Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
37 verses
1اپه اسراییلو کې د ایله د زوی هوشع د پاچاهۍ په دولسم کال، د آحاز زوی حزقیا د یهودا پاچا شو.
2حزقیا پنځه ویشت کلن ؤ چې پاچا شو او هغه نهه ویشت کاله په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. د هغه د مور نوم ابیا وه چې د زکریا لور وه.
3هغه لکه د خپل نیکه داود پاچا په شان هغه کارونه وکړل چې د څښتن په نظر کې ښه وو.
4هغه سیمه یز د عبادت ځایونه له منځه یوړل، د تیږو ستنې یې ماتې کړې او د اشیره بتان یې راوغوزول. همدارنګه یې هغه برنجي مار چې موسیٰ جوړ کړی ؤ او د نحشتان په نوم یادېده هم ټوټې ټوټې کړ. تر هغه وخته پورې د اسراییلو خلکو هغه ته د درناوي دپاره خوشبویي سوځولې.
5حزقیا د اسراییلو په څښتن خدای باندې باور درلود. د یهودا په ټولو پاچاهانو کې د هغه په شان نه د هغه څخه وروسته څوک ؤ او نه د هغه څخه مخکې.
6هغه څښتن ته پوره وفادار ؤ او د هغو قوانینو اطاعت یې کاوه چې څښتن موسیٰ ته ورکړي وو.
7نو څښتن د هغه سره ؤ او هغه په خپلو ټولو کارونو کې بریالی ؤ. هغه د آشور د پاچا په مقابل کې یاغي شو او هغه ته یې د تسلیمېدلو څخه انکار وکړ.
8هغه فلسطینیانو ته د غزې او د هغې د شاوخوا سیمو پورې ماته ورکړه چې دا ماته د تر ټولو کوچني کلي څخه نیولې تر لوی دېوال لرونکي ښار پورې وه.
9د حزقیا د پاچاهۍ په څلورم کال چې په اسراییلو باندې د هوشع د پاچاهۍ اووم کال ؤ، د آشور پاچا شلمناسر په اسراییلو برید وکړ او سامره یې محاصره کړه.
10د محاصرې د درېم کال په آخر کې آشوریانو سامره ونیوله. نو د حزقیا د پاچاهۍ په شپږم کال چې د هوشع د پاچاهۍ نهم کال ؤ، دا پېښه وشوه.
11د آشور پاچا، اسراییلیان د اسیرانو په توګه آشور ته بوتلل. د هغو څخه یې ځینې د حلح په ښار کې، ځینې یې د خابور سیند ته نژدې د جوزان په سیمه کې او ځینې یې د ماد په ښارونو کې ځای په ځای کړل.
12سامرې ځکه سقوط وکړ چې اسراییلیانو د خپل څښتن خدای اطاعت نه کاوه، بلکې هغه لوظ یې مات کړ چې څښتن د هغوی سره کړی ؤ او د هغو ټولو قوانینو څخه یې سرغړونه وکړه چې د څښتن د خدمتګار موسیٰ په وسیله ورکړل شوي وو. هغوی نه هغه حکمونه منل او نه یې په هغو باندې عمل کاوه.
13د حزقیا د پاچاهۍ په څوارلسم کال د آشور پاچا سنخاریب د یهودا په ټولو قوي شوي ښارونو باندې برید وکړ او هغه یې ونیول.
14حزقیا دغه پیغام سنخاریب ته چې په لاکیش کې ؤ ورولېږه: د سنخاریب پاچا ځواب دا ؤ چې حزقیا باید لس ټنه سپین زر او یو ټن سره زر هغه ته ورولېږي.
15حزقیا هغه ټول سپین زر چې د څښتن په کور کې او د ماڼۍ په خزانه کې وو هغه ته ورولېږل.
16همدارنګه هغه د څښتن د کور د دروازو څخه سره زر او هم هغه سره زر چې په خپله یې د دروازو چوکاټونه ورباندې پوښ کړي وو راوویستل او هغه ټول یې سنخاریب ته ورولېږل.
17د آشور پاچا یو لوی لښکر د خپلو درېو لوړ رتبه مامورانو سره د لاکیش څخه ولېږه چې په اورشلیم کې د حزقیا مخالفت وکړي. کله چې اورشلیم ته ورسېدل، هغوی د پاسني ډنډ د لښتي په غاړه چې د کالیو مینځونکو د پټي په لاره کې پرته ده، ودرېدل.
18هغوی حزقیا پاچا راوغوښت مګر د هغه درې درباریان بیرون راووتل چې د هغوی سره لیدنه کتنه وکړي. هغه درې درباریان دا وو: د حلقیا زوی الیاقیم چې د ماڼۍ مسؤول ؤ، شبنا د دربار منشي او د آساف زوی یوآخ چې د پېښو د ثبتولو مسؤول ؤ.
19د آشور د منصبدارانو څخه یو تن هغوی ته وویل:
20پاچا ته ووایئ: آیا ته فکر کوې چې یواځې خبرې کولی شي چې د عسکري پوهې او قدرت ځای ونیسي؟ ته په چا باندې تکیه کوې چې زما په مقابل کې یاغي شوی یې؟
21ګوره، ته په دې طمع یې چې مصر به درسره مرسته وکړي، مګر هغه به د هغې کړکي په شان وي چې د امسا په توګه ورڅخه کار اخیستل کیږي. هغه به مات شي، ستا په لاس کې به ننوځي او تا به ټپي کړي. نو هرڅوک چې د مصر په پاچا باندې تکیه وکړي هغه به همداسې شي.>
22لوی پاچا تاسو درباریانو ته دا هم وایي:
23زه به تاسو سره د خپل بادار، یعنې د اشور د پاچا په استازیتوب یو شرط کېږدم. زه به تاسو ته دوه زره آسونه درکړم خو که چېرې تاسو وکولای شئ چې هم دومره نفر پیدا کړئ چې په هغو باندې سپاره شي.
24تاسو د جنګي ګاډیو او سپرو عسکرو په خاطر په مصر باندې تکیه کوئ! نو څنګه کولی شئ چې تاسو زما د بادار د خدمتګارانو څخه یو ډېر کمزوری منصبدار په شا وتمبوئ؟
25آیا تاسو فکر کوئ چې ما د څښتن له مرستې څخه پرته ستاسو په وطن باندې برید کړی دی چې هغه وران کړم؟ څښتن په خپله ماته وویل چې په هغه باندې برید وکړم او هغه له منځه یوسم.>
26په دې وخت کې الیاقیم، شبنا او یوآخ هغه لوړ رتبه مامور ته وویل:
27هغه ځواب ورکړ:
28بیا هغه ملکی مامور ودرېد او په لوړ آواز یې د یهودا په ژبه وویل:
29پاچا داسې وایي: حزقیا مه پرېږدئ چې تاسو وغولوي. هغه نه شي کولی چې تاسو زما د لاس څخه وژغوري.
30باور مه کوئ که هغه تاسو ته ووایي: په څښتن باندې باور ولرئ، هغه به تاسې وژغوري او دا ښار به د آشور د پاچا په لاس ورنه کړل شي.
31د حزقیا خبرو ته غوږ مه نیسئ. ځکه د آشور پاچا داسې وایي: زما سره روغه جوړه وکړئ. راووځئ او ماته تسلیم شئ. نو تاسو هر یو به د خپلو تاکونو انګور وخورئ، د خپلو ونو څخه به انځر وخورئ او د خپلو ذخیرو څخه به اوبه وڅښئ.
32وروسته زه راځم او تاسو به هغه هېواد ته بوځم چې ستاسو د وطن په شان دی، په هغه هېواد کې چې ډېر زیات غلې دانې، ډوډۍ، د انګورو شراب، د انګورو باغونه، د زیتونو ونې او شات دي. که چېرې تاسو هغه کار وکړئ چې زه یې درته حکم کوم، تاسو به مړه نه شئ، بلکې ژوندي به پاتې شئ. د حزقیا خبرو ته غوږ مه نیسئ، هغه تاسو بې لارې کوي او وایي: څښتن به مونږ وژغوري.
33آیا کله د کوم قوم خدایانو خپل وطن د آشور پاچا له لاسه ژغورلی دی؟
34چېرته دي د حمات او ارفاد خدایان؟ چېرته دي د سفروایم، هینع او عوا خدایان؟ آیا هغوی سامره زما د لاسونو څخه وژغورله؟
35د دې ټولو هېوادونو د خدایانو څخه کوم یو دا توان درلود چې خپل هېواد زما څخه وژغوري؟ نو څښتن به څنګه وکولای شي چې اورشلیم زما د لاسونو څخه خلاص کړي؟>
36مګر خلک غلي پاتې شول او په ځواب کې یې ورته هېڅ ونه ویل، ځکه چې حزقیا پاچا هغوی ته دا امر کړی ؤ چې ځواب ورنه کړي.
37نو الیاقیم، شبنا او یوآخ له غمه خپل کالي وشلول، حزقیا ته ورغلل او څه چې ورته هغه ملکی مامور ویلي وو، هغه یې حزقیا ته بیان کړل.