه.
2هوشع د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه، مګر د هغه ګناه د اسراییلو د تېرو شویو پاچاهانو په پرتله کمه وه.
3د آشور پاچا شلمناسر په هوشع باندې برید وکړ. هوشع هغه ته تسلیم شو او هر کال به یې هغه ته باج ورکاوه.
4مګر وروسته هوشع د باج ورکولو څخه انکار وکړ او د مصر پاچا ته یې استازي ورولېږل چې د هغه سره مرسته وکړي. کله چې شلمناسر له دې خیانت څخه خبر شو، نو هوشع یې ونیوه او په زندان کې یې واچاوه.
5بیا شلمناسر د اسراییلو په ټوله خاوره باندې برید وکړ او سامره یې درې کاله محاصره کړه.
6د هوشع د پاچاهۍ په نهم کال، د آشور پاچا سامره ونیوله او اسراییلیان یې د اسیرانو په توګه آشور ته بوتلل. ځینې یې د حلح په ښار کې، ځینې یې د خابور سیند ته نژدې د جوزان په سیمه کې او پاتې یې د ماد په ښارونو کې ځای په ځای کړل.
7دا هرڅه په دې خاطر وشول چې د اسراییلو قوم د خپل څښتن خدای په مقابل کې چې هغوی یې د مصر د پاچا څخه ژغورلي وو او د هغه هېواد څخه یې راویستلي وو، ګناه کړې وه. هغوی د نورو خدایانو عبادت کاوه
8او د هغو قومونو د رواجونو څخه یې پیروي کوله چې څښتن هغوی د اسراییلیانو د وړاندې تګ سره سم شړلي وو. همدارنګه هغه رواجونه یې خپل کړل چې د اسراییلو پاچاهانو پیل کړي وو.
9اسراییلیانو په پټه د خپل څښتن خدای په ضد داسې کارونه وکړل کوم چې هغه منع کړي وو. دوی د اوسېدو په خپلو ټولو ځایونو کې یعنې د کوچني کلي څخه نیولې تر لوی ښاره پورې غېر مجاز د عبادت ځایونه جوړ کړل.
10هغوی په هرې غونډۍ باندې او د هرې سیوري لرونکې ونې لاندې د تیږو ستنې او د اشیره بتان جوړ کړل.
11هغوی د عبادت په ټولو غېر مجاز ځایونو کې خوشبویي وسوځولې او د هغو قومونو د رواجونو څخه یې پیروي کوله چې څښتن د اسراییلو د وړاندې تګ سره سم د هغوی د خاورې څخه شړلي وو. هغوی په خپلو بدو عملونو سره د څښتن قهر راوپاراوه.
12هغوی د څښتن د هغه حکم څخه سرغړونه کوله چې ورته ویلي وو:
13څښتن خپل وړاندویونکي او نبیان ولېږل چې اسراییلو او یهودا ته خبرداری ورکړي:
14مګر اسراییلیانو اطاعت ونه کړ، د هغوی زړونه د خپلو هغو نیکونو په شان چې په خپل څښتن خدای یې باور نه درلود سخت وو.
15هغوی د څښتن خبرداری او حکمونه له پامه وغورځول او هغه لوظ یې مات کړ چې د هغو د نیکونو سره یې کړی ؤ. هغوی د بې ارزښته بتانو عبادت کاوه او په خپله هم بې ارزښته شول. څښتن اسراییلیانو ته وویل چې ، مګر اسراییل د هماغو په شان شول.
16هغوی د خپل څښتن خدای ټول قوانین مات کړل او د عبادت دپاره یې دوه فلزي سخوندران جوړ کړل. همدارنګه هغوی د اشیره بت جوړ کړ، د ستورو عبادت او د بعل د بت خدمت یې کاوه.
17هغوی خپل زامن او لورګانې د سوځېدونکو نذرانو په توګه قرباني کول، د کوډګرانو او فال کتونکو څخه به یې کار اخیست او خپل ځانونه یې په بشپړه توګه هغو کارونو ته وقف کړل چې د څښتن په نظر کې بد وو. ځکه یې د څښتن قهر راوپاراوه.
18نو څښتن په اسراییلو باندې ډېر په قهر شو او هغوی یې له خپل حضور څخه وشړل. یواځې د یهودا قبیله پاتې شوه.
19مګر حتی د یهودا خلکو هم د خپل څښتن خدای د قوانینو اطاعت ونه کړ، هغوی د هغو رواجونو چې د اسراییلو خلکو خپل کړي وو، پیروي وکړه.
20څښتن ټول اسراییلیان ترک کړل، هغوی ته یې سزا ورکړه او لوټ مارانو ته یې په لاس ورکړل تر هغې چې آخر څښتن اسراییلیان د خپل حضور څخه وشړل.
21کله چې څښتن اسراییل د یهودا څخه څیري او جلا کړل، اسراییلیانو د نباط زوی یروبعام خپل پاچا وټاکه. یروبعام هغوی د څښتن د پیروۍ څخه واړول او د هغوی د سختې ګناه سبب وګرځېد.
22اسراییلیانو د یروبعام پیروي وکړه او د هغې ګناه څخه چې یروبعام کړې وه لاس وانخیست.
23لکه څنګه چې څښتن د خپلو نبیانو په وسیله خبرداری ورکړی ؤ، نو آخر یې هغوی له خپل حضور څخه وشړل. نو د اسراییلو خلک آشور ته جلاوطني شول او تر اوسه پورې هلته اوسیږي.
24د آشور پاچا د څپرکیل، کوت، عوا، حمات او سفروایم د ښارونو خلک بوتلل او هغوی یې د سامرې په ښارونو کې د جلاوطنو اسراییلیانو په ځای مېشت کړل. هغوی دا ښارونه ونیول او هلته استوګن شول.
25څرنګه چې دغو خلکو په سر کې د څښتن عبادت نه کاوه، نو څښتن زمریان ورولېږل چې په هغوی باندې برید وکړي. زمریانو له هغو څخه ځینې ووژل.
26د آشور پاچا خبر شو چې هغه خلک چې هغه د سامرې ښارونو ته بیولي دي د هغه وطن د خدای په قانون باندې نه پوهیږي، نو خدای هلته زمریان ورولېږل چې هغوی ووژني.
27نو د آشور پاچا داسې امر وکړ:
28نو د اسراییلي کاهنانو څخه یو تن چې له سامرې څخه جلاوطنه شوی ؤ، لاړ چې په بیت ییل کې واوسیږي. بیا یې خلکو ته وښودل چې څنګه د څښتن عبادت وکړي.
29مګر هغو خلکو چې په سامره کې ځای په ځای شوي وو، هر یو قوم د خپلو بتانو جوړولو ته دوام ورکړ او هغه یې د عبادت په هغو ځایونو کې کېښودل چې اسراییلیانو جوړ کړي وو.
30د څپرکیل خلکو د سکوت بنوت بتان، د کوت خلکو د نرجل بتان، د حمات خلکو د اشیما بتان،
31د عوا خلکو د نبحز او ترتاک بتان جوړ کړل او د سفروایم خلکو خپل ماشومان د سوځېدونکو نذرانو په توګه خپلو بتانو یعنې ادرملک او عنملک ته قرباني کړل.
32دغو خلکو د څښتن عبادت هم کاوه او له خپل منځ څخه یې هر قسم خلک غوره کړل چې د عبادت د هغو ځایونو لپاره د کاهنانو په توګه خدمت وکړي او په هغه ځایونو کې د هغوی دپاره قربانۍ وړاندې کړي.
33په دې توګه هغوی هم د څښتن عبادت کاوه او هم یې د هغه هېوادونو د رواجونو له مخې چې هغوی ورڅخه راغلي وو، د خپلو بتانو عبادت کاوه.
34هغوی تر نن ورځې پورې په خپلو زړو رواجونو باندې ټینګ ولاړ دي. هغوی د څښتن عبادت نه کوي او نه د هغو قوانینو او حکمونو څخه پیروي کوي چې څښتن د یعقوب اولادې ته ورکړي وو. (وروسته څښتن د یعقوب نوم په اسراییل بدل کړ.)
35څښتن د اسراییلیانو سره لوظ کړی ؤ او هغوی ته یې حکم کړی ؤ:
36یواځې زما عبادت کوئ! زه هغه څوک یم چې تاسو یې په خپل لوی قوت سره د مصر څخه راوویستلئ. تاسو باید ماته سجده وکړئ او ماته قربانۍ وړاندې کړئ.
37تاسو باید تل زما د هغو قوانینو او حکمونو اطاعت وکړئ چې ستاسو دپاره مې لیکلي دي. د نورو خدایانو عبادت ونه کړئ
38او هغه لوظ چې تاسو سره مې کړی ؤ هغه باید هېر نه کړئ. د نورو خدایانو عبادت ونه کړئ.
39تاسو باید زما یعنې د خپل څښتن خدای عبادت وکړئ او زه به تاسو د ټولو دښمنانو څخه وژغورم.>
40مګر هغو خلکو چې په اسراییلو کې اوسېدل دا حکم یې قبول نه کړ او د خپلو زړو رواجونو پیروۍ ته یې دوام ورکړ.
41هغوی د څښتن عبادت کاوه، مګر د خپلو بتانو عبادت یې هم کاوه. د هغوی اولادونه تر نن ورځې پورې هماغه کار کوي.