Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
36 verses
1کله چې حزقیا پاچا دا خبره واورېده، هغه له غمه خپل کالي وشلول، د ویر کالي یې واغوستل او د څښتن کور ته ورننوت.
2هغه د ماڼۍ مسؤول الیاقیم، د دربار منشي شبنا او د کاهنانو مشران چې ټولو د ویر کالي اغوستي وو، د آموص زوی اشعیا نبي ته ورولېږل.
3دوی هغه ته وویل:
4د آشور پاچا خپل لوړپوړی مامور د دې دپاره رالېږلی دی چې د ژوندي خدای سپکاوی وکړي. ستا څښتن خدای دې دا د سپکاوۍ خبرې واوري او هغه چا چې دا خبرې کړې دي هغه ته دې سزا ورکړي. نو د هغو نفرو دپاره دعا وکړئ چې ژوندي پاتې دي.>
5کله چې اشعیا د حزقیا پاچا پیغام تر لاسه کړ،
6هغه بېرته دا ځواب ورولېږه:
7څښتن به د آشور په پاچا ځینې ګونګوسې واوروي او هغه به مجبور کړي چې بېرته خپل هېواد ته ستون شي. هلته به یې په یو چا باندې ووژني.>
8د آشور لوړ رتبه ملکي مامور پوه شو چې پاچا د لاکیش څخه تللی دی او د لبنه ښار په مقابل کې جنګیږي، نو هلته ورغی چې د هغه سره مشوره وکړي.
9آشوریانو ته خبر ورورسېد چې د مصر لښکر د ایتوپیا پاچا، ترهاقه تر مشرۍ لاندې راروان دی چې برید وکړي. کله چې پاچا دا خبره واورېده، نو هغه د یهودا پاچا حزقیا ته د استازو په لاس لیک ورولېږه:
11تا اورېدلي دي چې د آشور پاچاهانو د ټولو هېوادونو سره څه وکړل، هغه یې په بشپړه توګه له منځه یوړل. آیا فکر کوې چې ته به وژغورل شې؟
12زما نیکونو د جوزان، حاران او رصف ښارونه له منځه یوړل او د عدن هغه خلک چې په تلسار کې اوسېدل، ووژل او د هغوی د خدایانو څخه هېڅ یو هغوی ونه ژغورل.
13د حمات، ارفاد، سفروایم، هینع او عوا د ښارونو پاچاهان چېرته دي؟>
14حزقیا پاچا د استازو څخه لیک واخیست او هغه یې ولوست. بیا هغه د څښتن کور ته لاړ، هغه لیک یې د څښتن په حضور کې پرانیست
15او داسې دعا یې وکړه:
16نو ای څښتنه، وګوره چې په مونږ باندې څه تېریږي. ای ژوندیه خدایه! د سنخاریب خبرې واوره، چې ستا سپکاوی کوي.
17دا رښتیا ده، ای څښتنه، چې د آشور پاچاهانو ډېر قومونه له منځه وړي دي، د هغوی هېوادونه یې وران کړي دي
18او د هغوی خدایان یې سوځولي دي. هغه خدایان نه وو، هغه یواځې د لرګیو او تیږو هغه بتان وو چې د انسان په لاسونو جوړ شوي وو.
19نو زمونږ څښتن خدایه، مونږ د آشوریانو څخه وژغوره، ترڅو د نړۍ ټول قومونه په دې پوه شي چې، ای څښتنه، یواځې ته خدای یې.>
20نو د آموص زوی اشعیا حزقیا پاچا ته دا پیغام ورولېږه:
21نو زه د هغه په ځواب کې داسې وایم: اورشلیم د یوې نجلۍ په شان دی چې ستا څخه کرکه کوي او په تا باندې ملنډې وهي. کله چې ته تښتې، نو هغوی په تا پورې خندا کوي.
22ای سنخاریبه! تا ماته، د اسراییلو سپېڅلي خدای ته کفر ویلی، خپل آواز دې اوچت کړی او ملنډې دې وهلې دي.
23تا په خپلو استازو باندې زه، څښتن سپک کړم او د خپل ځان په اړه دې داسې لاپې وهلې دي: ما خپلې جنګي ګاډۍ د لبنان ډېرو لوړو ځایونو ته خېژولې دي، د هغه ځنګل تر ټولو دننني ځای ته ورننوتی یم او د سبر او سروې ډېرې ښې ونې مې پرې کړې دي.
24ما په مصر کې په خپلو پښو باندې هر سیند وچ کړ او په پردیو هېوادونو کې مې د هغو کوهیانو اوبه وڅښلې چې ما کیندلي وو.
25آیا تا دا نه دي اورېدلي چې دا هرڅه مې پخوا پلان کړي وو او حتی په دې نه پوهېږې چې دا یواځې زه وم چې دا پرېکړه مې وکړه چې ته به دا کار کوې؟ ته مې پرېښودلې چې هغه ځواکمن ښارونه وران کړې.
26د هغو ځایونو خلک کمزوري او ډېر سخت وارخطا شول. هغوی د پټیو د بوټو یا د هغو تنکیو وښو په شان وو چې د کوټو په سر باندې شنه کیږي او د پخېدلو څخه مخکې سوځیږي.
27مګر زه خبر یم چې ته چېرته اوسېږې او څه وخت ځې او راځې. دغه راز زه پوهېږم چې څومره ماته په قهر یې.
28ستا غرور مې لیدلی دی او هم هغه سخته کرکه مې لیدلې ده چې ته یې زما څخه لرې. نو زه به ستا په پوزه کې چنګک او ستا په خوله کې قیضه واچوم. بیا به دې هغه ځای ته بېرته بوځم له کومه ځایه چې راغلی وې.>
29بیا اشعیا حزقیا پاچا ته وویل:
30هغوی چې په یهودا کې ژوندي پاتې دي د نباتاتو په شان به په ځمکه کې ژورې ریښې وکړي او مېوه به ونیسي.
31په اورشلیم او د صیهون په غره کې به یو شمېر خلک ژوندي پاتې شي، ځکه چې څښتن ټینګه پرېکړه کړې ده چې داسې به وشي.>
32څښتن د آشور د پاچا په هکله داسې وایي:
33څښتن داسې وایي: په هغې لارې چې هغه راغلی دی بېرته به په هماغه لار لاړ شي او ښار ته به داخل نه شي.
34زه به د دې ښار څخه د خپل ځان په اړه او د خپلې هغې ژمنې په اړه چې د خپل خدمتګار داود سره مې کړې وه، دفاع وکړم او هغه به وساتم.>
35په هماغه شپه د څښتن فرښته د آشوریانو کمپ ته ورغله او ۱۸۵۰۰۰ عسکر یې ووژل. کله چې سهار وختي پاتې خلک راپاڅېدل نو ویې لیدل چې په هغه ځای کې مړي پراته دي.
36نو سنخاریب پاچا بېرته آشور ته ستون شو او د نینوا په ښار کې اوسېده.
37یوه ورځ چې هغه د خپل خدای نسروک د عبادت په ځای کې عبادت کاوه، د هغه دوو زامنو ادرملک او شرازر په خپلو تورو باندې هغه وواژه او بیا هغوی د ارارات خاورې ته وتښتېدل. د هغه بل زوی چې اسرحدون نومېده د هغه په ځای پاچا شو.