Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1منسي دولس کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه په اورشلیم کې پنځه پنځوس کاله پاچاهي وکړه. د هغه د مور نوم حفصیبه ؤ.
2منسي د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه. هغه د هغو قومونو د ناوړه دودونو څخه پیروي وکړه چې څښتن د خپل قوم د وړاندې تګ سره سم شړلي وو.
3هغه سیمه یز د عبادت ځایونه چې د هغه پلار حزقیا له منځه وړي وو، منسي هغه بېرته جوړ کړل. هغه د بعل د عبادت دپاره د قربانۍ ځایونه جوړ کړل او د اشیره بت یې جوړ کړ لکه څنګه چې د اسراییلو پاچا اخاب جوړ کړی ؤ. منسي د ستورو عبادت هم کاوه.
4هغه په اورشلیم کې د څښتن په کور کې د نورو خدایانو دپاره د قربانۍ ځایونه جوړ کړل د کوم په اړه چې څښتن ویلي وو:
5هغه د څښتن د کور په دواړو حوېلیو کې ستورو ته د عبادت دپاره د قربانۍ ځایونه جوړ کړل.
6هغه خپل زوی د سوځېدونکې نذرانې په توګه قرباني کړ. هغه به فالونه کتل او د فال کتونکو او کوډګرانو سره به یې مشورې کولې. هغه د څښتن په مقابل کې ډېره لویه ګناه وکړه او د هغه قهر یې راوپاراوه.
7هغه د اشیره بت د خدای په کور کې یعنې په هغه ځای کې کېښود چې د هغه په اړه څښتن داود او د هغه زوی سلیمان ته داسې ویلي وو:
8که چېرې د اسراییلو قوم زما د ټولو حکمونو څخه اطاعت وکړي او د هغه ټول شریعت څخه پیروي وکړي چې زما خدمتګار موسیٰ هغوی ته ورکړی دی، نو زه به پرېنږدم چې هغوی د هغه وطن څخه وشړل شي چې ما د هغوی نیکونو ته ورکړی ؤ.>
9مګر د یهودا خلکو د څښتن اطاعت ونه کړ او منسي په هغوی باندې د هغې څخه هم لویه ګناه وکړه چې هغو قومونو کړې وه کوم چې څښتن د هېواد څخه د خپل قوم د وړاندې تګ په وخت کې شړلي وو.
10څښتن د خپلو خدمتګارانو یعنې نبیانو په وسیله وویل:
12نو زه د اسراییلو څښتن خدای به په اورشلیم او یهودا باندې داسې بلا راولم چې هرڅوک خبر شي هغه به هک حیران شي.
13زه به اورشلیم ته داسې سزا ورکړم لکه څنګه چې مې سامرې او د اسراییلو پاچا اخاب او د هغه اولادې ته ورکړې وه. زه به اورشلیم د هغه د خلکو څخه داسې پاک کړم لکه د یو قاب خواړه چې په بشپړه توګه خوړل کیږي.
14هغه خلک چې ژوندي پاتې کیږي د هغو څخه به مخ واړوم او هغوی به خپلو دښمنانو ته په لاس ورکړم. هغوی به ورباندې فتح ومومي او وطن به یې لوټ کړي.
15زه د خپل قوم سره دا کار ځکه کوم چې هغوی داسې کارونه کړي دي چې زه ورڅخه کرکه لرم. له هغه وخت څخه چې د هغوی نیکونه د مصر څخه راوتلي دي تر نن ورځې پورې یې زما قهر راپارولی دی.>
16برسېره پردې چې منسي د یهودا خلک د بت پرستۍ خواته واړول او د دې سبب شو چې هغوی د څښتن په مقابل کې ګناه وکړي، هغه دومره ډېر بې ګناه خلک ووژل چې د اورشلیم په کوڅو کې وینې بهېدلې.
17نور ټول هغه کارونه چې منسي کړي وو چې په هغو کې هغه ګناهونه هم شامل دي چې هغه کړي وو، هغه د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
18منسي مړ شو او د خپلې ماڼۍ په باغ کې یعنې د عوزا په باغ کې ښخ شو او د هغه زوی آمون د هغه په ځای پاچا شو.
19آمون دوه ویشت کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او دوه کاله یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. د هغه د مور نوم مشلمت ؤ، هغه د حاروز لور وه چې د یطبه د ښارګوټي څخه ؤ.
20هغه د خپل پلار منسي په شان د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه.
21هغه د خپل پلار لاره غوره کړه او د هغو بتانو عبادت یې وکړ چې د هغه پلار یې عبادت کاوه.
22هغه د خپلو نیکونو څښتن خدای پرېښود او د څښتن د حکمونو څخه یې سرغړونه وکړه.
23د آمون درباریانو د هغه په مقابل کې دسیسه جوړه کړه او هغه یې په خپلې ماڼۍ کې په قتل ورساوه.
24د یهودا خلکو د آمون قاتلان ووژل او د هغه زوی یوشیا یې د هغه په ځای پاچا کړ.
25د آمون د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
26آمون په خپله هدیره کې د عوزا په باغ کې ښخ شو او د هغه زوی یوشیا د هغه په ځای پاچا شو.