Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
20 verses
1په هغو ورځو کې حزقیا پاچا ناروغ شو او مرګ ته نژدې ؤ. د آموص زوی اشعیا نبي ورغی چې هغه وویني او هغه ته یې وویل:
2حزقیا خپل مخ دېوال ته واړاوه او دعا یې وکړه:
3بیا یې ډېر سخت وژړل.
4اشعیا د پاچا څخه لاړ، خو مخکې له دې چې هغه د ماڼۍ د منځنۍ حوېلۍ څخه تېر شي څښتن هغه ته وفرمایل:
6زه به ستا ژوند پنځلس کاله نور هم زیات کړم. زه به تا او دغه ښار د آشور د پاچا له لاسه وژغورم. زه به د دې ښار څخه د خپل ځان او خپل خدمتګار داود په خاطر دفاع وکړم.>
7بیا اشعیا د حزقیا خدمتګارانو ته وویل: هغوی همداسې وکړل او هغه یې د هغه په دانه باندې کېښودل او هغه روغ شو.
8حزقیا د اشعیا څخه پوښتنه وکړه:
9اشعیا ځواب ورکړ:
10حزقیا ورته وویل:
11نو اشعیا نبي په څښتن باندې غږ وکړ او څښتن هغه سیوری چې د آحاز په زینه باندې راکوز شوی ؤ لس پوړۍ وروسته کړ.
12په همدې وخت کې د څپرکیل پاچا د بلدان زوی، مرودک بلدان خبر شو چې حزقیا پاچا ناروغ ؤ، نو هغه د خپلو استازو په لاس حزقیا ته یو لیک او سوغات ورولېږل.
13حزقیا استازو ته هرکلی ووایه او هغوی ته یې خپله شتمني، یعنې خپل سپین او سره زر، خپلې مسالې او عطرونه او خپل ټول عسکري سامان وروښودل. د هغه په تحویلخانو او یا د هغه په پاچاهۍ کې داسې شی نه ؤ چې هغوی ته یې نه وي ښودلی.
14بیا اشعیا نبي حزقیا پاچا ته ورغی او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: حزقیا ځواب ورکړ:
15اشعیا پوښتنه وکړه: حزقیا ځواب ورکړ:
16بیا اشعیا حزقیا پاچا ته وویل:
17داسې وخت راتلونکی دی چې هرڅه چې ستا په ماڼۍ کې دي او هرڅه چې ستا نیکونو تر نن ورځې پورې ذخیره کړي دي، هغه به څپرکیل ته یوړل شي. هېڅ شی به پاتې نه شي.
18ستا د خپلې اولادې څخه به ځینې په اسارت یوړل شي او هغوی به خسیان شي چې د څپرکیل د پاچا په ماڼۍ کې خدمت وکړي.>
19حزقیا پاچا فکر وکړ چې دا خبره دا معنیٰ لري چې د هغه په ژوند کې به سوله او امنیت وي، نو هغه ځواب ورکړ:
20نور ټول هغه کارونه چې حزقیا پاچا کړي وو، د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شو�� دي. په هغو کې د هغه د زړورتوب کارونه او دا چې هغه څنګه حوض او کارېز جوړ کړ چې اورشلیم ته پکې اوبه راوړل کېدلې، هم شامل دي.
21حزقیا مړ شو او د هغه زوی منسي د هغه په ځای پاچا شو.